1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل له طالبانو سره د خبرو پلوي کوي

۱۴۰۰ شهریور ۳, چهارشنبه

د جرمني صدراعظمه انگلا میرکل له افغانستان سره د نړیوالو له خوا د هلوځلو دوام ته په کتو سره، بیا هم له طالبانو سره خبرو اترو ته برتري ورکوي. د میرکل په خبره «طالبان اوس په افغانستان کي یو حقیقت دی».

Berlin | Bundestag Sondersitzung Afghanistan Angela Merkel
انځور: Markus Schreiber/AP Photo/picture alliance

میرکل د چهارشنبې په ورځ د جرمني په پارلمان کي وویل: »زموږ هدف باید داوي چي هغه ټولي لاسته راوړني چي مو په تیرو ۲۰ کلونو کي درلودې، د امکان ترحده د هغو ډیره برخه وساتو. علاوه پر دې باید له طالبانو سره هم خبري اتري کړو. خو بې قیدوشرطه نېټه باید نه وي او نه هم باید رامنځته سي.«

میرکل د هغه هدف یادونه هم وکړه چي له مخي یې باید له افغانستان څخه د خپلو کارمندانو او ځينو افغانانو تر رایستلو وروسته هم د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړي.

صدراعظمي میرکل، پوره یوه اونۍ مخکي د طالبانو له خوا قدرت اخیستلو ته په کتو سره ټینگار وکړ چي »طالبان اوس په افغانستان کي یو حقیقت دی. دا یو تریخ حقیقت دی خو سړی باید ورسره مقابله وکړي.«

هغې په عین حال کي دا هم څرگنده کړه چي جرمني او نړیوالي ټولني کولای سوای د ډیرو برخلیکونو په برخه کي پرمختگونه رامنځته کړي. د مثال په ډول د بریښنا او اوبو رسولو په برخه او یا هم د کوچنیانو د مړیني کچي د کمیدو په برخه کي.

هغې وويل چي سربیره پردې هغه اصلي هدف هم ترلاسه سوی چي له افغانستان څخه له هغه وخت راهیسي هیڅ کوم نړیوال ترهگري برید په بهر کي نه دی ترسره سوی. دا د آلماني عسکرو د هلو ځلو برکت وو.

GP/NZ/AG