ډبلیو اف پي: خوارځواکۍ پر افغان مېرمنو «زورونکی» اغېز لرلی
۱۴۰۴ دی ۲۶, جمعه
د ملګرو ملتونو سازمان اړوند موسسات له ۲۰۲۱م کال راهيسي چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي دي، د خوراکي موادو ډېری اکمالات افغانستان ته کوي.
په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې نړېوالې مالي مرستې کمې شوي، په بهر کې د طالبانو اداره د هغوی د سختو سیاستونو له کبله، په تېره د ښځو د حقونوپه تړاو له نیوکو سره مخ ده. طالبانو په ډېرو مسلکي برخو کې ښځې له کار کولو منع او نجونو ته یوازې تر ۱۲ کلنۍ پورې ښوونځيو ته تلو اجازه ورکوي.
د افغانستان له پاره د خوړو نړېوال پروګرام مشر جان آیلیف د فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې د افغان کورنیو د سخت وضعیت په هکله اندېښنه ښودلې چې هغوی څرنګه د خپلې تغذيې له پاره په «زړه ماتوونکې» حالت سره مبارزه کوي.
په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به وضعیت څنګه وي؟
آیلیف وویل چې د افغانستان د څه باندې ۴۰ میلیونه نفوس څخه به «۵ میلیونه ښځې او نارینه په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د ډېرې سختې خوارځواکۍ تجربه ولري؛ د خوارځواکۍ هغه بڼه چې ژوند ګواښوونکې ده.»
نور ولولۍ: یونیسف وايي افغانستان کې ۱۲ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري
هغه زیاته کړه: «د دغه هېواد [افغانستان] نژدې څلور میلیونه ماشومان به د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري، چې دا یو حیرانوونکی رقم دی.»
د بودجې قطع کول به څه اغیزې ولري؟
آيليف په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو پریمانه مرستو ته په کتو وویل: «زه فکر کوم موږ د نړېوالې ټولنې په توګه خلک په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان چې موږ ېې د حفاظت له پاره ژمن یو، پرېښی او ناهيلي کړي دي.»
هغه وویل چې تر یادو کلونو وروسته پر «افغانستان باندې مرستې قطع، قطع او بيا هم قطع شوي دي.» په وینا ېې ۶۰۰ میلیون ډالرو بودیجه چې د ۲۰۲۴ کال له پاره د خوړو نړېوال پروګرام ته په نظر کې نیول شوې وه، تېرکال نیمه شوه.
نور ولولۍ: په میلیونونو افغانان د شدید فقر او لوږې له بحران سره مخ دي
د افغانستان له پاره د یاد پروګرام مشر اندېښنه وښوده او ويې ویل «که موږ په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه ونشو کړای، هغوی به خپل ژوند له لاسه ورکړي. څرنګه چې د دغې ناروغۍ د درملنې کلینیکونه د تړل کېدو په حال کې دي.»
هغه زیاته کړه: «دا زړه ماتوونکې ده کله چې افغان مېندې خپل ماشومان ممکن تر څلور پنځو ساعتونو مزل وروسته تر کلینک رارسوي او بیا هلته د ډبليو اف پی له خوا ورته ویل کيږي چې د هغوی د ماشوم د درملنې له پاره نور پیسې نه لري.»
دغه وضعیت د ښځو له پاره څه عواقب لري؟
جان آیلیف وویل: «زموږ له پاره یوه حېرانونکې پدېده په تېره په ۲۰۲۵ کال کې د مېندواور مېرمنو او د هغو مېرمنو چې ماشوم ته شېدي ورکوي د شمېر ډېروالی و چې [په عین حال کې] په خوارځواکۍ هم اخته وې.»
نور ولولۍ: ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لوږې بحران زیاتیدو خبرداری ورکړی
د هغه په خبره دغو ښځو غذايي مرستې نه دي ترلاسه کړي څرنګه چې باید ورسره وشي: «دغه ښځې همدارنګه د خپلې روغتیا له پاره لازم خواړه خپلو ماشومانو ته ورکوي، چې اکثریت ېې نه پوهيږي له دغه وضعیت سره څنګه مقابله وکړي.»
آیلیف وویل: «په هغو ساحو کې چې موږ د ډبلیو اف پی په توګه مرستې ودرولې، ومو لېدل چې نجونې خرڅې او له وخت مخکې واده شوې، ځکه چې کورنیو ېې د هغوی د تغذیه توان نه درلود. موږ لیدل چې ماشومان له ښوونځيو ايستل کېدل او کار ته استول کېدل.»
هغه زیاته کړه چې ډبلیو اف پي، همدارنګه د افغانستان له مختلفو سیمو، مخ پر زیاتېدونکي توګه بېړنۍ ټيلفوني اړيکې ترلاسه کوي. په وینا ېې دغه اړيکې چې د خورا ناهیلې شوو میرمنو له خوا نیول کيږي پکې د ښځو د ځان وژنې په هکله پيښي هم شاملې دي.» هغه وویل چې دغه وضعیت «ډېر ټکان ورکوونکی دی.»
نور ولولۍ: ملګري ملتونه د افغانستان او ایران پر پوله خپل فعاليتونه په محدوده توګه بیا پيلوي