د بنګو له بوټي څخه ماريوانا، چرس، ګراس، پوټ او د ډوپ په نامه نشه يي توکي جوړيږي. دا مواد څښل کيږي، خوړل کيږي، څکول کيږي او يا بوی کيږي. ډير خلک په ځانګړي توګه ځوانان چرس د ساتيرۍ له پاره کاروي خو ډېر ډاکتران یې په ځانګړي طبي حالت او د علايمو درلودو پر وخت د کارولو لارښوونه کوي.
د عيش له پاره
د خوند او عيش له پاره ډير خلک د «پوټ» په نوم نشه يي مواد کاروي. په دې کې موجود د ټي ايچ سي په نامه مواد د مغزو هغه برخه فعالوي چې د خوړو، خوښۍ او جنسي اړيکو سره تړاو لري.
د دې موادو په کارولو سره بدن د ډوپامين په نوم کيمياوي مواد خارجوي چې د هوساينې احساس رامنځته کوي. که سړی چرس وڅکي نو د ټي ايچ سي موادو په وينه کې تر شاملیدو وروسته په څو ثانيو يا دقيقو کې نشه کيږي. دا د عيش او خوښۍ حالت په نيم ساعت کې خپل اوج ته رسيږي او تاثير له يوه تر دريو ساعتو پورې پاتيږي. که څوک پوټ کاروي نو ښايي څو ساعته نشه واوسي.
مغز ته د زيان رسیدو خطر
د ماريوانا د کارولو تجربه په هر چا ښه نه تيريږي. دا سړی په ويره او تشويش اخته کولی شي. د پوټ کارول د ژور خفګان خطر زياتوي او که سړی لا دمخه په کومه رواني ناروغۍ اخته وي نو د دې کارول یې وضعيت لا پسې خرابولی شي.
ساينس پوهان تر اوسه د دې د اصلي علت په اړه ډېر معلومات نه لري. کارپوهان وایي چې د چرسو ډېر مقدار سړی د ويرې په ناروغۍ اخته کولی شي او په دې توګه سړی د حقيقي ژوندانه څخه جلا کيږي.
د فکر کولو د وړتيا زيانمنېدل
د چرسو کارول د پريکړې پر وړتيا او حس اغيز کولی شي. د دې په کارولو سره ښايي د انسان ديد زيات شي يعني کولی شي رنګونه نور شوخ يا تيره وويني او غږونه هم لوړ واوري خو سړی د وخت په اړه حس له لاسه ورکولی شي. پر دې سربيره په سملاسي توګه د پريکړې کولو وړتيا هم ښايي اغیزمنه شي معنا دا چې د نشې په حالت کې د موټر چلول ډېر خطرناک تمامیږي.
د معتاد کيدو خطر
د کارپوهانو په حواله له هرو لسو څخه یو تن په چرسو معتادیدلی شي. يعني سړی هغه حالت ته رسیدلی شي چې که ژوند، اړيکي، کار، روغتيا او ټوله شتمني له منځه هم ځي خو هغه نه شي کولی له دې نشې لاس پر سر شي. د کارپوهانو په حواله څوک چې په کم سن کې په چرسو پيل وکړي د هغوی د معتاد کيدو خطر ډېر لوړ وي.
د تمرکز وړتيا له منځه تلل
د چرسو کارول د انسان د تمرکز قوه له منځه وړلی شي یعني سړی پر يوه شي بشپړ تمرکز نه شي کولی. له همدې وجې د زده کړې او د ياد ساتلو وړتيا اغیزمنيدلی شي. د کارپوهانو په حواله دا په دې پورې اړه لري چې سړی دغه نشه يي توکی په څومره مقدار کې کاروي او دا چې په کوم سن کې یې په لوړ مقدار کې د دې په کارول پيل کړی دی.
چرسي امريکايي ښځينه «راهبانې»
د هند او برصغير په هيوادونو کي د چرس څکوونکو زيات شمېر ملنګانو انځورونه ښايي زياتو خلکو ليدلي وي. خو اوس په امريکا کي د ښځينه «راهبانو» انځورونو په نړيواله توګه توجه ځان ته جلب کړې. په اړه يې انځوريز راپور دلته وګورئ: انځور: Reuters/L. Nicholson د ځان او خريدارانو له پاره د امريکا د متحده ايالاتو د کاليفورنيا سنټرل وېلي نومي ځای د ميوو د کرهڼي له پاره ډېر مشهور دی. خو دغه ځای په تيرو نژدې وختونو کي د داسي ښځينه راهبانو له کبله هم مشهوره سوی، چي د بنګو بوټی کري. هغوی له دغو بوټو کانابيس يا چرس جوړوي، د ځان لړ خريدارانو له پاره.
انځور: Reuters/L. Nicholson د کاليفورنيا دغه دوې ښځينه راهبانې د کاتوليکي کلېسا سره هيڅ اړيکي نه لري. دغه راهبانې وايي: «موږ د دين پر ضد يو او له همدې کبله موږ هيڅ دين نه لرو. موږ د عيسوي دين څخه پر تر مخه د وخت لمانځنې کوو.»
انځور: Reuters/L.Nicholson د دې څخه تر مخه چي کېټ (انځور) يوه چرسي راهبه سي، هغې د «والسټريټ قبضه کړئ» په څېر غورځنګونو غړې وه. کېټ او د هغې خور د ياد غورځنګ له پاره د احتجاجونو پر وخت د راهبانو جامې په اغوستې چي له کبله يې هغوی ته د «قبضه وکړئ راهبانې» خطاب کېدی.
انځور: Reuters/L. Nicholson د کاليفورنيا دغه راهبانې وايي چي د بنګو د بوټو بېل اقسام په خپله ساتي او پالي يې.
انځور: Reuters/L. Nicholson د دغو ښځو په خبره دوی زيات وخت کارونه په لاس کوي او په وينا يې د بوټو په چاڼ کي زيات احتياط کوي.
انځور: Reuters/L. Nicholson کېټ په خپله د بنګو د بوټو په تړاو زیات معلومات لري او دغه معلومات د خپلو همکارانو سره شريکوي او هغوی ته ښوونه کوي.
انځور: Reuters/L. Nicholson د کېټ او د هغې د همکارانو يخچال هميشه د بيلو بنګو بوټو له حاصل څخه ډک وي.
انځور: Reuters/L. Nicholson سيسټر فريا د بنګو څخه يو ډول خاص مايع جوړوي. د هغې په وينا دغه مايع درد ختموي او د زخم په ژر رغېدلو کي کومک کوي. د راهبانو په وينا هغوی له بنګو او چرسو څخه طبي مصنوعات جوړوي البته پکښي نشيي مواد ډېر کم وي.
انځور: Reuters/L. Nicholson دغې مېرمني چي ځان ته د «سيسټرز آف د وېلي» يا د « د درې ښځينه راهبانې» خطاب کوي، په ۲۰۱۵ کال يې له بنګو او چرسو څخه د طبي او ښکلا د مصنوعاتو په جوړولو لاس پوري کړ. د کېټ په وينا هغوی په ۲۰۱۶ کال کي د ۷۵۰ زرو ډالرو په ارزښت خپل جوړ سوي د چرسو او بنګو مصنوعات جوړ کړي دي.
انځور: Reuters/L. Nicholson د کاليفورنيا تر څنګ د امريکا په متحده ايالاتو کي تر شلو زيات نور ايالتونه سته چيري چي د طبي اړتياؤ له پاره د بنګو او چرسو استعمال او د صنعت اجازه سته. کېټ وايي چي له کاتوليکانو څخه بعضي له «کرکي ډک» تليفونه سوي، خو نو په ټولنه کي د ننه د دوی په وړاندي مشکل نسته.
انځور: Reuters/L. Nicholson د دونلد ترمپ حکومت وايي چي د کانابيس يا بنګو او چرسو د اجازې پر ضد دی. خو د کاليفورنيا بنګ بوټي کرونکي راهباني وايي چي د حکومت دغه دريځ دوی دې ته هڅوي چي لا خپل کار ته پراختيا ورکړي.
انځور: Reuters/L. Nicholson راهبه کېټ وايي: «ټرمپ پر موږ سور اور جوړ کړی دی... موږ به بل هيواد ته ولاړ سو. ټرمپ ته زموږ جواب کاناډا دی.» کېټ او د هغې ملګري د بنګو او چرسو خپل مصنوعات د انټرنټ له لاري پلوري. (راپور: نادين برګاوين)
انځور: Reuters/L. Nicholson