1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

مجردان د کرونا په دور کې له عاطفي نظره ډیر رنځ وړي

۱۴۰۰ خرداد ۴, سه‌شنبه

د یوې نظر پوښتنې پایلې ښيې چې د کرونا پانديمې پر مهال مجردان له عاطفي پلوه د هغو کسانو په پرتله ډیر رنځ وړي، چې د ژوند ملګرې یا ملګری لري. له ۱۸ تر ۲۹ کلونو پورې د شترس کچه د نورو په پرتله لوړه ده.

Symbolbild Laptop Frau Home Office Erschöpfung Stress Zoom Meeting Fatigue
انځور: ROBIN UTRECHT/picture alliance

د «Yougov» په نامه نظر پوښتني موسیسې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د می میاشتې ۲۴) د خپلې یوې نوې نظر پوښتنې پایلې خپرې کړي دي.

شاوخوا ۶۲ سلنه پوښتل شویو مجردان له رواني او روحي فشار او شترس څخه رنځ وړي. دغه ستونزه له ۱۸ څخه تر ۲۹ کلنو ځوانانو کې ډیر لیدل کیږي. نږدې ۷۴ سلنه د دوی ویلي دي چې د پخوا په پرتله اوس له ډیر شترس سره مخامخ کیږي.

«Yougov» دغه نظر پوښتنه د اپریل میاشتې په پای کې د «سوئیس لایف» په نامه د بیمې شرکت په سپارښتنه کړې ده. د دې کار له پاره۱۲۰۰ مجردان او ۲۰۰۰ متاهل کسان پوښتل شوي دي.

دغه نظر پوښتنه د عاطفي رنځ او تنهایۍ ترمنځ د نزدې ارتباط کیسه کوي. شاوخوا ۸۵ سلنه کسانو چې د یوازیتوب احساس کوي، ویلي دي چې له رواني پلوه مضطرب او پریشانه دي.

د کارپوهانو سپارښتنې

د کرونا پانديمۍ له امله د رواني او روحي فشارونو د ختمولو له پاره یې یوه مهمه سپارښتنه او توصیه دا ده چې خپل ذهن تر اندازې زیات پر محدودیتونو متمرکز او مصروف نه کړو.

باید ځان ته قناعت ورکړو چې موږ نه شو کولی دې غیر عادي رامنځته شوي حالت ته تغیر ورکړو. له دې امله نو په کرونا ویروس د اخته کیدو، نامعلوم راتلونکي او د کار له لاسه ورکولو د دوامدارې ویرې په دلیل کړیدل او ځان زورول د حل لاره نه ده.

که اوسنیو ټولنیزو محدودیتونو ته په ژوند کې د بدلون راوستلو د یوه فرصت په توګه وګورو او تل ځانته په یاد راوړ چې په آګاهانه توګه د دې شیبې د تجربه کولو په حال کې یوو، کولی شو تر ډیرې اندازې خپل فشارونه را کم کړو.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل