1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نايجر: د وسله وال بريد د قربانيانو شمير ۱۳۷ کسانو ته رسېدلی

۱۴۰۰ فروردین ۳, سه‌شنبه

له مالي هيواد سره نژدې د نايجر په سرحد کي وسله والو پر يو کلي بريد وکړ او «پر هر ښورېدونکي څيز» يې ډزي وکړې.

Symbolbild | Niger Islamistischer Terrorismus
انځور: Boureima Hama/Getty Images

د نايجر د يو وياند په وينا د دغه هيواد په سويل لوېديځ کي واقع کلي د وسله وال بريد د قربانيانو شمير ۱۳۷ ته جګ سوی دی. دغه بريد د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۲۲مه) سوی دی.

نايجر چي شاوخوا ۲۳ ميليونه نفوس لري پکښي يو شمير وسله والې ډلې فعالي دي. امنيتي حلقو ويلي دي چي د دوشنبې د ورځي بريد د داعش يا اسلامي دولت سره تړلي ځايي مليشې کړی دی. د نايجر حکومت له ښارونو څخه دباندي سيمي تر زياتي اندازې تر خپل کنټرول لاندي نه لري.

د حکومت وياند زکريا عبدالرحمان د هيواد په يو رسمي تلويزيون کي د اعلاميې خپرولو پر وخت وويل چي «د اوسېدنې پر سيمو په منظمه توګه د بريدونو په ترڅ کي د دې واري دغه وسله وال بدمعاشان په ظلم او بربريت کي يو بل قدم مخ پر وړاندي تللي دي.»

د حکومت د معلوماتو پر اساس په دغه بريد کي ۱۳۷ انسانان وژل سوي دي. د پيښي په لومړيو خبرونو کي د قربانيانو شمير۶۰ ښودل سوی وو.

د بريد پر وخت څه وسول؟

د يو ځايي چارواکي په وينا پر موټر سايکلونو سپرو وسله والو کسانو د مالي هيواد سرحد ته نژدې د انتازاين، بکورت او وسطانې پر کليو بريد وکړ او «پر هر هغه شي يې ډزي کولې چي ورته محرک ښکاريدی.»

حکومتي وياند ويلي دي: «حکومت د دغو خلکو دغه بربريت غندني. د دغو کسانو نه پر يو شي ايمان سته او نه هم پر قانون يقين لري.»

تر دغه بريد وروسته حکومت درې ورځنی ملي وير اعلان کړ. حکومت په خپله اعلاميه کي ويلي دي چي په سيمه کي به امنيت زيات کړي او په مجرمانه حرکاتو کي ښکيل کسان به عدالت ته راکش کړي.

د توندلارو په بريدونو کي زياتوالی

له هغه وروسته چي په دغه هيواد کي څو اونۍ تر مخه نوی ولسمشر ټاکل سوی دی، په ټول هيواد کي په وسله والو بريدونو کي زياتوالی راغلی دی. د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۱ کال د مارچ ۲۱مه) د دغه هيواد يوې محکمې تر سره سوي ټاکنې او پايلي يې تاييد کړې.

تېره اونۍ هم دغه هيواد د يو خونړي بريد شاهد وو او د بورکينا فاسو، مالي او نايجر ترمنځ سرحدي سيمه کي ۶۶ انسانان ووژل سول.

د روان ميلادي کال په جنوري مياشت کي د تيلاباري په مينګيز وسلوالي کي پر دوو کليو په وسله وال بريد کي لږ تر لږه ۱۰۰ انسانان وژل سوي ول.

دغه سيمه د جهادي ډلو مرکز بلل کيږي. د کارپوهانو په وينا د ترهګرۍ ضد اقداماتو له کبله په دغه سيمه کي امنيتي وضعه لا خرابه سوې ده، ځکه چي دغه اقدامات د قومي ملېشو د لا قوي کېدو لامل سوي دي.

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(07.08.2019):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب