1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د الکولو ډېره استفاده په سرطاني ناروغيو د ابتلا خطر ډېروي

۱۴۰۳ مهر ۱۲, پنجشنبه

د الکولي مشروباتو ډېره استفاده پر شپږ ډوله سرطاني ناروغیو د اختو کېدو خطر ډېروي. د امریکا د سرطان د تحقیقاتو ټولنې په تازه رپوټ کې ویلي چې له الکولو سره پر تړلو سرطانونو د ابتلا پېښې په ځوانانو کې د ډېرېدو په حال کې دي.

د روغتیا نړېوال سازمان وايي د الکولو لږه استفاده هم خوندي نه ده
د امریکا د سرطان د تحقیقاتو ټولنې په یو تازه رپوټ کې ويلي چې له الکولو سره پر تړلو سرطانونو د ابتلا پېښې په ځوانانو کې د ډېرېدو په حال کې دي انځور: Benis Arapovic/Zoonar/picture alliance

د امریکا د سرطان د تحقیقاتو ټولنه (AACR) ټینګار کوي چې د الکولو استفاده او پر سرطاني ناروغیو د اختو کېدو تر منځ ډېرې قوې او نژدې اړېکې موجودې دي.

د دغې ټولنې په یو نوي رپوټ کې چې د سپتمبر پر ۱۸ خپور شوی، راغلي دي چې د الکولي مشروباتو ډېره استفاده پر شپږو سرطاني ناروغیو د اخته کېدو خطر رامنځ کوي چې پکې د سر او غاړې سرطان، د سينې، د تيونو، کولمو، مرۍ، د سينې د قفس او د معدې سرطان شامل دي.

د طبي مجلې «Everyday Health» د ليکنې او د یادې ټولنې رپوټ دواړه وايي چې دغه ډول سرطاني ناروغۍ په ځوانانو کې په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې دي.

په دغه رپوټ کې د ښځو له خوا د حاملګۍ پر وخت د الکولي مشروباتو د استفادې زیانونو ته هم اشاره شوې ده: «د حاملګۍ پر وخت د الکولو زیاته یا متوسطه استفاده، کولی شي تر ولادت وروسته په ماشوم کې د وينې پر سرطان د ابتلا احتمال لوړ کړي.»

د امریکا د سرطان د تحقیقاتو ټولنې په حواله، د سرطان پر ځانګړو ډولونو، لکه د تیونو او لوې کولمې پر سرطان د ابتلا ارقام په هغو افرادو کې هم د الکولو د ډېرې استفادې له کبله مخ پر ډېرېدو دي چې عمرونه ېې له ۵۰ کلونو ښکته دي.

الکول يا الکولي مشروبات کولی شي له مختلفو لارو پر سرطاني ناروغیو د اخته کېدو خطر زیات کړي. الکول کولی شي په بدن کې په «ستالدئيد» بدل شي. ستالدئيد کولی شي حجرو ته زیان ورسوي او د ترميم له پاره ېې د حجرو په توان کې بې نظمی رامنځ کړي. دغه بې نظمي یا اختلال پر سرطان د ابتلا عامل ګڼل کیږي.

د الکولو مصرف همدا ډول د «اکسيداتیف ستريس د لوړېدو» سبب هم واقع شي چې په نتیجه کې ېې حجروي زیان او پر سرطان د اخته کېدو خطر ډېریږي.

که څه هم يو شمېر کارپوهان په دې باور ول چې د الکولو سپک تر متوسط حد پورې استفاده لکه ماښام یو ګیلاس د سره شرابو څښکل، ګټور دي. اما د روغتیا نړېوال سازمان کارپوهان اوس په دې عقيده دي چې د دغو نوشابو هېڅ حد خوندي نه دی.

د امریکا د سرطان د تحقیقاتو ټولنه وايي، هغه افراد چې د الکولو څښاک راکموي او یا ېې په بشپړه توګه ترک کوي، په هغوی کې الکول سره د تړلو سرطانونو د اخته کېدو خطر تر ۸ سلنې او نور سرطانونو کې ۴ سلنه راکمولی شي.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب