1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
افریقا

د کښتۍ ډوبيدني لږ تر لږه ۵ مهاجر وژلي دي

۱۴۰۱ دی ۱۸, یکشنبه

د تونس ساحل ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۵ تنه مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په همدې کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه پنځه یي لادرکه او شل نور یي بیا ژغورل شوي دي.

Flüchtlinge auf der Insel Lesbos
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د تونس په بندري ښار صفاقس کې سیمه ایزو چارواکو د شنبې (د جنورۍ میاشتې ۷ نیټه) په ورځ ویلي دي چې د دغه هیواد په ساحل کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۵ تنه مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه نور لادرکه دي. شاوخوا ۲۰ تنه نور د ساحلي ساتونکو له خوا ژغورل شوي دي. د ورکو شوو کسانو پسې لټون دوام لري.

په مدیترانې سمندر کې د مهاجرو دوې کښتۍ ډوبې شوي دي

د معلوماتو له مخې په کښتۍ کې سپاره کسان د سویلي افریقا د صحرایي هیوادونو اوسیدونکي ول. تونس او ګاونډی هیواد یي لیبیا د هغو مهاجرو له پاره مهم ترانزیټي هیوادونه دي چې غواړي د مدیترانې سمندر په خطرناکو لارو ځانونه اروپا ته ورسوي.

د ایټالیا د لمپيدوزا ټاټو د تونس له ساحل څخه تر ۱۵۰ کیلومترو هم لږ واټن کې موقعیت لري. د بشري حقونو سازمان FTDES د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ او سپټمبر ترمنځ تر ۲۳۵۰۰ ډیر مهاجر چې په کښتیو کې یي اروپا ته د تیریدو هڅه کوله ده د تونس په ساحل کې نیول شوي دي.

یونان: د افغانانو په ګډون د لادرکه شوو مهاجرو له ډلې د شلو مړي موندل شوي

د نوموړي سازمان په خبره په همدې زماني واټن کې تر ۵۰۰ ډیر مهاجر په مدیترانه کې یا خو مړه شوي او یا یي هم مړی او ژوندی نه دی معلوم شوی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل