1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل غواړي‌ د کرونا بحران سرمشريزه رامخکې کړي

۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعه

داسې ښکاري چې په آلمان کې د کرونا ضد تدابير لا اوږدیږي او لا پسې سختيږي. په دې هکله به ژر پرېکړه کيږي ځکه چې صدارعظمه نه غواړي چې نور وخت ضايع کړي.

Berlin I Angela Merkel verkündet Verlängerung des Lockdowns
انځور: Michel Kappeler/REUTERS

انګلا مېرکل پر «ډېر چټک عمل»‌ ټينګار کوي. هغه غواړي چې راتلونکې اوونۍ، نه دا چې د پخواني پلان له مخې د جنورۍ پر ۲۵مه، له آيالتي لومړي وزيرانو سره د کرونا وبا پر وړاندې د نورو تدابيرو په هکله سلامشورې وکړي.

مېرکل له دې مخې ويلي دي چې د کرونا ويروس يوازې د لا ډېرو هڅو په پايله کې درول کېدای شي. دا ځکه چې په بريتانيا کې راڅرګنده شوې د دغه ويروس نوې بڼه د «ډېرې اندېښنې» سبب ګرځېدلې ده ځکه چې هغه ډېر ژر خپريږي. له دې کبله ډېر وخت نه شته او دغه پرېکړې د جنورۍ تر ۲۵مې پورې نه شي ځنډېدلی.

صدراعظمي ويلي دي چې يوازې لا سخت تدابير کولی شي چې د ويروس د تصاعدي رشد مخه ونيسي.

«تر اوسه استثناات ډېر دي»

د روبرت کوخ انستيتوت مشر، روبرت ويلر، تر دې مخکې هم د لا کلکو متقابلو تدابيرو غوښتنه کړې وه. ويلر وويل چې «دغه تدابير چې اوس يې نيسو، زما په نظر بشپړ ټولبنديز نه دی.»

د هغه په خبره «تر اوسه لا تر حده زيات استثناات شته او هغه په بشپړ ډول نه تطبيقيږي.» د کرونا ويروس نويو بڼو ته په کتو سره ويلر وويل: «د دې امکان شته چې وضعيت لا خراب شي.»

د روبرت کوخ انستيتوت په حواله تر دې دمه په بريتانيا کې د موندل شوې نوې بڼې ۱۶ موارد او د سويلي افريقا د بڼې څلور موارد په آلمان کې کشف شوي دي.

د ياد انستيتوت د معلوماتو پر اساس د آلمان اوسېدونکي په پسرلي کې د لومړي ټولبنديز په پرتله اوس ډېر ګرځي او خپل تماسونه يې په هغه کچه نه دي راکم کړي.

 wa/rb/ن ص/ن ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب