1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوفتهانزا له یهودي مسافرو سره د تبعیضي چلند له امله جریمه شو

۱۴۰۳ مهر ۲۵, چهارشنبه

د امريکا متحده ایالاتو چارواکو لوفتهانزا هوايي شرکت له تر ۱۰۰ زيات يهودي مسافرو سره د تبعيضي چلند په تور څلور ميلیونه ډالره جریمه کړی دی. لوفتهانزا بیا د خپلو کارکوونکو تبعیضي چلند رد کړی دی.

په مونشن هوايي ډگر کې د لوفتهانزا الوتکه
لوفتهانزا د امریکا د ترانسپورت وزارت له لورې څلور میلیونه جریمه سوانځور: Frank Hoermann/SVEN SIMON/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د ترانسپورت وزارت له خوا د سې شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۲۸ ارتودوکس یهودي مسافرو ته چې له نیویارک څخه آلمان ته يې پرواز کړی وو له آلمان څخه بوداپست ته د پرواز اجازه ور نه کړل سوه، ځکه چي هغوی له نيويارک څخه آلمان ته د پرواز پرمهال د کرونا محدوديتونه په پام کي نه ول نيولي.

دغو مسافرو د نیویارک له هوايي ډګر څخه فرانکفورت ته الوتنه وکړه  او ورستۍ مقصد یې د هنګرۍ بوداپست ته الوتنه ول.

دا پولي جریمه چې د شاوخوا ۳،۶۷ ميلیون یورو سره معادل ده، ترټولو لوړه جریمه ده چې دې وزارت د اتباعو د حقونو څخه د سرغړونې له امله وضع کړې ده.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

32:06

This browser does not support the video element.

دغو مسافرو چې د خاصو ارتودوکس یهوديانو جامې یې اغوستې وې، پلټونکو ته یې ویلې ول چې له دوی سره داسې چلند شوی چې ګواکې دا ټول یوه ډله ده. دا په داسې حال کې ده چې د هغوی ډېری يو بل نه پيژندل او هيڅ اړیکي يې سره نه درلودلې.

د امريکا د ترانسپورت وزارت وویل چې لوفتهانزا هوايي شرکت »د ځينو له خوا د ښکاره سرغړونو« په خاطر دغو ټولو مسافرو ته الوتکي ته د پورته کيدو اجازه نه ده ورکړې، ځکه چي هغوی »واضح او په ښکاره توګه يهوديان ول«.

ستونزې هغه مهال پیل شوې چې د لومړۍ الوتنې کپتان د لوفتهانزا امنیتي کارمندانو ته راپور ورکړی چې ځینې مسافر مقررات نه مراعاتوي. د مثال په توګه، هغه وویل چې دوی ماسک نه اغوندي او په تالارونو کې د راټولیدو او د عاجل وتلو لارو ته نږدې کیدو په اړه مقرراتو ته غاړه نه ږدي.

په دې اړه امریکایي چارواکو له یهودي مسافرو سره د تبعیض په اړه تر ۴۰ زيات شکایتونه ترلاسه کړي ول.

لوفتهانزا هوايي شرکت د امریکا د ترانسپورت وزارت ته ویلي دي چې د پیښې له امله یې څو ځله په عامه توګه بخښنه غوښتې ده، خو ټینګار یې کړی دی چې کارکوونکو یې له تبعیضه ډک چلند نه دی کړی.

پر دې سربیره لوفتهانزا شرکت موافقه کړې ده چې څلور ميلیونه ډالر جریمه ورکوي، خو وار له مخې یې لا له یادو پیسو دوه میلیونه ډالره مسافرو ته د جبران خسارت په موخه ورکړي دي.

 ش/ا. ن/ز  (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب