1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر منظور پښتین د غدارۍ تورونه؛ پولیس یې تحقیقات کوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آبان ۳, سه‌شنبه

د لاهور پوليسو د منظور پښتين پر وړاندې د پوځ ضد څرګندونو او غدارۍ په تور دوسيه پرانیستې ده او ويلې يې چې دا موضوع به وڅیړي. خو مظور پښتین ویلي، چې هیڅکله به د خپل قوم لپاره د حق له چیغې او د عدالت غوښتنې پر شا نه شي.

Pakistan | Manzoor Pashteen
انځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

د دوشنبې په ورځ د ( ۲۰۲۲ اکتوبر ۲۴) د نعيم مرزا په نوم د لاهور يوه اوسيدونکي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر ضد د لاهور د پولیسو په يوه مرکز کې شکايت درج کړی دی.

د انډیپېنډېنټ اردو رسنۍ په حواله  شکايت کوونکي ويلي دي چې منظور پښتين د لاهور په یوه هوټل کې د عاصمه جهانګیر په کنفرانس د وينا پر وخت «د پوځ پر جنرالانو او قوماندانانو بې له جوازه نيوکې وکړې.»

اړوند مطلب: «د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نيول شوی دی»

د انډیپېنډېنټ اردو رسنۍ د لاهور پولیسو د تحقیقاتي مشر حسنین حیدر له قوله ویلي، چې منظور پښتین به د څرګندونو لپاره د پولیسو مرکز ته ور وغوښتل شي او که پرې لګیدلي تورنه ثابت شي نو هغه به ونیول شي.

هغه زیاته کړي: «که چیرې د تحقیقاتو په ترڅ کې منظور پښتین مجرم وپیژندل شي او مونږ ته معلومه شوه، چې منظور پښتین په هغه څه چې په (ایف آی آر) عریضه کې ذکر شوي دي، مجرم وپيژندل شي نو د هغه په ​​نیولو سره به د قانون له مخې ورسره چلند وشي.»

منظور پښتین د سوات جلسې ته د وینا پر مهالانځور: Gilaman Wazir

پر منظور پښتین د لاهور پولیسو په مرکز کې له مقدمې وروسته هغه د غبرګون په توګه په خپلو څرګندونو کې ویلې دي، چې «پي ټي ایم د محکومو او مظلمو پښتنو د حق لپاره مبارزه کړې او لا به هم دوام ورکوي»

اړوند مطلب: ولسمشر غني د منظور پښتین په نیولو خواشیني ښوولې

نوموړي زياته کړې: «په دې لار کې د تحریک ملګرو د شهادتونو نه راوخله تر جیلونو، بریدونو او بندیزونو پورې هر څه په ځان تیر کړی دی. خو د مبارزې نه پر شا شوي نه دي او نه به پر شا شي. »

پر منظور پښتين د پولیسو په مرکز کې د مقدمې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د پلویانو د سختو انتقادونو ترڅنګ په پاکستان کې یو شمېر ملتپالو پښتنو مشرانو هم نیوکې کړې دي.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر ایمیل ولي خان د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي، چې له منظور پښتین سره په پاکستان کې ترسره کیدونکی چلند دوه ګونی دی: «کومه رویه چې د منظور، علي وزير سره ساتل کيږي، ايا دغه د نيازي [عمران خان]، فواد چودري، عمران رياض او نورو سره هم ده؟»

اړوند مطلب: منظور پښتین: که نیول شوي کسان آزاد نه شي، په ټوله نړۍ کې به احتجاج کوو

د پاکستان د پارلمان غړي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ هم د ټویټر په یوه پیغام کې په منظور پښتین د مقدمې درج کول د شرم وړ کار بللی دی: «دغه د خندا وړ اف آې آر دې بېرته واخیستل شي.»

منظور پښتین د عاصمه جهانګیر په کنفرانس کې د علي وزیر د بندی کیدو په اړه هم څرګندونې کړې وې او ویلې یې وو، چې هغه د یوه قرباني په توګه زندان کې اچول شوی خو د لسګونه کسانو په قتل تورن راو انور ازاد ګرځي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب