د روغتيا د نړيوال سازمان او د متحده آيالاتو د روغتيايي ادارې سي دي سي د اټکلونو له مخې تېر کال تقريبا ۲۰۷ زره او ۵۰۰ تنه د شري د لاسه مړه شوي دي. په دې ترتيب د ۲۰۱۶ کال په پرتله د مړو شمېر پنځوس سلنه زيات شوی دی. دغه خبره د روغتيا د نړيوال سازمان او د متحده آيالاتو د روغتيايي ادارې په ګډ رپوټ کې راغلې ده. د روغتيا د نړيوال سازمان کارپوهه، ناتاشا کروکرافت وايي چې «دا د مړينې داسې پېښې وې چې مخه يې نيول کېدای شوه.»
د هغې په خبره په تېره افريقايي هېوادونه ډېر اغېزمن ول چې ټول ټال په ۲۰۱۹ کال کې د ابتلا ۸۷۰ زره پېښې ثبت شوې دي. دغه شمېر د ۱۹۹۶ کال راهيسې تر ټولو لوړ رقم دی.
تر کرونا زيات خطرناک د نړۍ ويروسونه وپېژنئ ـ انځوريز راپور
دمګړی په ټوله نړۍ کي د کرونا بيره خوره ده. خو که د مړيني شمیرو او ارقامو ته وکتل سي نو تر کرونا ډېر خطرناک ويروسونه سته. دلته يې وپېژنئ
ماربورګ د آلمان د يو ښار نوم دی چيري چي په ۱۹۶۷ مېلادي کال ګڼ شمېر انسانان د يو ويروس له کبله مړه سول. دا چي دغه ويروس په همدغه ښار کي وپېژندل سو نو ورته د ماربورګ نوم ورکول سو. دا د نړۍ له تر ټولو خطرناکو ويروسونو څخه يو بلل کيږي او په ۹۰ سلنه پيښو کي په دغه ويروس اخته انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: picture alliance/dpa/CDCايبولا ويروس د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ په لوېديځه افريقا کي تر ۱۱ زرو څخه زيات انسانان ووژل. دغه ويروس مختلف ډولونه لري او په لوړه اندازه وژونکې ناروغي رامنځ ته کوي. په دغه ويروس له اخته کسانو څخه عموما ۹۰ سلنه يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: picture-alliance/dpaد کرونا له خپرېدو وروسته په چين کي په هانټا ويروس د وژل سوي کس خبر هم د زياتو رسنيو سرټکی وګرځېدل. هانټا نوی ويروس نه دی. په دغه ويروس اخته کسانو کي د سږو ناروغۍ، تبه او د پښتورګو د غيرفعاله کېدو علايم راڅرګنديږي.
انځور: REUTERSد لېوني سپي ويروس د سپيانو، ګيدړو او يا شوپرکانو د داړلو په نتيجه کي انسان ته انتقاليږي. که څه چي کورني سپي ټول د دغه ويروس پر ضد واکسين کيږي، خو د افغانستان او پاکستان په شمول په زياتو هيوادونو کي لا زيات کوڅه ډبه سپي د دغه ويروس د خپراوي سبب کيږي. دغه ويروس په لوړه اندازه وژونکی دی.
انځور: picture-alliance/Zumapress/L. Thomasد ايچ آی وي ويروس له کبله د ايډز ناروغي رامنځ ته کيږي. دغه ويروس په اتيايمه لسيزه کي د پېژندل کيدو راهيسي تر ۳۸ مليونو څخه زيات انسانان وژلي دي.
انځور: picture-alliance/Photoshot/B. Colemanانسانانو په زرونو کاله د کڅوک ويروس سره مبارزه وکړه. د روغتيا نړيوال سازمان په ۱۹۸۰ کال اعلان وکړ چي دغه خطرناک ويروس په بشپړه توګه له منځه تللی دی. په دغه ويروس د اخته کسانو څخه ۳۳ سلنه کسانو به خپل ژوند له لاسه ورکاوه.
انځور: cc-by/Otis Historical Archives of National Museum of Health & Medicineپه نړۍ کي هر کال په زرونو انسانان د انفلوينزا يا والګي له کبله ژوند له لاسه ورکوي. والګی مختلف اقسام لري. په ۱۸۱۸ مېلادي کال د هسپانوۍ تبي په نوم والګي د هغه وخت نړۍ له ۱،۸ مليارډ نفوس څخه د ۲۷ او ۵۰ مليونو تر منځ انسانان ووژل.
انځور: picture-alliance/Everett Collectionد ډينګي ويروس د غوماشي/ماشي په واسطه خپريږي. د نورو ويروسونو په پرتله د دغه ويروس له کبله د وژل کېدونکو شمېره ټيټه ده. د دغه ويروس ناروغي د ايبولا په شان علايم لرلای سي. د دغه ويروس ضد واکسينو جوړولو اجازه په ۱۹۱۹ کال په متحده ايالاتو کي ورکول سوه.
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/G. Amadorد روټا ويروس په زياته د نوو زېږېدلو ماشومانو له پاره ډېر خطرناک دی. په ۲۰۰۸ کال د دغه ويروس له کبله پنځه مليونه داسي ماشومان مړه سول چي عمرونه يې لا پنځه کالو ته نه ول رسېدلي.
انځور: picture-alliance/dpaدغه ويروس زيات اقسام لري. په ۲۰۱۲ کال دغه ويروس په سعودي عربستان کي لومړی په اوښانو کي او بيا په انسانانو کي خپور سو. له دې مخکي د دغه ويروس سارس قسم په ۲۰۰۲ کال کي په ۲۶ هيوادونو کي خپور سوی ؤ چي بشپړه نوم يې Sars Cov يعني سارس کرونا ويروس ؤ. دمګړی دغه ويروس د کويد ۱۹ په نوم په ټوله نړۍ کي خپور سوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/AP/NIAID-RMLد کروکرافت په وينا په ډېرو هېوادونو کې په کافي شمېر ماشومان هغه دوه ځلې واکسيناسيون نه تر لاسه کوي چې د معافيت د پيدا کولو له پاره ورته اړتيا ده. په اوس وخت کې د کرنا وبا له کبله هم شرايط لا په خرابېدو دي. د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله ۹ ميليونه تنه اوس په ۲۶ هېوادونو کې د وبا له کبله واکسين نه شي تر لاسه کولی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو سره د مرستې د ادارې يونيسف مديرې، هنريته فورې، ويلي دي: «موږ بايد پرې نه ږدو چې د يوې وژونکې ناروغۍ په وړاندې زموږ مبارزه د يوې بلې ناروغۍ پر ضد د مبارزې له کبله زيان وويني.»
شرې د ماشومانو يو مرض بلل کيږي، خو لويان هم ورباندې اخته کېدای شي. دغه مرض کېدای شي د مړينې سبب هم وګرځي. په ۱۹۶۳ کال کې د يوه واکسين تر پيدا کېدو پورې د روغتيا د نړيوال سازمان په خبره هر کال تقريبا ۲،۶ ميليونه خلک يې له کبله مړه کېدل.
شرې د موربيلي ويروس له کبله رامنځ ته کيږي. په دغه ويروس تر اخته کېدو وروسته تبه، ټوخی، ريزش او کله د بندونو درد هم راټوکيږي. لږ وروسته بيا پر پوستکي باندې سره څاڅکي رامنځ ته کيږي. ۷ تر ۸ سلنې پورې مريضان د تبې د لاسه د برېښ يا بډۍ حس لري. په ۲۰۱۹ کال کې په نهو هېوادونو کې دغه مرض ډېر وليدل شو چې له جملې څخه يې د مرکزي افريقا جمهوريت، د کانګو دموکراتيک جمهوريت، ګرجستان، قزاقستان او اوکراين ډېر اغېزمن شوي ول.
jj/uh/ ن ص/ س ر