1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: ادیان کولای سي په سوله کي لا ډیر رول ادا کړي

۱۳۹۹ آبان ۲۱, چهارشنبه

د جرمني صدراعظمي په لینداو ښار کي د سولي د بین المللي مذهبي کنفرانس د افتتاح پر مهال د ادیانو ترمنځ د لا ډیر ډیالوګ غوښتنه وکړه. هغې همدا راز وويل چې د مذهب څخه د سوء استفادې اجازه بايد ور نه کړو.

Berlin, PK Merkel Sitzung Ministerpräsidenten Coronamaßnahmen
انځور: Stefanie Loos/AFP/Getty Images

صدراعظمي انگیلا میرکل په لینداو ښار کي پرون سه شنبه (د نومبر لسمه) وویل: «موږ نه باید تندلارو ته ددې اجازه ورکړو، چي د دین او مذهب څخه د خپلو غیر انساني اهدافو پخاطر سؤاستفاده وکړي. د اختلافاتو د رامنځته کیدو له پاره مبارزه وکړي او سوله ایز ژوند ګډوډ کړي.»

هغي دغه کنفرانس ته په خپل ویدیويي پیغام کي همدارنګه وویل:«داچي هغه څومره مهم دي، د همدې کال په مني کي یې د ډرسدن، فرانسې او ویانا کرکجني او غیر انساني پيښي بیانوي.»

میرکل دغه کنفرانس د «ښځي، عقیده او ډيپلوماسۍ»تر عنوان لاندي افتتاح کړ. په دغه کنفرانس، کي د مسلمانانو، عیسویانو، یهودانو، هندوانو ، بودایانو او نورو ادیانو نمایندګان څلور ورځي د انټرنیت له لاري د سیاست اتخاذولو د یوه نوي طرز په باب خبري سره کوي.

میرکل وايي، دا چي سږکال دغه کنفرانس په ادیانو او د سولي په پروسه کي د ښځو رول ته وقف سوی دی، ددې د ډير هرکلي وړ ګرځیدلی دی. ځکه «اکثرأ دا د پامه غورځول کيږي چي ښځي د سوله ایز ګډ ژوند د پاره هم په کښته او هم لوړه پیمانه ډیر څه کولای سي. » په خبره یې، دا تر ټولو د مخه د سولي د نوبل جایزې ګټونکي ښځي دي، چي د خپل سرمشق او خپل جرات په واسطه نورو ته الهام ورکوي.

میرکل وايي، چي د نوبل د سولي جایزې د تر اوسه ۱۳۵ ګټونکو کسانو په منځ کي تر اوسه پوري فقط ۱۷  تنې ښځي وې. خو «بی له شکه ډیري زیاتي ښځي موجودي دي، چي د هغوی د سوله ایزي مبارزې پخاطر ددغه ډول جایزو مستحقي دي.»

میرکل په ۲۰۱۴ م کال کي د سولي د نوبل د جایزې ګټونکي، د پاکستان د نجونو د زده کړي مبارزي، ملالي یوسف زی هغه نقل قول راوړ، چي ویلي یې وه، «تر ټولو ښه لار چي مشکلات حل کړو او د جنګ پر ضد مو مبارزه کامیابه وي، هغه ډیالوګ او خبري اتري دي.»

میرکل اضافه کوي، چي ادیان کولای سي په قاطعیت سره په دې کي رول ادا کړي، چي دغه ډیالوګ وساتل او ادمه پیدا کړي. او سوله یوازي هغه وخت دوام پیدا کولای سي، چي که ښځي د سولي په دغه پروسه کي شاملي وي. خو میرکل وايي، ډيري پلټني ښکاره کوي، چي په ورځني ژوندانه کي دا خبره ډیره عملي جنبه نه لري. ځکه نو دا تر هغه مهمه ده، چي«د عدالت د رامنځته کیدو پخاطر په ټولنه کي ګډون په علاقه مندۍ سره تر سره سي.»

په دغه څلور ورځني کنفرانس کي به د هغه د تنظیمونکو په خبره د تر ۶۰ څخه اضافه هیوادونو تقریبأ ۶۰۰ نمایندګان برخه واخلي. هغوی غواړي په سختو وختونو کي هم د «ادیانو ترمنځ ډیالوګ ته ادمه ورکړي.»