په اوکراين کې ممکنه سوله ایزې حللارې ته د چمتوالي نړيواله سيالي پېل شوې ده. د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، د امريکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ ، سره تر ليدنې کتنې وروسته د خپل کوربه په څېر په دې آند دی چې په اوکراین کې د څو اونیو په موده کې اوربند امکان لري، د نظر پر هغو اختلافاتو سربیره هم چې امريکا او اروپا یې د مثال په توګه د اوکراين له پاره د امنيتي تضمينونو په تړاو لري.
د اړخ يا لوري پر سر دا لانجه د ملګرو ملتونو په غونډه کې هم راڅرګنده شوه. فرانسې او بریتانيا د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې خپل د ويټو حق ونه کاروه او په دې توګه یې د امريکا د لوري د وړاندې شوي پريکړه ليک سره مرسته وکړه. دې پريکړه ليک ته چې محتوا یې مسکو پلوه وه، روسیې او چين مثبته رايه ورکړه.
هغه وړاندیز چې روسیه یې په دې شخړه کې «يرغلګره» يا «متجاوزه» بللې وه، د امريکا رایه یې ترلاسه نه کړه او له ماتې سره مخ شو.
د م.م.عمومي اسامبلي له امريکا سره موافقه نه وه د ملګرو ملتونو دا تر ټولو ځواکمنه شورا چې ۱۵ غړي لري، د يو شمیر پريکړه ليکونو تر ويټو کولو وروسته یې اوس په لومړي ځل پر اوکراين باندې د روسیې تر يرغل وروسته په دې تېرو دريو کلونو کې د دې جګړې په اړه لومړی ګډ توافق کړی دی.
اړونده موضوع: د ترمپ او زيلنسکي ترمنځ ناندرۍ او د لوېديځوالو غبرګون
خو برعکس د امريکا د حکومت يو ورته محتوا لرونکی پريکړه ليک د ملګرو ملتونو د ټولو ۱۹۳ غړيو هېوادونو له لوري نه وو منل شوی.
د ترمپ، د سلف جو بایدن، د حکومت پر وخت متحده ایالات د اوکراين د جګړې تر ټولو مهم ملاتړي او د وسلو ليږدونکي ول.
په ملګرو ملتونو کې له خپل دیپلوماتیک نوښت سره، ولسمشر دونالد ترمپ، د اوکراین په تړاو د خپلې لهجې او بيانیو د بدلولو او د کريملن مشر ولاديمير پوتین، لوري ته یې اړول واضح کړل.
په اوکراين کي درې کاله جګړه په انځورونو کې
پر اوکراين باندې د روسیې د يرغل درې کاله پوره شول. په دې موده کې په زرونو کسان وژل شوي، په ميليونو بې کوره شوي او پراخه ويجاړي رامځته شوې او اوس اوکراينيان په دې اړه هم ويره لري چې د جګړې پای به څرنګه وي. انځور: Serhii Chuzavkov/Avalon/Photoshot/picture alliance د ۲۰۲۱م کال په ستېلايت انځورونو کې ښکاري چې څرنګه درنې وسلې او پوځيان د روسیې يلنيا ښارګوټي ته څېرمه چې د راټوليدو په حال کې دي. د ۲۰۲۱م کال د نوامبر مياشتې پر ۱۱مه نیټه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين، ته خبرداری ورکړی وو چې اوکراين دې نه اشغالوي خو دې د پوتين مخه ونه نيوله او د ۲۰۲۲م کال د فيبرورۍ پر ۲۴ نيټه یې پر خپل دغه ګاونډي هېواد يرغل وکړ.
انځور: Maxar Technologies/AFP پر ټول اوکراين راکټي بريدونه د فیبروۍ مياشتي د ۲۴ نيټې د پوځي عملياتو په ترڅ د پلازمينې کيف، اوديسا او خارکيف په ګډون د اوکراين پر يو شمير ښارونو راکټونه ولګيدل. په کيف کې يوې پوځې ودانۍ د بريدونو په ترڅ کې اور واخیست. هغه جګړه چې مسکو یې په ټينګار سره «ځانګړي عمليات» بولې، پېل شوه.
انځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance په «بوچا کې ستراتیژيک تاوتريخوالي» په څو اونيو کې دننه اوکراينيان وتوانيدل چې روسان له شمالي ښارونو څخه وشړی. د روسان تر وتلو وروسته جنګي جرمونه را ښکاره شول. کيف ته څېرمه د بوچا په سيمه کې د شکنجه شويو او وژل شويو ملکیانو انځورونه ټولې نړۍ ته ورسېدل. د چارواکو په حواله په بوچا سيمه کې تر ۱۱۰۰ ډېر ملکيان وژل شوي ول. پلټونکو وويل چې شدت د يوه ميتود او ستراتیژۍ له مخې شوی وو.
انځور: Serhii Nuzhnenko/AP Photo/picture alliance د مسکو په حواله په پام کې وه چې د اوکراين «ځانګړي عمليات» به يوازې درې ورځې وخت ونيسي. نن، درې کاله وروسته هم جګړه دوام لري. د جګړې د مطالعې د څيړنیز انستيتويت تازه رپوټونه ښيي چې روسيه اوس د اوکراين ۲۰ سلنه برخه کنترولوي چې زياتره دغه سيمې په ختیځ کې دي. دا نځور د ۲۰۲۳م کال په می میاشت کې د اوکراين په ختیځ دونيڅک کې اخیستل شوی وو.
انځور: Sofiia Gatilova/REUTERS د روسیې رایه اچوونه؛ له نړيوالو حقونو څخه څرګنده سرغړونه د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې روسیې په يو اړخیزه توګه د اوکراين څلور سيمې لوهانسک، دنيڅک، زاپوريژيا او خیرسون چې ټولټال څه نا څه ۹۰ زره مربع کيلومتره ساحه ده، الحاق کړه. يو کال وروسته یې په دې سيمو کې د روسیې د سيمه ایزو ټاکنو په چوکاټ کې رایه اچوونه وکړه. په دې رايه اچوونه کې چې له «نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه» وبلل شوه، د پوتين، د متحدې روسیې ګوند په هره سيمه کې تر۷۰ سلنه ډېرې رایې ګټلې وې.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS په میليونو بې کوره شوي د مهاجرو په توګه ژوند کوي د اوکراين جګړې په ميليونو انسانان تېښتې ته اړ کړل چې په دې ترتيب په اروپا کې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د مهاجرت يوه بې ساري څپه رامنځته شوه. د ملګرو ملتونو په حواله په اوکراين کې د نښتو له کبله ۳،۷ ميليونه انسانان بې ځایه شوي. تر ۶ ميليونو ډېرو یې بيا اوکراين پريښی او د اروپا پر لور تللي چې زياترو یې په آلمان او پولند کې پناه اخیستې.
انځور: Filip Singer/EPA-EFE ماريوپول: د اوکراين د مقاومت ښار په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې له لوري د ماريوپول د جنوبي ښار کلابندۍ ۸۲ ورځې دوام وکړ. پر ښار درنه بمباري وشوه او د اوکراين پاتې جنګيالو د فولادو په يوه فابريکه کې ځانونه بند کړل.
انځور: Evgeniy Maloletka/AP/dpa/picture alliance له روسیې سره د کريميا يوازنۍ اړيکه د کريميا پل د ۱۹ کیلومترو په اوږدوالي سره د اروپا تر ټولو اوږد پل دی او د روسیې جنوب د کريميا له نيمه ټاپو سره نښلوي. د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر مياشت کې دا پل د اوکراینيانو له لوري د ځای پر ځای کړل شوي بم په وسيله زيانمن شو او يوازې قسماً د استفادې وړ وو. د ۲۰۲۳م کال په جولای کې دې پل ته يو ځل بيا اوکرايني ځواکونو زيان ورساوه.
انځور: Alyona Popova/TASS/dpa/picture alliance د ۲۰۲۳م کال د جون پر ۶ نيټه يوې چاودنې د کاخوفکا بند زيانمن کړ. اوکراين او روسیې پر يو بل باندې د دې بند د ويجاړولو پړه ور واچوله. دا بند هغه وخت د روسیې په کنترول کې وه. د بند زيانمنېدو په نتيجه کې را وتلی سېلاب د يوه چاپيريالي ناورين باعث شو چې په زرونه کورونه یې زيانمن کړل او احتمالاً په سلونو کسانو یې له کبله ژوند له لاسه ورکړ. خبريالانو وروسته وموندله چې روسیې قصداً د مړو شميره کمه ښوولې وه.
انځور: Libkos/AP Photo/picture alliance د انرژۍ زيربناوې په نخښه شوي روسیې په سسټماتيکه توګه د اوکراين د انرژۍ زيربناوې په نخښه کړي. څېړنې وايي چې پر اوکراين باندې د روسیې د بشپړې جګړې تر پېليدو يو کال وروسته د اوکرين ۷۰ سلنه د حرارتي بريښنا دستګاوې له منځه تللې وې. د ۲۰۲۴م کال په سبتمبر کې دغه شميره ۹۵ سلنه ته پورته شوه.
انځور: Sergey Bobok/AFP د روسیې پر خاوره د اوکراين بريد د ۲۰۲۴م کال په اګست کې د اوکراين وسله والو ځواکونو په لومړي ځل د روسیې په خاوره کې تهاجمي عمليات پېل کړل. پر سرحدونو د لږ مقاومت سره تر مخامخيدو وروسته دوی وکولای شول چې په لومړي سر کې په کورسک سيمه کې تقریباً ۱۴۰۰ مربع کیلومتره ساحه ونيسي. خو اوکراين له هغه وخت راهېسې د نيول شوې ساحې دوه پر درېمه بیرته له لاسه ورکړې ده.
انځور: Roman Pilipey/AFP/Getty Images روسیې او اوکراين دواړو ډرونونه يا بې پېلوټه الوتکې د کشف او څار له پاره کارولي دي او همدا شان د هدفونو د په نخښه کولو په موخه هم. کارپوهان وايي چې په اوکراين کې کابو ۱۰۰ بېلا بېل ډوله ډرونونه کارول شوي دي.
انځور: Serhii Nuzhnenko/Radio Free Europe/Radio Liberty/REUTERS له درو کلونو راهیسي جګړې پر اوکراين باندې تلپاتې نښې پرېښې دي. د هېواد په ختيځ او جنوب کې يو شمير کلي او ښارګوټي د روسیې په بريدونو کې ويجاړ شوي او اوس د ارواحو په ښارګوټو بدل شوي. د دنيڅک سيمې د بوهوروديچنه ښارګوټی په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې د درنو حملو ښکار شو او اوس کابو ټول خالي دی.
انځور: Mykhaylo Palinchak/SOPA Images/ZUMA Press Wire/picture alliance ټول اوکراين د جګړې پر لومړۍ کرښه نه دی پروت. له جګړو لېرې ژوند ادامه لري. دوکانونه، قهوه خانې او رستورانتونه پرانیستي دي او د سيمې اوسيدونکي د جنراتورونو په مرسته ځان ته بریښنا برابروي.
انځور: YURIY DYACHYSHYN/AFP له اوکراين سره د امريکا مرسته په شک کې ده د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونال ترمپ، به ويل چې د اوکراین جګړه به په «۲۴ ساعتونو» کې ختمه کړي، خو دا کار یې لا نه دی کړی. له روسیې سره د نوموړي ظاهري نږدې والی، د هغه دا هيله چې پر اوکراين د فشار له لارې دغه هېواد متحده ایالاتو ته د خپلو معدني شتمنيو ورکړې ته مجبور کړي او د اوکراين له ولسمشر سره د یې تازه لفظي جګړې، اوکراين او د دغه هېواد متحدين انديښمن کړي دي.
انځور: Ukraine Presidency/ZUMA/picture alliance
د پريکړه ليک په مسوده کې چې د «سولې پر لوري لاره» عنوان ورته ورکړل شوی وو، روسیه پکې د جګړې «پارونکې» يا «يرغلګره» نه ده بللې شوې، د روسیې د ځواکونو د وتلو غوښتنه پکې نه ده شوې او نه هم پکې د اوکراين د ځمکمنۍ بشپړتيا يادونه شوې ده، بلکې پرته له دې چې کوم شرطونه ياد شي، د جګړې په چټکه توګه د ختمولو توصيه پکې شوې ده.
مکرون له مهم بدلون څخه خبره او پر ځان نیوکه وکړه د فرانسې ولسمشر ايمانویل مکرون، په دې آند دی چې د سولې لاره اوس معلومه شوې ده. نوموړي په واشنګټن کې له ولسمشر دونالد ترمپ، سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل: «زه فکر کوم چې دا نن زموږ په بحث کې يوه مهمه موضوع وه.»
نوموړي له «پام وړ پرمختګونو» څخه خبره وکړه. د امريکا د «فوکس نيوز» شبکې سره په مرکه کې نوموړي وويل چې په «راتلونکو اونیو کې» د اوربند د رامنځته کیدو امکان دی. ترمپ، تر دې دمخه ويلي ول چې د اوکراين جګړه کيدای شي په «يو څو اونيو کې» پای ته ورسيږي.
مکرون، همدا شان د ۲۰۲۲م کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۴ نېټه د جګړې د پېليدو ترمخه له روسیې او اوکراين د جګړې له مخکنيو پړاوونو سره د اروپايانو د چلن په اړه انتقادي نظر څرګند کړ. مکرون، وويل چې د اوکراين په ختیځ کې د سيمو د الحاق او همداراز د تورې بحيرې د نيمه ټاپو کريميا له روسیې سره د شاملولو په ترڅ کې رامنځته شوی د اوربند تړون د روسیې له لوري په کراتو مات شوی وو. هغه وويل: «او موږ هیڅ غبرګون نه وو ښوولی – په ځانګړي توګه زموږ له خوا.»
اړونده موضوع: روسي چارواکي: د روسيې-امریکا د سولې مذاکرات پای ته ورسېدل
مکرون وويل چې درې کاله دمخه ترسره شوی اشغال د «مخنیوي د نه شتون» له کبله رامنځته شوی. مکرون، په دې ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د اوربند د يوه موقتي او يا اوږدې مودې د تړون په تعقیب باید د پايداره سولې په هکله خبري وشي. هغه وويل چې په دې ترڅ کې بايد امنيتي تضمينونه مطرح وي.
څرنګه ځمکني ډرونونه د جګړې په ډګر کې کارول کیږي؟This browser does not support the video element.
مکرون، وويل چې د روسیې په مقابل کې بايد اوکراين د څه نا څه ۸۰۰ زرو عسکرو يو پوځ ولري. هغه همدا شان زياته کړه چې پر دې سربیره نوموړی له بريتانيا سره په ګډه د سوله ساتي ځواک پر يوه وړاندیز باندې کار کوي، په هغه صورت که يې د شتون غوښتنه وشي.
مکرون، همدا زار وویل چې په پای کې باید د سولې يو تړون رامنځته شي چې پکې د ځمکو د ويش او د بيارغاونې په تړاو پوښتنې هم مطرح وي. د مکرون، په خبره دا هم بايد روښانه وي چې د روسیې له لوري له تړون څخه د سرغړونې په صورت کې به د امريکايانو يووالی تر کومه بريده وي.
د ترمپ لومړی اروپايي مېلمه مکرون، چې ترمپ، یې په تکراري توګه «دوست» وباله، لومړی اروپايي مشر دی چې دونالد ترمپ، ورته د امريکا د ولسمشر په توګه د خپلې دويمې دورې په ترڅ کې هرکلی کوي.
مکرون، په دې خبرو اترو کې ټینګار وکړ چې د اوکراین خپلواکي د معاملې يا خبرو اترو وړ نه ده. نوموړي وويل: «سوله نه بايد د اوکراين د تسليميدو په معنا وي.»
مکرون وويل چې درې کاله دمخه ترسره شوی اشغال د «مخنیوي د نه شتون» له کبله رامنځته شوی.انځور: Chip Somodevilla/Getty Images پر دې سربیره نوموړي په تکرار سره وویل چې د روسیې او امريکا د استازو ترمنځ د اوکراين په تړاو په تازه خبرو اترو کې څنډې ته کړل شوي اروپايان بايد د حللارې برخه واوسي – د مثال په توګه د سوله ساتي ځواک د چمتو کولو له لارې.
اروپايي سوله ساتي د روسيې له پاره د منلو وړ دي؟ د دونالد ترمپ، د تصور پر اساس به د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، له دې ډول ځواک سره موافق وي.
ترمپ، په دې تړاو د پوښتنې په ځواب کې وويل: «هو، هغه [پوتين] به دا ومني.» ترمپ، زياته کړه چې له پوتين، سره په دې اړه غږيدلی دی.
واشنګټن ته د مکرون د سفر څو ورځې دمخه د ولسمشر پوتين، او ترمپ ترمنځ او همداراز د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مارکو روبيو او د هغه د روسي سيال سرګې لاوروف، ترمنځ تليفوني خبرې اترې شوې وې.
دا چې اوکراينيان او د هغوی اروپايي متحدين په دې خبرو اترو کې شامل نه ول، نو له دوی سره په دې تړاو اندېښنه پيدا شوې وه چې امريکا او روسيه به د اصلي اغیزمنو پرته هر څه سره سرته ورسوي.
اړونده موضوع: د پاريس غونډه: د اوکراين په اړه د ځوابونو پر ځای د نورو پوښتنو رامنځته کیدل
د ترمپ، د خپلو خبرو په حواله، دی غواړي چې په روانه او يا هم راتلونکې اونۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، سره وګوري. په دې تړاو نور جزيات نه دي ورکړل شوي.
ترمپ، وويل چې دلته پر نورو سربیره په اوکراين کې پرتو اومو موادو ته د امريکا د لاس رسي په اړه د توافق موضوع مطرح ده چې زيلنسکي غواړي پخپله یې لاسليک کړي.
امريکا او اوکراين له څو اونیو راهېسې د دې تړون په اړه سره په جنجال کې دي. زیلنسکي، په لومړي سر کې د دې ډول يوه سند له لاسليکولو انکار کاوه، ځکه دی یې شرطونه ظاهراً د اوکراين په ګټه نه ګني.
پر دې سربیره نوموړي د امنيتي تضمينونو د نه شتون خبره هم وکړه چې د نوموړي حکومت یې په ځانګړي توګه غوښتنه کوي.
د اوکراين د دولتي تلویزيون په حواله کيف په دې منځ کې د اوکراين خامو موادو ته د امريکا د لاس رسي په تړاو د يوه تړون بشپړه شوې نسخه سپارلې ده.