1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملالۍ وردګ: د افغان ښځو ژوند تور تم سوی دی

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ دی ۲۲, پنجشنبه

یوه قاضۍ، چي ۹ کاله يې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په محکمه کي دنده درلوده، اوس په المان کي د خپلو هغو همکارانو او نورو ښځو په اړه اندېښمنه ده، چي لاهم په افغانستان کي پاته دي.

Malalai Wardak
انځور: Parwaneh Alizadah/DW

یوه سړه ورځ، چي د اسمان مخ وریځو پوښلی دی، په کولن ښار کي له یوې داسي مېرمني سره مخامخ سوم، چي ډېر کلونه يې د افغانستان په قضايي برخه کي کار کړی دی. دا د افغانستان په مخکني دولت کي یوه هغه قاضۍ وه چي په افغانستان کي د طالبانو له راتګ سره سم يې د نورو سلهاوو قاضیانو، مدافع وکیلانو او نورو روڼ اندو غوندي هیواد پرېښودولو ته اړه سوه.

ملالۍ وردک، چي کوچنی زوی يې په غېږ کي دی، د افغانستان په قضايي څانګه کي د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي په محکمه کي د خپل نهه کلن کار ي ژوند کیسه کوي.

اړوند: کندهارۍ میرمنې: نور جنګ د څه له پاره؟

ملالۍ وردک د هغي ورځي کیسه کوي، چي طالبان کابل ته ننوتل: «هغه وخت چي طالبان کابل ته راغلل، دومره سخته وه چي زه يې نه سم بیانولای، مطلق یوه ناهیلي او یوه نابلده بېچارګي پېښه سوه. هغه داسي ورځ وه چي د ټولو افغان ښځو او نجونو د هیلو دېوالونه ونړېدل.»

افغانستان، کابل، یوشمېر ښځي د لاریون پرمهال انځور: AFP

ملالۍ زیاتوي: «طالبان چي مطلق کابل ته داخل سول، موږ اړ سوو چي کورته ولاړ سوو، له هغې وروسته بیا کارته نه یو تللي، پر کور کښېنستلو او په کور کي پاته سولو.»

له دوو میاشتو وروسته ملالۍ او مېړه يې دوهم هیواد ته ولاړل، بالاخره تر لسو میاشتو انتظار وروسته يې د المان ویزه واخیستله او دغه هیواد ته را ولېږدل سول.

دا اوس کولن ښار ته نژدې په یو کوچني کور کي اوسي، د ملالۍ مېړه، چي انګلیسي او فرانسوي دواړي ژبي يې زده دي وایی، دغه کور يې د کابل له کور سره د پرتلې وړ نه دی او هلته يې ډېر امکانات درلودل. 

اړوند: البانيا ته رسيدلې افغان ميرمنې په افغانستان کې د پاتې ښځو د حقونو غوښتنه کوي

ملالۍ او مېړه يې له دې سره چي آلمان ته په راتګ خوشحاله دي، خو د کډوالۍ له ستونزو سرټکوي. هغوی وايي، په دې وروستیو کي يې کوچنی زوی د کور د نامناسبوالي له امله سکاروی «سینه او بغل» سوی چي دې موضوع دوی ډېر اندېښمن کړي دي.

افغان میرمني په چادریو کيانځور: DANIEL LEAL/AFP

له هغه وروسته چي په افغانستان کي طالبان د واک پر ګدۍ کښېنستل، وروسره سم يې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار هم بندیزونه ولګول.

اوس ښځي تقریباً د ژوند په ټولو چارو کي تر شا کړل سوي دي. هغه ښځي او نجوني، چي په افغانستان کي اوسي خپل راتلونکي ته ډېري فکر وړي دي، همدا سبب دی چي ځیني وخت په سوله ایز ډول خپل ږغ پورته کوي.

د ملالۍ په خبره نړيواله ټولنه باید طالبان په رسمیت ونه پېژني: «افغان مېرمڼي له نړيوالي ټولني غواړي، چي پر طالبانو فشارونه ډېر کړي، ترڅو وضع کړي محدودیتونه بیرته لغوه کړي.»  

اړوند: کاناډا د افغان ښځینه قاضيانو په ګډون ۲۳۰ افغانانو ته پناه ورکوي

دغه افغانه قاضۍ، له دې سره، چي په امنیت کي ژوند کوي، خو ډېره پرېشانه ده: «دلته هم زموږ راتلونکی ناڅرګند دی. نه پوهیږم چي خپل مسلک ته به دوام ورکړمه او کنه؟ خو دومره پوهېږم چي باید ټولي چاري له صفره راشروع کړمه، د دې کار له پاره باید زه اول جرمني ژبه زده کړمه.»

په جرمني کي د ژبي زده کړه ټولني ته د ننوتلو او بریالیتوب کیلي ده، خو هغه کسان چي په لوړ عمر کي جرمني ته راځي، دا خبره هم ورته ډېره ساده نه ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم ډېري قاضیانو او مدافع وکیلانو له افغانستان څخه پښې سپکي کړې، خو یو زیات شمېر لا په افغانستان کي پاته دي. ملالۍ وردک وايي: «زه چي له خپلو همکارانو سره تماس نیسم، هغوی د خپل ځان او کورنۍ ر اتلونکي ته ډېر خواشیني دي او تر اوسه د طالبانو له ګواښونو سره مخامخ دي.»

د دې په خبره، هغوی نه یوازي د طالبانو له خوا بلکي د هغو مخکنیو بندیانو له خوا هم له ګواښ سره مخامخ دي چي طالبانو د ښارونو تر نیولو وروسته له محبسونو څخه خوشي کړل.

یونیم کال کيږي چي طالبانو پر افغانستا ولکه ټینګه کړې ده. اوس په دغه هیواد کي داسي هیڅ بنسټ نه سته، چي د ښځو پر وړاندي د تاو تریخوالي پر ضد ږغ پورته کړي.

افغانستان، کابل، یوشمېر ښځي د لاریون پرمهال انځور: AFP


په افغانستان کي د طالبانو له واکمنۍ څخه ترمخه د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي پر ضد د ږغ پورته کولو  یوشمېر محکمې فعالې وي، خو بیابه هم په کورنیو کي زیاتي ښځي له تاوتریخوالي څخه کړېدلې، محکمو او مدافع وکیلانو ته به يې بشپړ لاسری نه درلود، خو اوس فعالان وايي چي حالات نور ترینګلی سوي دي.

د ښځو د حقونو پلویان او فعالان د طالبانو تر ولکې لاندي قانوني څانګو ته د ښځو نه لاسرسي، د ښځو او نجونو بشري حقونو څخه سرغړونو ډېر اندېښمن کړي دي او هغوی وایی: «اوس افغان ښځي خپل ژوند تور تم او بې موخي ګڼي.»

ملالۍ وردک هیله لري، چي تر هرڅه لومړی جرمني ژبه زده کړي او په ټولنه کي فعاله ونډه واخلي، هغه غواړي چي تل د افغان ښځو سره د نابرابرۍ او تاوتریخوالي پر ضد ملاتړې پاته سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب