1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورفرانسه

د پاریس له لوور موزيم څخه یو شمیر اثار غلا شوي

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۲۷, یکشنبه

د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې واقع له لوور موزيم څخه يو شمېر تاریخي آثار غلا شوي دي. چارواکو د «نه اټکل وړ کلتوري او تاريخي ارزښت لرونکو» آثارو د غلا خبره کړې ده.

پوليس د لوور موزيم د ښيښه يي احرام مخې ته ولاړ دي
پوليسو د لوټل شوو توکو تلاښ او پلټنې پېل کړي ديانځور: Gonzalo Fuentes/REUTERS

د فرانسې په لوور موزیم کې د داسې ګاڼو د غلا راپور ورکړل شوی چې د فرانسې د کلتور د وزارت لخوا «د نه اټکل کلتوري او تاریخي ارزښت» لرونکي تاریخي توکي بلل شوي دي. د راپور له مخې غله د شنبې (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۱۹مه) په سهار د کړکۍ له لارې موزیم ته داخل شوي ول.

د فرانسې د کورنیو چارو او کلتور وزارتونو د څرګندونو له مخې، هغه کسان چې د پاریس په لوور موزیم یې برید کړی، داسې ګاڼې یې لوټلې دي چې له خپل مالي ارزښت څخه ډېر، «نه‌ارزول کېدونکی فرهنګي او تاریخي ارزښت» لري. وزارتونو ویلي، غله شاوخوا د سهار ۹:۳۰ بجې د کړکۍ د ماتوولو له لارې موزیم ته ننوتل. دننه یې له ښیښو الماریو څخه ګاڼې غلا کړې او بیا د دوو موټرسايکلونو په مرسته تښتېدلي دي.

آلمان کې د انسانانو ۳۰۰ زره کاله پخوانۍ د پښو د پل نښې وموندل شوې

د پيښې وروسته خبري آژانسونو خبر ورکړ چې موزيم ته نژدې يو غلا شوی توکی موندل شوی دی.

د غلا د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي او د غلا شويو توکو کره لست جوړېږي. د امنیتي دلایلو له مخې او د شواهدو د ساتنې لپاره موزیم تړل شوی دی. په ورته وخت کې د موزیم د لیدونکو ایستل بېله اخلال څخه ترسره شول. نه لیدونکو ته زیان رسېدلی او نه د موزیم کارکوونکو یا د امنیتي ځواکونو غړو ته کوم زیان اوښتی. چارواکو ویلي چې د غلا شوو توکو د موندلو لپاره ټول ممکن اقدامات ترسره کېږي.

د فرانسې د کلتور وزیرې راشیده داتي او د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز چې تر څو ورځو مخکې د پاریس د پولیسو مشر و، د پېښې د څېړونکو سره یو ځای په موزیم کې حاضري ورکړې ده.

 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل