1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: اکثريت آلمانان پر ناټو د روسيې له بريده بېره لري

احمد ولي اڅکزی / د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۲۳, یکشنبه

د یوې نوې څېړنې له مخې، د پولنډ فضایي حریم کې د روسیې د ډرونونو تر سرغړونو وروسته د آلمانانو اکثریت اندېښنه لري چې روسیه کېدای شي د ناټو پر کوم غړي هېواد برید وکړي.

سپينې جامې په تن پولنډی چارواکی په کښت کې لوېدلي روسۍ بې پلوټه الوتکې معاينه کوي
د روسيې يو شمېر ډرونونه پولنډ ته اوښتي ولانځور: Anita Walczewska/Eastnews/IMAGO

د آلمان د «بلډ» ورځپاڼې لپاره د (Insa) په نوم انستیتیوت له خوا يوه نظر پوښتنه ترسره شوې ده. د دغې نظر پوښتنې له مخې له پوښتل شوو ۱۰۰۲ کسانو څخه ۶۲ سلنه یې ویلي چې دوی بېریږي چې پر ناټو هېوادونو لکه پولنډ یا لیتوانیا به د روسیې لخوا برید وشي. دا په داسې حال کې چې له پوښتل شوو څخه  ۲۸ سلنه ويلي چې وېره نه لري او ۱۰ سلنې ويلي چې ډاډه نه دي.

دا اندېښنه وروسته له هغې ډېره شوې چې تېره اوونۍ د روسیې لخوا د اوکراین پر ضد د يو برید پر مهال ګڼ شمېر بې پلوټه الوتکې د پولنډ او په دې توګه د ناټو فضایي حریم ته داخلې شوې وې. د پولنډ هوايي ځواک چې د نورو ناټو ځواکونو لخوا یې ملاتړ کېده، د لومړي ځل لپاره څو ډرونونه راوغورځول.

د آلمانيانو اکثریت د روسیې پر ضد د سختو اقتصادي تدابیرو ملاتړي دي

په پوځي حلقو کې دا خبره ناشونې ګڼل کېږي چې ګنې د ډرونونو ننوتل به په تصادفي ډول ترسره شوي وي. لا هم روښانه نه ده چې د روسیې ډرونونه د ناټو پر خاوره د برید لپاره پروګرام شوي وو او که یوازې د یوې پارونې یا د ناټو د هوايي دفاع د ازمېښت د اقدام په توګه کارول شوي وو.

څېړنې همدارنګه ښودلې چې د آلمانيانو اکثریت د روسیې پر ضد د سختو اقتصادي تدابیرو ملاتړي دي. شاوخوا ۴۹ سلنه یې ویلي چې اروپايي اتحادیې ته د روسیې د ګازو او تېلو ټول صادرات باید سمدستي بند شي، په داسې حال کې چې ۳۳ سلنه د دوام غوښتونکي دي، ۱۱ سلنه پرې بې‌ باوره دي او ۷ سلنه یې وايي دا موضوع مهمه نه ده.

د دې تر څنګ د نظر پوښتنې ۵۱ سلنه ګډونوالو ویلي چې په اروپايي اتحادیه کې کنګل شوي د روسیې شتمنۍ باید د اوکراین د ملاتړ لپاره وکارول شي، په داسې حال کې چې ۲۹ سلنه یې مخالفت ښودلی او ۲۰ سلنه پرې بې‌ باوره دي یا یې په هکله هېڅ نظر نه لري.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب