د پاریس څارنوالۍ د فرانسې خبري اژانس (AFP) ته ویلي چې توقیف د «نوموړي روغتیایي وضعیت سره د سمون نه درلودلو په دلیل» ارزول شوی او له دې امله د شنبې (د دسمبر میاشتې ۲۷ نیټه) په ماښام لغوه شوی دی. دغه ۲۵ کلن تورن کس یو رواني مرکز ته انتقال کړای شوی دی.
اړوند مطالب: فرانسه: په یوه جومات کې لمونځ کوونکی د چاقو په برید کې وژل شوی
فرانسه: د چاقو په برید کې یو کس وژل شوي او څو نور ټپیان دي
د څیړونکو په حواله شکمن کس چې د مالي هیواد تبع دی د جمعې په ورځ له غرمې وروسته یې په مجموع کې درې ښځې د رپوبلیکو، ارتس اټ میتیرز او اوپیره، د ریل په تمځایونو کې چې دغه ټول په یوه مسیر کې واقع دي، په قاچو وهلي دي .
شکمن کس د څارونکو کامرو په مرسته پیژندل شوی او له تیښتې وروسته یې پولیسو د ګرځنده تلیفون موقعیت معلوم کړی او هغه یې نیولی دی.
جرمني کې د چړې مرګوني برید غبرګونونه پاروليThis browser does not support the video element.
دوه ټپي شوې ښځې روغتون ته انتقال شوې او دریمې ښځې بیا پخپله د بیړنیو خدماتو له مرکز سره تماس نیولی و. هیڅ یوه له قربانیانو څخه داسې ټپي شوې نه ده چې د مرګ له خطر سره مخ وي.
شکمن مجرم د څو جرمونو له کبله لادمخه پولیسو ته یوه پيژندل شوې څیره وه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه کس چې د مالي هیواد تبع دی په ۲۰۲۴م کال کې د غلا او جنسي ځورونې په تور په بند محکوم شوی و.
په اصل کې هغه باید په جولای میاشت کې له بند څخه تر خوشې کیدو وروسته له فرانسې څخه وتلی یا فرانسه ترک کړې وای. خو دا چې د نوموړي د اخراجولو له پاره په کافي اندازه اسناد موجود نه و، نو د اخراج په مرکز کې له ۹۰ ورځو تیرولو وروسته خوشې کړای شوی و.
د نيس د بريد په شپه د خبريال عکسونه
والري هاش د نيس په ښار کې مېشت د فرانسې د خبري اژانس عکاس دی. ده د وحشت د هغې شپې عکسونه اخيستي دي چې لږ تر لږه ۸۴ انسانان پکې وژل شوي دي. دغه انځورونه بېلابېلې دردناکې صحنې رانغاړي. انځور: Getty Images/AFP/V. Hache د لارۍ ښيښه سورۍ ده. دا د بريد د پای صحنه ده. بريدګر د اوسنيو راپورونو له مخې تونسي رېښې لرلې. پلټونکو په لارۍ کې د هغه پاسپورټ موندلی دی.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache د کوت دازور سمندري ساحې په اوږدو کې له بريد وروسته ګډوډي حاکمه ده. ژغورونکي ځواکونه د ژوندي پاته شوو کسانو درملنه او د هغوی د خپلوانو پالنه کوي. چارواکي د پېښې جزيات څېړي.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache د شپې له ۱۱ بجو وروسته لومړي سرټکي څه باندې ۱۱ بجې د شپې خبري اژانسونه د «نيس مارتېن» ځايي ورځپاڼې په حواله دغه سرټکي خپروي: يوه لارۍ د انسانانو په مجموعه ورغلی دی. څو ساعته وروسته نور جزيات په ډاګه کيږي. د سهار د يوې بجې په شاوخوا کې چارواکي له ۶۰ مړو څخه خبرې کوي.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache بريدګر څوک دی؟ يو ژوندی پاته شوی سړی خپل لاسونه پورته کوي، څو وښېي چې په بريد کې يې ونډه نه لرله. تر اوسه پوليس وايي چې يوازې يوه سړي بريد تر سره کړی دی. خو نور جزيات به پر له پسې رابرسېره شي.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache تر اوسه ۸۴ انسانان مړه دي ژغورونکي د وحشت له صحنې سره مخامخيږي. په کوڅو کې ډېر قربانيان پراته دي. ګڼ ټپيان د سهار د خوا هم په يو نازک روغتيايي حالت کې قرار لري.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache عکاس او خبريال، والري هاش، اصلا غوښتل چې د ملي جشن په ورځ د اورلوبو په هکله راپور ورکړي. په دې ترتيب د ده لومړني عکسونه د خوشحالۍ انځورونه دي. لږ وروسته حالت سل په سلو تغيير مومي.
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache لومړی پوليس، ورپسې پوځ د نيس ښار کوڅو ته مخه کوي. هغه څوک چې د حالت ترينګلتيا ورته لا څرګنده نه وي، وروسته، ۵ بجې، د کورنيو چارو د وزير، بېرنارد کازنوف د خولې اوري: «موږ له ترهګرو سره په جګړه کې قرار لرو.»
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache