د آلمان صدراعظم د کابینې ممکنه بدلون ارزوي
۱۴۰۵ تیر ۲۸, یکشنبه
د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ د مسيحي اتحاد ګوندونو د پارلماني ډلې د مشر ینس شپان تر استعفا وروسته د خپل فدرالي حکومت د کابینې د بدلون امکان ارزوي. مېرڅ د آلمان زېډ ډي اف تلويزيون ته په مرکه کې وویل: «دا ښایي یو فرصت وي.»
د دغه مهم مقام لپاره تر ټولو مخکښ نوماند د صدراعظمۍ د دفتر اوسنی مشر تورسټن فرای بلل کېږي چې د مسيحي دموکرات ګوند غړی دی. ټاکل شوې وه چې د مېرڅ دغه مرکه د یکشنبې په ماښام د «Berlin direkt» په خپرونه کې نشر شي. مېرڅ ونه غوښتل چې د فرای د چانسونو په اړه مشخصه تبصره وکړي.
صدراعظم یو ځل بیا خپله ارزونه تکرار کړه او ویې ویل: «دا ښایي یو فرصت وي چې یو ځل بیا د فدرالي حکومت د جوړښت په اړه فکر وشي.» مېرڅ وویل چې غواړي «په راتلونکو ورځو کې» د شپان د ځای ناستي په اړه مشورې وکړي.
هغه وویل، که څه هم د اتحادیې پارلماني ډله د دوبي په رخصتۍ کې ده، خو بیا هم کاري وړتیا لري. صدراعظم چې د مسيحي دموکرات ګوند مشر هم دی، ويلي: «موږ به نسبتاً ژر یو وړاندیز وکړو، خو اوس د وخت کوم فشار نه شته.»
د کابينې د بدلون امکانات
۵۲ کلن فرای د تېر کال د مې میاشتې په پیل کې، د فدرالي حکومت له جوړېدو سره سم، د صدراعظمۍ دفتر مشري په غاړه واخیسته. له هغې مخکې مقننه دوره کې، هغه د اتحادیې د پارلماني ډلې پارلماني مدیر و. که فرای د پارلماني ډلې مشر شي، نو د کابینې بدلون به حتمي وي.
شپان وروسته له هغې استعفا وکړه چې د نیابتي مور له لارې د خپلې کورنۍ د جوړولو په اړه پرې نیوکې ډېرې شوې. د نيابتي مور طريقه داسې وي چې يوې ښځې ته د دې لپاره پيسې ورکول کيږي يا ورسره ورته موافقه کېږي چې پردی ماشوم په رحم کې وساتي او ويې زېږوي.
شپان چې همجنسباز دی، په وينا يې د ده مېړه د هغه ماشوم بیولوژیکي پلار دی چې یوې ښځې زېږولی دی.
په آلمان کې دا ډول کړنلاره اجازه نه لري او د مسحي دموکرات ګوند هم په دې وروستیو کې یو ځل بیا د نیابتي مور له لارې د ماشوم د زېږولو مخالفت تایید کړی و.
مېرڅ په ZDF کې پر پخواني پارلماني مشر د دې موضوع د اطلاع رسولو په څرنګوالي سخته نیوکه وکړه. هغه وویل، شپان CDU او پارلماني ډله «ډېر، ډېر ناوخته» خبره کړې وه.
مېرڅ وویل: «که موږ وخت درلودای، نو کولای مو شول دا موضوع په ارام ډول وڅېړو، خو موږ دا وخت نه درلود.» مېرڅ لا د شنبې په ورځ هم استعفا «سمه» او «نه اجتناب کېدونکې» بللې وه. هغه وویل: «په سیاست کې اعتبار تر ټولو ستره شتمني ده.»
«زما کورنۍ ماته تر هر څه مهمه ده.»
شپان په خپل استعفا لیک کې پارلماني ډلې ته لیکلي چې د هغه «شخصي نېکمرغي» له سیاسي دندې سره یوځای کېدای نه شي. هغه زیاته کړه: «زما کورنۍ ماته تر هر څه مهمه ده.»
شپان لا د جمعې په ورځ د «بيلډ» رسنۍ په یوه پوډکاسټ کې، سره له دې چې د استعفا ګڼې غوښتنې موجودې وې، د مبارزې چمتووالی ښودلی و او اعلان یې کړی و چې غواړي د سپټمبر په میاشت کې پارلماني ډله د هغه د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.
د شپان په چټکې استعفا کې ښایي له مېرڅ سره یوې ټیلیفوني خبرې مهم رول لوبولی وي. مېرڅ په زېډ ډي اف کې وویل، د شنبې په ورځ ورته د اتحادیې د اعتبار زیان «په بشپړه توګه څرګند» شو. هغه وویل: «له همدې امله موږ بیا اقدام وکړ.» مېرڅ ونه غوښتل چې په دې اړه څه ووایي چې ایا ځان د شپان له خوا دوکه شوی احساسوي که نه. هغه وویل: «دا موضوع په خپله پای ته رسېدلې ده.»
تر اوسه پورې د CSU د ایالتي ډلې مشر الکساندر هوفمان د اتحادیې د پارلماني ډلې چارې په موقتي ډول پر مخ وړي.