1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لندن یوه پوليس دوې لسیزي پر ښځو د جنسي تیري جرم منلی دی

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

د بریتانیا لومړي وزیر دا قضیه «وحشتناکه» بللې ده او د لندن له پولیسو څخه یې غوښتې دي چې د بد چلند ريښې وباسي او عمومي اعتماد بيرته رامنځته کړي. دا تازه رسوايي ده چي د لندن د پولیسو څېره لکه داره کوي.

Großbritannien London | Gerichtsverhandlung Pc David Carrick | PK
انځور: Jonathan Brady/empics/picture alliance

 

د لندن د پولیسو یوه اوسني افسر د دوشنبې په ورځ په نږدې دوو لسیزو کې پر ښځو د جنسي تېري او ځوروني مسئولیت منلی دی.

دغه ۴۸ کلن سړي پر ۴۹ جرمونو او ۲۰ جنسي تیريو پیښو باندي اعتراف کړی دی. پر هغه باندې دا تورونه هم دي چې د درواغو ځینې بریدونه او بند پکې شامل دی.

دا د لندن د ښاري پولیسو د اعتبار د راکمیدو وروستۍ پیښه ده چې پولیس افسران یې په ځایې اوسیدونکو باندې د باور کمیدو له امله اوس دا تکلیف ګالې.

څارنوالانو وویل چې دغه افسر چې دوید کاریک نومیږي، او د پیښو د قربانیانو د کنټرول او ویرولو له پاره له خپل صلاحیته کار اخیستی دی. هغه خلکو ته ویلي ول چې د پولیسو د یوه غړي په توګه د هغه د درناوي له امله به هیڅوک د ده پر وړاندي په خبرو باور وه نه کړي.

اړوند:برلين: یو سړی د يوې مور او لور د وژلو په تور په عمري بند محکوم سو

د ښاري پولیسو یو مسئول مارک راولې، پخپلو خبرو کې وویل: «دغه سړي ښځې په بې شرمۍ سره وځورولې او دا یوه ناولې خبره ده.»

دې قضیې په بریتانیا کې د غندنې یوه تازه څپه له ځانه سره لرلې. د بریتانیا د لومړي وزیر ریشې سونک ویاند وویل چې دا قضیه «وحشتناکه» وه.

د سوناک ویاند وویل: «د بریتانیا پولیس باید داسې افسران له خپلو لیکو څخه ليري کړي. ترڅو هغه زیان چې د پیښو پرمهال د پولیسو اعتماد ته رسیدلې، باید بیرته یې په لاس راوړو.»

لوی څارنوال: د کاریک جنسي تیري بې رحمانه ول

کاریک په ۲۰۲۱م کال کې د لندن د پولیسو غړی سو او په هغو قضیو تورن دی چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۲۰م کلونو ترمنځ سوي دي.

چارواکو ویلي دي چې هغه احتمالاً د خپلو قربانیانو سره د انترنيت په مټ له دوستانو سره د ليدلو انلاین اپلیکیشنونو له لارې او ځینې وختونه یې د ټولنیزو لیدنو له لاري ملاقات کړي ول او د هغوی د باور د ترلاسه کولو له پاره یې پولیسو له نامه څخه کار اخیستی.

په لندن کې د پارلمان په څلور لاری کې د بریتانیا ښاري پولیسانځور: Andrew Matthews/empics/picture alliance

عمومې څارنوال جاشون ناروال وویل چې د پولیسو امر وروسته «هغه په بې رحمۍ سره ښځې سپکې کړي، هغه یې وه شرمولې او بې عزته کړي دي او جنسی تېری یې پرې کړی دی.»

څارنوالانو وویل چې کاریک دغه قربانۍ ښځې په ټولنیزه او مالې توګه په انزوا او د هغوی د غوښتنو خلاف ساتلې او ان د هغوی د کالیو اغوستل او خوب کول یې هم څارل.

د دغه افسر دوسیه د ۲۰۲۱م کال په مارچ کې د سارا اوراويرارد له مشهورې مړینې وروسته د لندن په سویل کې راښکاره سوه.

اړوند:بریتانیا: په جنسي فعالیتونو کې د ښکیلو پاکستانیانو د اخراج قضیه

پر اویرارد، یوه برحاله افسر واینو کوزینس جنسي تیری وکړ او هغه يې ووژله. دغه افسر داسې یوه دروغجنه ادعا کړي وه چې اویراد د کرونا قرنطین قوانین تر پښو لاندي کړي دي. هغه یې پر لاره ودروله، بیا یې پر هغې تیری وکړ او په پای کې یې ووژله.

د لندن پولیس: «موږ ناکامه سولو»

د لندن ښاروال صادق خان، چې دفتر یې د پولیسو د کړنو څارنه کوي، وویل چې هغه د همدې قضیې له امله «بې زړه او ویرجن دی.»

هغه زیاته کړه: «لندنېان حق لري چې و ويريږي چې دا سړي د لندن د پولیسو په لیکو کې دومره وخت کار کاوه. جدي پوښتنې باید وسې چې هغه څنګه وکولای سول د پولیسو د افسر په توګه له خپلي دندې څخه ناوړه ګټه پورته کړي او باید ځواب ورکړل سې.»

د لندن د ښاري پولیسو یو کمیشنر رولی د دوشنبې په ورځ د قربانیانو څخه بخښنه وغوښتله او و یې ویل چې کاریک تر دې دمه په نظام کې د «ناکام سیستم »له امله بې سزا پاتې سوی دی.

هغه وویل: «موږ ته کم ارزښته دی» زه بخښنه غواړم. هغه باید د پولیسو افسر نه وای.«

اړوند:آلمان: يوه نرسه په ۱۵ کاله بند محکومه شوه

د کاریک د قضیې اصلی پلټنه او د پخوانې سرتیري په توګه د هغه پر وړاندې شکایتونه د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر میاشت کې هغه مهال ترسره سول چې کله د جنسې تیري په تور له هغه څخه شکایت وسو.

د پلټنو په پایله کې روښانه سوه چې د نوموړي نوم پخوا هم د یو لړځینو پیښو له امله او هم له پولیسو سره د یوځای کیدو وروسته، په سیستم کې ثبت سوی وو.

خو د جنسي تیري، کورنی تاوتریخوالی او ځورونې په اړه هیڅ داسي یو شکایت چې د جنايي پیښو د مخنیوي په لار کې خنډ سې نه دی وړاندي سوی.

دبریتانیا ښاري پولیسانځور: Mateusz Slodkowski/Zumapress/picture alliance

ژباړه :صفت الله زاهدي hs/af (AP, Reuters, AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب