د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په کارائیب سمندر کې د امریکا پوځي حضور «په تیره یوه پیړۍ کې تر ټولو ستر ګواښ» بللی دی. نوموړي په یوه خبري ناسته کې بهرنیو خبریالانو ته وویل: «ونزویلا له یوه داسې تر ټولو لوی ګواښ سره مخامخ دی، چې زموږ براعظم په وروستیو سلو کلونو کې نه دی تجربه کړی.»
مادورو زیاته کړې ده: «اتو جنګي بیړیو له ۱۲۰۰ توغندیو او یو اټومي اوبتل سره ونزویلا په هدف کې نیولی دی. دغه ناپيژندل شوي ګواښونه، د نه توجیه وړ، غیر اخلاقي او په بشپړ ډول جنایتکارانه دي.»
نوموړي خبرداری ورکړ چې د امریکا متحده ایالاتو د حملې په صورت کې به هیواد یې پر وسله وال مقاومت لاس پورې کړي. هغه ګواښ وکړ: «که پر ونزویلا برید وشي، موږ به سمدستي له خپلې خاورې څخه د دفاع له پاره پر وسله والې جګړې لاس پورې کړو.»
د ونزویلا ولسمشر زیاته کړه هغه به په داسې حالت کې «د اساسي قانون مطابق د وسله وال جمهوریت» اعلان وکړي.
امریکا مادورو د مخدره موادو په قاچاق کې په لاس درلودلو تورنوي
په دې وروستیو اونیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ کړکیچ زیات شوی دی. د رسنیو د رپوټونو په حواله امریکا د نشه یي توکه د قاچاقبرانو د مخنیوي په خاطر څو جنګي بیړۍ د ونزویلا هیواد کارائیب سواحلو ته استولي دي.
خو واشنګټن تر اوسه پورې د ونزویلا پر خاورې د برید کولو خبره نه ده کړې.
انځورونه: په وينيزويلا کې اخ و ډب
په وينيزويلا کې د شنبې او يکشنبې ورځې هم له خونړيو پېښو ډکې وې. په دې پيښو کې وژل، ټپي کيدل، له پولیسو سره اخ و ډب او مظاهرې شاملې وې. دغه راز هلته د ولسمشر مادورو او خوان گوايدو په پلوۍ ستر کنسرتونه هم وشول.
انځور: AFP/J. Barretoد وينيزويلا پر خپل سر نومول شوي موقتي دورې ولسمشر خوان گواېدو په پلوۍ بريتانوي ميلياردر ريجرډ برانسن د جمعې په ورځ له کولمبيا سره په سرحدي سيمه کوکوتا کې يو کنسرت تنظيم کړی وو. د «Venezuela Aid Live» په نوم کنسرت هدف د بشري مرستو له پاره د پېسو را ټولول ول. په زرونو کسان د پورتريکو د هنر ليوس فونسي په څېر هنرمندانونو د ليدو له پاره په دې کنسرت کې گډون وکړ.
انځور: Getty Images/AFP/E. Estupinanد اپوزيسيون له مشر سره ډله ایز انځور
د وينيزويلا د اپوزیسيون مشر خوان گوايدو د چلي له ولسمشر سيبستيان پينرا سره د سيلفي انځور اخيستو په حال کې ليدل کيږي. په انځور کې همدا راز د کولمبيا ولسمشر ايوان ډيوگ او پاراگوای رئيس جمهور ماريو هبدو بينټیز هم ليدل کيږي. په اصل کې خوان گوايدو بايد دلته نه وای ځکه د وينيزويلا سترې محکمې پر نوموړي له هېواده د وتلې بندیز لگولی دی.
انځور: Getty Images/AFP/L. Robayoد ۵۰ تر زياتو هېوادونو ملاتړ
خوان گوايدو نه يوازې د کولمبيا، چلي او پاراگوای د ولسمشرانو ملاتړ له ځان سره لري، بلکې د نړۍ تر۵۰ زيات هیوادونه، نوموړی د وينيزويلا د يوه قانوني موقت ولسمشر په توگه په رسميت پيژني. گوایدو روان ميلادي کال د جنورۍ پر ۲۳ نيټه ځان د موقت ولسمشر په توگه اعلان کړ. په وينیزويلا کې له اوونيو راهيسې د واک پر سر اخ او ډب روان دی.
انځور: Reuters/Courtesy of Chilean Presidency/M. Seguraپه کولمبيا کې د «Venezuela Aid Live» کنسرت له ځايه يوازې کابو ۳۰۰ کیلومتره ليرې، د پولې بلې غاړې ته (په وينيزويلا کې) ولسمشر نيکولاس مادورو هم يو مقابل کنسرت رابللی وو. دا کنسرت «له وینیزويلا څخه لاسونه وباسئ» تر شعار لاندې جوړ شوی وو. دې کنسرت ته کابو ۲۵۰۰ کسان ورغلي ول.
انځور: Getty Images/J. Barretoپه اورينا کې (د مادورو په پلوۍ کنسرت کې) کنسرت ته راغلو پر نورو سربيره د وينيزويلا د سندرغاړي کاسيونو او همدا شان له ديوسدادو کابيلو څخه چې د مادورو باوري ملگری او د قانون جوړوونکې جرگه گۍ غړی دی، سندرې واوريدې.
انځور: Getty Images/J. Barretoد وينيزویلا واکمن نيکولاس مادرو وايي چې امريکا متحده ایالات د مرستو په پلمه په وينیزويلا کې د پوځي اشغال له پاره چمتووالی نيسي. له دې کبله نوموړی نه غواړي چې د مرستو کاروانونو ته اجازه ور کړي. په انځور کې د مرستو د يوه موټر سره خوان گواېدو ليدل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/G. Munozد وينيزويلا يو وگړی امنيتي ځواکونه دې ته هڅوي چې درمل او خوراکي توکو ته چې عاجله اړتيا ورته ليدل کيږي، د داخليدو اجازه ورکړي. خو دی بريالی کيږي نه. که څه هم چې وينيزویلا په تېلو غني هېواد دی، خو ولس یې له بې وزلې، لوږې او درملو له نه شتونه کړيږي.
انځور: AFP/J. Barretoپه مرستو بار هغه لارۍ چې له سرحده په تېريدو توانيدلي وې، د نيکولاس مادورو پلوي ځواکونو له خوا وسوځول شوې. دلته په اورينا کې د ملي گارد يو افسر پر مظاهره کوونکو اوښکې بهوونکی گاز پاشي. له کولمبيا او همداراز برازيل سره پر پوله د اخ او ډب په نتيجه کې درې کسان ووژل شول او تقريباً ۳۰۰ ټپيان شول.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Llanoتر اوسه هيڅ هم فيصله شوي نه دي
خوان گوايدو د مرستو درول «شېطاني عمل» وباله. مادورو بيا برعکس خپله بريا اعلان کړه او ویې ويل: «کودتا ناکامه شوې ده.» د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو مادورو ته چې «د يوه ناروغ ديکتاتور» په نوم یې ياد کړی، گواښ کړی: اوس د «عمل وخت» رارسيدلی دی چې د «وينيزویلا له نااميده ولس» سره مرسته وشي. هغه وويل چې امريکا به په دې مورد کې «گامونه» پورته کړي.
انځور: AFP/E. Estupinan سربیره پر دې امریکا د داسې معلوماتو له پاره چې د مادورو د نیول کیدو سبب شي جایزه دوه برابره او ۵۰ میلیونه ډالرو ته رسولې ده.
د امریکا متحده ایالاتو قضایي نظام د ونزویلا ولسمشر د مخدره موادو په نړیوال قاچاق کې په لاس درلودلو تورنوي.
مادورو غواړي لا زیات ملیشه جذب کړي
مادرو په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې غواړي لا زیات ملیشه جذب کړي. د هغه په خپله وینا د ونزویلا ملیشه اوسمهال شاوخوا ۴،۵ میلیونه غړي لري.
په دغو ملیشه و کې د پوځ ریزف ځواکونه، د واکمن سوسیالیست ګوند غړي، د دولتي شرکتونو کارکوونکي او متقاعدين شامل دي. خو سره له دې د امنیتي چارو کارپوهان د دغو ځواکونو واقعي جنګي وړتیا ته د شک په سترګه ګوري.
مادورو د ۲۰۲۴م کال د جولای په شخړیزو ولسمشریزو ټاکنو کې یو وار بیا د ونزویلا د ولسمشر په توکه وټاکل شو؛ هغه انتخابات چې مخالفین او خپلواکو بنسټونو یې تر پوښتنې لاندې راوستلو له پاره معتبره شواهد وړاندې کړي دي.
امریکا متحده ایالاتو، اروپايي اتحادیې او د لاتین امریکا یو شمیر هیوادونو د مادورو رقیب ادموندو ګونزالس، چې اوسمهال په هسپانیا کې په تبعید کې ژوند تیروي، د ونزویلا د قانوني ولسمشر په توګه په رسمیت پيژندلی دی.
د وینزیویلا پر ولسمشر د بی پیلوټه الوتکې د برید ویډیو
This browser does not support the video element.