1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د رسنیو د برخلیک په اړه اندېښنې

۱۴۰۰ تیر ۱۵, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چې د وینا خپلواکي او رسنۍ د تېرو شلو کلونو مهمه لاسته راوړنه ده چې په هر حال کې یې خوندېتوب ته ژمن دي. په دې اړه اندېښنو ته طالبانو څه ځواب ویلی؟

Afghanistan Tolo TV-Sender in Kabul
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د جګړو سره همهاله د نورو ډېرو برخو ترڅنګ د رسنیو او وینا خپلواکۍ په اړه هم اندېښنې مطرح شوي دي.

د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نۍ وروستی راپور ښيي چې د جګړو له امله یواځې شمالي ولایتونو کې د شلو رسنیو فعالیت درول شوی چې په دې ډله کې ډېرې یې ایف ام رادیوګانې دي.

د افغانستان عدليي، اطلاعات و فرهنګ، حج او اوقاف وزارتونو او د ژورنالیستانو فدرایسیون نن سې شنبه (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولايي ۶مه) د رسنیزو فعالیتونو په تړاؤ غونډه کې د رسنیو او د بیان ازادی پر خوندېتوب ټینګار وکړ.

د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت ځای ناستي قاسم وفايي زاده غونډې ته وویل، چې په هرحال کې به له رسنیو کلکه دفاع وکړي.

«د بیان له ازادی ملاتړ او حراست ته چې د تېرو کلونو یوه ستره لاسته راوړنه ده، ځان ژمن ګڼم.» 

وفايي زاده په اوسنیو جګړه ییزو حالاتو کې له رسنیو او خبریالانو وغوښتل چې د «سولې ژورنالیزم» په مټ خلکو ته روحیه ورکړي.

افغان چارواکو وویل، رسنۍ باید د خپلو خپرونو پرمهال تر ډیره ملي ګټې په پام کې ونیسي او له داسې خبرونو او خپرونو ډډه وکړي چې ملي ګټې زیانمنوي.

د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي په دې اړه وویل:

«چېرې چې زمونږ ملي ګټې په خطر کې پرېوزي اړتیا نشته چې د بیان د ازادي په نوم او یا د ولسواکۍ د ارزښتونو تر نامه لاندې ناوړه ګټه پورته کړو.»

په همدې توګه د حج او اوقافو وزارت له رسنیو وغوښتل چې د خبرونو پرمهال دې د چټکتیا پر ځای د خبر کره والي ته ډېر پام وکړي.

اوسمهال ۳ زره او ۵۷۷ رسنۍ او رسنیز بنسټونه د افغانستان اطلاعاتو فرهنګ وزارت سره ثبت دي.

له دې ډلې ۲۴۸ ټلویزونې شبکې، ۴۳۸ راډیوګانې، یو زر او ۶۶۹ چاپي رسنۍ او ۱۱۹ یې خبري آژانسونه دي.

خو د رسنیو د ملاتړ بنسټونو سره  ترټولو ستره اندېښنه دا ده چې د طالبانو د چټک پرمختګ په صورت کې به د دومره شمېر رسنیو راتلونکی برخلیک څه وي؟

د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې د عدالت غوښتنې مسؤل صدیق الله توحیدي وویل:

«د جګړې ښکېلې غاړې باید د رسنیو په کار کې مداخله ونه کړي، که چېرې طالبان د رسنیو کار پر وړادې خنډ جوړوي، نو د طالبانو په اړه به بیا دا انګېرنه سمه نه وي چې هغوی بدل شوي، طالبان هماغه له ۲۰۰۱ کال وړاندې طالبان دي، چې ټلویزونونه به یې بندول، په رسمي راډیوګانو کي به یواځې د هغوی ترانې خپرېدې او خصوصي رسنۍ خو اصلا نه وې چې دا چاره مونږ او نړېوالو ته د منلو نه ده.»

خو طالبانو د رسنیو او د رسنیو د کار په اړه وروستیو اندېښنو ته د یوې اعلاميي په ترڅ کې ځواب ویلی.

دې ډلې هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د هغوی په نېول شویو سېمو کې یې پر خلکو، رسنیو او ښځو بندیزونه لګولي.

د طالبانو اعلامیه کې په دې اړه راغلي: «مکاتب او ټولې تعلیمي ادارې فعاله دي، رسنۍ د شرعي حدودو په چوکاټ کې بې طرفه او آزاد  نشرات کولای شي.»

طالبانو ویلي چې رسنۍ دې پردا ډول اوازو نه تېروځي او ډاډ یې ورکړی چې له کومې اندېښنې پرته خپل کار ته دوام ورکولای شي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال افغانستان کې ټلویزونونه فعال نه وو، کابل او ولایتونو کې د "شریعت غږ" په نوم راډیوګانو یواځې د هغوی د جوړ کړي امارت خبرونه خپرول.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل