د جوزجان ولايت د طالبانو د پوليسو مشر دادالله سراج خبريالانو ته وويل چې دغه کس د دوشنبې په ورځ ناوخته په دغه ولايت کې نيول شوی دی.
نوموړي وويل: «موږ تر اوسه لا پلټني بشپړې کړي نه دي او هيله لرو چې لږ وروسته به د دې قضيې د جزياتو په اړه ډېر معلومات ولرو.»
په جوزجان کې د پوليسو يوه بل چارواکي محمد سردار مبارز د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې تورن کس به بې وزله ښځې په نخښه کولې او ژمنه به یې ورسره کوله چې د هغوی د ژوند وضعيت به ښه کړي.
هغوی به په دې پلمه چې يو شتمن سړي ته یې ودوي، بل ولايت ته انتقاليدلې او بيا به هلته پلورل کیدلې.
پر نيول شوي کس تور دی چې له دې لارې یې څه نا څه ۱۳۰ ښځې پلورلي دي. دا ډول جنایتونه، خيش خوري او فساد په افغانستان کې نوي نه دي، خو مخ پر ډيريدونکي بې وزلي د طالبانو د حکومت د مشروعيت ادعا کمزورې کوي.
له هغه وخت راهيسي چې طالبان واک ته رسېدلي دي، دغه ډله هڅه کوي چې په سترو ښارونو کې د جنايي جرمونو لکه غلاو او تښتونې مخه ونيسي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له خوا د سه شنبې په ورځ ويل شوي چې ۶۰ کسان چې د پاسپورت رياست کارکوونکي هم پکې شامل دي، نيول شوي دي. د پاسپورت رياست کارکوونکي د پاسپورت د اخیستو له پاره په اسنادو کې د لاس وهنې په تور نيول شوي دي.
وزارت ويلي دي چې په کابل کې یې د پاسپورت ويش په موقتي توګه بند کړی دی.
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه:
ښځې او نجونې، د اقلیم د بدلون قربانيانې
د اقليم د بدلون له کبله تر ټولو زيات ښځې او نجونې کړیږي. د يوې څيړنې له مخې د سرچينو کموالی او طبعیې ناورینونه د لا ډير کورنې تاو تريخوالې، په ماشومتوب کې د ودونو، جنسې حملو او د انساني قاچاق لامل شوي دي. انځور: Getty Images/AFP/I. Sanogo د مخ په ډيريدونکي وچکالۍ، قحطۍ او د ځنګلونو د وهلو له امله ځنګلي سيمې کوچنۍ او مخ پر کمیدو دي. تر ټولو زیات له دې څخه په بې وزله اغیزمنو شوو هیوادونو کې ښځې باید پر اوږدو لارو سفرونه وکړي، څو د پخلي له پاره لرګي ومومي. له دې سره پر هغوی د جنسي تیري د مخامخ کیدو خطر زیاتیږي. د طبعيت د ساتلو نړیوال اتحاد په یوه څیړنه کې دې پایلو ته رسیدلی دی.
انځور: Getty Images/AFP/I. Sanogo له طبعي ناورينونو وروسته په کم عمرۍ کې ډير ودونه د دغه څيړنې ليکوالانو له ۱۰۰۰ څخه ډيرې پيښې څيړلي او ارزولي دي. څیړنو دا په ډاګه کړې ده چې د قحطۍ او سیلابونو وروسته په کم عمرۍ کې د ودونو شمير هم لوړ شوی دی. د خوراکي موادو د کمیدو په ترڅ کې ډيرې کورنۍ کوښښ کوي په کم عمرۍ کي خپلې لوڼه واده کړي، یا د څارویو په بدل کې او یا هم داسې څو یوه لږو کسانو ته خواړه برابر کړي.
انځور: picture-alliance/AP/A. Solanki په هغو ځایونو کې چې ښځې په زراعتي کارونو بوختي وي د اقلیمي بحران له کبله يې د حاصلاتو د کمیدو يا هيڅ نه تر لاسه کیدو په صورت کې ټولنيز او کورنی اعتبار يې کميږي. له دې کبله ډير کله ښځې آن په خپلو کورنيو کې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ کيږې. د کارپوهانو په وینا د ښځو د عايد سرچينو متنوع کول تر ټولو مهمه وسيله ده څو هغوی له تاوتریخوالي وژغوري.
انځور: DW ډير نارينه خپل هيوادونه د اقليم د بدلون او بې روزګارۍ له کبله پريږدي. هغه ميرمنې چې پاتي کيږې بايد يوازي د اقلیم د بدلون د عواقبو پر وړاندې مقابله وکړي.
انځور: Noel Rojo د خلکو د رول او اهمیت په اړه کلیشه يې تصورات د دې سبب شوي د طبیعي ناورینونو په ترڅ کې د نارینه وو په پرتله د ښځو د مړینې کچه لوړه ده. دا غالبا د ښځو دنده ده چې په کورونو کې د زړو او ماشومانو پالنه وکړي. په دې ترتیب هغوی په کورونو کې وي او زیاتره مهال د توپانونو او سیلابونو قرباني ګرځي.
انځور: Getty Images/AFP/M. uz Zaman له طبعیي ناورينونو وروسته هم تر ټولو زيات نجونې او ښځې زیانمنیږي، د بيلګي په توګه د مهاجرو په کمپونو کې د دوي له پاره خوندي خونې نه وي او حمام يا تشناب ته د لارې په اوږدو کې ډير کله د نارينه و له خوا د جنسي تيري له خطر سره مخامخ وي.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Adeli هغه ښځې چې د چاپيريال ساتني له پاره هلې ځلې کوي، په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ دي. د طبعيت د ساتلو نړیوال اتحاد څيړني ښيې چې دوی د جنسي تیري له پاره په قصدي توګه په نښه کیږې څو په ټولنه کي يې حيثيت زيانمن کړي او د نورو ميرمنو مخه ونيسې.
انځور: DW/K. Döhne