د جرمني او پاکستان خارجه وزیران په برلین کي سره ګوري
۱۴۰۰ فروردین ۲۳, دوشنبه
د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس نن دوشنبه په برلین کي د پاکستان د خارجه وزیر، شاه محمود قریشي سره ګوري. هغوی به د نورو تر څنګ د افغانستان پر مسأله باندي هم خبري سره وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi
اعلان
دا په تيرو ۹ کلونو کي جرمني ته د يوه لوړپوړي پاکستاني ډیپلوماټ لومړی سفر دی. د جرمني د حکومت د یوه ویاند د معلوماتو پراساس به د هغوی د خبرو یوه مهمه اجنډا د جرمني او پاکستان د ډیپلوماتیکي روابطو ۷۰ یمي کلیزي په باب وي.
پردې سربیره به هغوی د دوه اړخیزه اقتصادي، سیاسي، امنیتي سیاست او منطقې د اقتصادي حالت په باب هم خبري سره وکړي.
قریشي د ۲۰۱۹م کال په مارچ کي هم په اسلام اباد کي د هایکو ماس سره لیدلي وه. ماس هغه وخت د پاکستان د رقیب هندوستان سره د تشنج د کمیدو په لار کي کوښښ کړی ؤ.
ماس همدارنګه ویلي دي، چي پاکستان د افغانستان د ثبات په مسأله کي مهم رول لري او په دې موضوع کي به هم هغوی خبري سره وکړي.
په کراچي کې د جامو د موډ نندارتون
د کرونا وبا له خپريدو راهيسې په پاکستان کې د جامو د موډ لومړی نندارتون جوړ او پکې د دغه هيواد مشهورو ډيزاينرانو د ودونو له پاره جوړ شوي لباسونه نندارې ته وړاندې کړل.