1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل او بايدن په نړيوالو مسايلو کي پر همکاریو توافق وکړ

۱۳۹۹ بهمن ۷, سه‌شنبه

صدراعظمي انګیلا میرکل د امریکا جمهوررئیس، بایدن جرمني ته را دعوت کړ، کله چي د کرونا وبا پر وخت د هغه راتګ ممکن سي. په دغه لومړني تلیفوني تماس کي دواړو مشرانو پر نړیوالو چیلنجونو او خصوصاً پر افغانستان باندي خبري وکړې.

Bildkombo Angela Merkel und Joe Biden

د جرمني د حکومت ویاند، شټیفان زایبرت په حواله د دغو دواړو حکومتي مشرانو ترمنځ  تلیفوني خبري پرون دوشنبه (د جنورۍ ۲۵ مه) تر سره سوې.

د زایبرت په خبره میرکل پر بین المللي وظایفو او چیلنجونو باندي د غلبې حاصلولو په لار کي د اروپا او اتلانتیک د بلي غاړي د ملګرو سره په ګډه د جرمني امادګي ښکاره کړه.

زابیرت دا هم وویل، چي میرکل او بایدن پردې خبره باندي موافق دي، چي پر کرونا پانډمي باندي بریالیتوب یوازي د لا ډیرو بین المللي کوښښونو د لاري ممکن کیدلای سي. میرکل همدارنګه جهاني صحي سازمان،  WHO ته د امریکا متحده ایالاتو بیرته ورداخلیدو څخه هرکلی وکړ.

د زایبرت په حوالو د دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو نور موضوعات د خارجي سیاست مسایل، خصوصاً افغانستان، ایران ،روسیې، اوکراین، چین  او همدارنګه تجارتي او اقلیمي سیاست په باب وه. میرکل د پاریس د اقلیمي تړون سره د امریکا متحده ایالاتو بیرته ور شامليدو څخه هم هرکلی وکړ.

بایدن همدا د تیرې شنبې په ورځ (د جنورۍ ۳۲ مه) د بریتانیا د د صدراعظم بوریس جانسن او یکشنبه (د جنورۍ ۲۴ مه) د فرانسې له جمهوررئیس، ایمانوییل ماکرون سره تلیفوني خبري کړي وې.

انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

د جرمني خارجه وزیر، هایکو ماس پرون دوشنبه (د جنورۍ ۲۵ مه) ددې پوښتني په جواب کي چي ایا دا د جرمني لپاره یو خراب زیګنال دی، چي بایدن لومړی د لندن او پاریس سره خبري وکړې او بیا د جرمني سره، وويل:«دې موضوع ته  سړی کولای سي همداسي وګوري، خو باید داسي نه وي. زه فکر کوم، دا زموږ لپاره  ډیر اهمیت لري، چي پر کومو مسایلو باندي موږ خبري سره کوو. زه ډاډه یم چي موږ د لویو چلنجونو سره مخامخ یو او دا په موږ پوري اړه پیدا کوي، چي هغه څنګه حلوو او په اصطلاح څه شي ځیني راباسو.»

باید وویل سي چي د پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ پر وخت د امریکا متحده ایالاتو او جرمني مناسبات د تشنجه ډک وه. ترمپ په تکرار سره پر جرمني باندي سختي لفظي حملې کولې، د نورو تر څنګ پر لږو نظامي مصارفاتو او د جرمني پر ډیرو صادراتو باندي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب