د يوول په نامه د جواهراتو د جوړولو شرکت بڼسټ ايښودونکي، اسحق لوي په دې اړه ويلي چي دغه ماسک په عين حال کي چي حفاظتي نقش لوبوي، يو هنري اثر هم شميرل کيږي.
کرونایي شرایط، ماسکونه او مصروفیتونه
په دې انځوریز رپوټ کې د کرونا ویروس له امله د لګولو شویو بندیزونو پر مهال د ماسکونو کارونه او په دغو محدودیتونو کې تر نرمۍ راوستل کیدو ورسته وضعیت انځور شوی دی.
۲- کب نیونه د کرونا د بندیزونو پر مهال یو سالم مصروفیت دی
یو شمیر سرګرمیانې او سالم مصروفیتونه لکه کب نیونه د کرونا د دور له پاره مناسب ګڼل کیږي، ځکه د کب نیونې پر مهال هم حتی په غیر کرونایي شرایطو کې تاسې باید له هغه کس څخه لازمه فاصله ونیسئ چې له تاسې سره یوځای ماهیګري کوي. د اوبو آرامتیا او ښایسته منظر هغه وخت لا په زړه پورې کیږي چې کب ستاسې په جال او یا کنډه کې ونښلي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius
۳- د میلان په فضاء کې سور، سپين او سره رنګونه
په ایټالیا کې د جمهوریت ورځې په مناسبت او همدرانګه د کرونا ویروس قربانیانو ته د درناوي مراتبو د وړاندې کولو په موخه ۹ الوتکو د ایټالیا د شمال د څو ښارونو پر فضاء الوتنه وکړه او د یوه نمایش په ترځ کې یې د میلان، ترنتو، کدګونو، تورين او آستا د ښارونو فضاء د دغه هیواد د بیرغ پر رنګ رنګینه کړه.
انځور: Reuters/F. Lo Scalzo
۴- وریجې د پلاستیکي کثافاتو له خوند او بوی سره؟
په داسې حال کې چې پلاستیکي کثافات په یوې لوې نړیوالې معضلې بدل شوی او د چاپیریال ساتنې فرهنګ هم لازم پرمختګ نه دی کړی په دې ورځو کې په ایران کې د شولی په کروندو کې د پلاستیکي کثافاتو جلا کول چندان جدي نه نیول کیږي.
انځور: Mizan
۵- د ماسک فیشن د ورځې مود
په برلین کې پلورنځیو او مغازو خپلو مشتریانو ته د ماسکونو تر ټولو نوي او شک ماډلونه وړاندې کړي دي. دا انځور د می میاشتې په ۲۲ نیټه اخیستل شوی دی.
انځور: Imago Images/S. Gudath
۶- امازون د کرونا په محاصره کې
امازون نور د طبعیت د خیرازۍ او پایدارۍ نښه نه ده. د می میاشتې په ۲۱ نیټه د کرونا د ویروس د قربانیانو یوه بله ډله هم د مانائوس په ځنګلي هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. تر دغې نیټې پورې د امازون سیمې ۱۰۵۰ تنو اوسیدونکو پر کووید-۱۹ د اخته کیدو په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عاج ساحل دیوالونه د رنګینو ګرافیتي انځورونو او نوښتونو له امله مشهور دي. د کرونا ویروس د خطرونو په اړه خبردارۍ او سپارښتنې د پلازمېنې ابیجان پر دیوالونو هم لیدل کیږي.