1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: تندر رالوېدو لس کسان مړه کړي

۱۴۰۲ تیر ۵, دوشنبه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د پنجاب ايالت په ختيځ کې د تندر رالویدو له کبله لږ تر لږه لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مون سون بارانونو موسم لا نه دی پېل شوی.

People in rural Pakistan still suffer from last year's floods
انځور: Ali Kaifee/DW

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې د «مون سون» موسمي بارانونو تر مخه په سختو اورښتونو کې لږ تر لږه لس کسان مړه شوي دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

زياته شوې چې دا بارانونه د پنجاب په شيخوپوره او سيالکوټ سيمو کې شوي دي. په پاکستان کې وخت ناوخته د تندر راغورځيدو پېښه رامنځته کيږي، په ځانګړي توګه د پنجاب په غرنيو او میداني سيمو کې.

اړونده موضوع: په پاکستان کې سېلابونه؛ حکومت له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې

د پاکستان د هوا پيژندنې ادارې ويلي دي چې په روانه اوونۍ کې به نور اورښتونه هم وشي چې د ګرمۍ اوسنۍ څپه به يو څه راکمه کړي. د طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې بيا خبرداری ورکړی دی چې روان بارانونه د سيلاب سبب ګرځيدلی شي.

د پاکستان ډېرې سيمې هر کال د «مون سون» د موسمي بارانونو له کبله اغیزمنې کيږي. پر حکومت تل نيوکې کيږي چې د دي بارانونو له کبله د اغیزمنو شويو خلکو د کړاو د کمولو له پاره کافي ګامونه نه پورته کوي. دا بارانونه د جولای مياشتې څخه تر سبتمبر پورې دوام کوي.

اړونده موضوع: پاکستان تر سېلابونو وروسته له نارغیو سره مبارزې ته په زرونو ډاکټران ګمارلي

په تېر دوبي کې تر اورښتونو وورسته سېلابونو په ټول هېواد کې د ۱۷۳۹ کسان ژوند اخيستی وو. همداشان سېلابونو ۸ ميلیونه کسان بې ځایه کړي ول او د کابو ۳۰ ميليونه ډالرو مالي زيان یې هم اړولی وو.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب