په ترکیې کې د یوې ۶ کلنې نجلۍ د اجباري واده په هکله چې ۲۰ کاله مخکې ترسره سوی وو، محاکمه پيل سوې ده. دغه محاکمه په استانبول کې د ډیرو رسنیو د پاملرني په ترڅ کې پیل سوه. متهم کسان د نجلۍ پخوانی خاوند او د هغې مور او پلار دي.
لکه څنگه چې د «هریت» په نامه ترکي ژبې ورځپاڼی، په دغه دوسیه کې د لیکل سوو شکایتونو په استناد رپوټ ورکړی، دغه درې تنه د یوه ماشوم په ځوروني تورن سوي او ددغي ښځي پخوانی خاوند په جنسي تیري هم متهم سوی دی. دې ښځې د۲۰۲۰ کال په وروستیو کې خپل شکایت درج کړی وو.
څارنوال ددغې نجلۍ پلار چې د هیرانور د ټولنې چې په ترکیه کې تر ټولو بانفوذه اسلامی ټولنه ده، بڼسټ ایښودونکی دی، په دې تورن کړی چی خپله لور یې په ۲۰۰۴ م کال کې د اسلامي نکاح له لارې یوه ۲۹ کلن سړي ته ورکړې ده.
د طالبانو له خوا جبري ودونه؛ انفرادي قضیې که یوه عامه پديده؟
د څارنوالۍ په خبره، کله چې دغه نجلۍ د بلوغ سن ته ورسیده، بیا نو د هغوی واده، د نکاح په دفتر کې هم ثبت سو.
د «هریت» ورځپاڼی په حواله که ددغې ښځي ادعا ثابته سي، د هغې پخوانی خاوند په ۶۷ کاله زندان او والدین به یې په څه د پاسه ۲۲ کاله بندیگرت محکوم سي. تورن کسان دمګړۍ په تحقیقي بند کې دي.
د لندن یوه پوليس دوې لسیزي پر ښځو د جنسي تیري او ازار جرم منلی دی
د «بیرگون» د ورځپاڼی یو خبریال دغه پیښه له رسنیو سره شریکه کړه چې په ترکیه کې یې سخته غوصه راوپاروله. دغه قضیه په تیره بیا په ترکیه کې د اسلامي دستورونو د نفوذ په هکله سخت بحثونه راوپارول.
د «بیرگون» د ورځپاڼې د رپوټ له مخې، مخکې له دې په ۲۰۱۲ کال کې یو ډاکټر، دغی ناوړه شکمنې استفادې ته متوجه سوی وو او چارواکو ته یې خبر ورکړی وو، خو هیڅ ډول قانوني اقدام ترسره نه سو. څارنوال اوس د هغو چارواکو په وړاندې چې په هغه وخت کې یې پلټنې کولې، یو شکایت تنظیم کړی دی.
GP/BS/AG
په هندوستان کې درې طلاقه د قانون خلاف کار بلل شوی دی. په هر دين کې ځینې داسې دودونه موجود دي چې د دين دباندي يا دننه خلکو تر منځ د مختلفو شخړو سبب ګرځي او پر ضد يې غږونه پورته کيږي. بعضي داسي دودونه دلته وپېژنئ:
انځور: picture-alliance/dpa/W. Steinbergد هندوستان په مندو مت مذهب کې که د یوې ښځې میړه مړ شي، نو ښځه یې هم د میړه د جسد تر څنګ ژوندۍ سوځول کیږي. په وروستي ځل په ۱۹۸۹ م کال کې د هند د راجستهان ایالت په سیکار ولسوالۍ کې یوې کونډې پر دې دود(ستي) عمل کړی وو.
انځور: Narinder Nanu/AFP/Getty Imagesد ټول بدن د ویښتانو لیري کولو رسم ته «کیس لوچ» ویل کیږي. د جینیزم اختیارولو پیل له همدې شوی وو. په مذهبي توګه دا عمل د هرو ۲ تر ۴ میاشتو وروسته مکمل کیږي. جینیزم د تاوریخوالي نشتوالی دودوي. په دې مذهب کې داسې فکر کیږي چې په ویښتانو کې کوچني مخلوقات پيدا کیږي، او په ویښتانو کې په لاس وهلو سره هغه مړه کیږي. له دې امله باید له دې کار څخه لاس واخیستل شي.
انځور: Getty Images/AFP/I. Mukherjeeپه ځینو مذاهبو کې د ښځو د تناسلي آلې د یوې برخې پریکول یا ختنه دود دی. د منځني ختیځ او افریقا په یو شمیر هیوادونو کې د ښځو سنتول عام دي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Sobeckiپه اسلام کې هر سړی د درې ځله طلاق لفظ په ویلو سره له خپلې میرمنې څخه په بشپړ ډول ځان جلا کولی شي. البته په دې کې ديني عالمان متفاوت نظرونه لري، چې په کوم حالت او شکل کې د طلاق لفظ ویل شوی دی.
انځور: DWپه سویل آسیا او افریقا هیوادونو کې د مذهبي اصولو پر بنسټ په کم عمر کې ودونه دود دي. د دې دود له مخې کم عمره نجونې ودیږي. اوس هم په هندوستان کې دا ډول بی شمیره ودونه ترسره کیږي.
انځور: Getty Images/A. Joyceد کم عمره هلکانو ختنه یا سنتول په اسلامي او یهودي ټولنو کې دود دی. د مصر په لرغوني غارونو کې موندل شوو رسمامیو کې هم د ختنې انځورونه لیدل کیږي. د افریقا په ځېنې هیوادونو کې یو شمیر عیسوي فرقو کې هم د ختنې دود موجود دی. د روغتیا نړیوال سازمان په حواله په نړۍ کې ۳۰ سلنه نارينه سنت شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Berry