1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکسیکو: د ګرمۍ څپې تر سلو د ډيرو کسانو ژوند اخيستی

۱۴۰۲ تیر ۹, جمعه

د مکسيکو د روغتيا وزارت د جون مياشتې په دوو اونيو کې د ګرمۍ له کبله تر زرو ډېرې بيړنۍ روغتيایي پېښې راجستر کړي دي. د ګرمۍ څپه د مکسيکو په شمال ختیځو ایالتونو چې له امريکا سره شريکه پوله لري، ډېره وژونکې وه.

مکسيکو د ګرمۍ له سختې څپې سره لاس او ګریوان دی
مکسيکو د ګرمۍ له سختې څپې سره لاس او ګریوان دیانځور: Daniel Becerril/REUTERS

د مکسيکو حکومت د پنجشنبې په ورځ تائيد کړې ده چې په جون مياشت کې په مکسيکو کې د ریکارډ کچې تودوخې له کبله تر سلو ډېر کسان مړه شوي دي او په دې توګه یې د لاتين امريکا په دغه هېواد کې د ګرمۍ د پرله پسې څپو له کبله متوجې خطر ته اشاره کړې ده.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د چهار شنبې په ورځ د روغتيا وزارت له خوا د خپرو کړل شويو شمیرو په حواله د جون مياشتې د ۱۲ او ۲۵ نیټې ترمنځ په دغه هېواد کې تر زرو ډېرو کسانو د ګرمۍ له کبله رامنځته شويو روغتيايي ستونزو له وجې د روغتونونو د بيړنۍ مرستې څانګو ته مراجعه کړې ده.

اړونده موضوع: په هند او پاکستان کې ګرمي د رېکارډ کچې ته ورسېده

زیاته شوې چې د جون له ۱۸ او ۲۴ نيټې ترمنځ په ټول هېواد کې ۶۹ کسانو د ګرمۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړ. 

تر دې دمخه چارواکو د اپريل د ۱۴ او می د ۳۱ نيټې ترمنځ موده کې د ۸ کسانو د مړينې خبره کړې وه چې په دې توګه د ګرمۍ له کبله د مړو ټول شمير ۱۱۲ کسانو ته رسيږي.

د ګرمۍ وهلو او بدن کې د اوبو کمښت له کبله مرګونه

د مکسيکو د روغتيا وزارت په حواله د ګرمۍ وهل او ورپسې په بدن کې د اوبو کمښت د دې مړينو ستر علتونو دي.

اړونده موضوع: څنګه په دې ورځو کي د ګرمۍ وهلو څخه ځان وساتو؟

د مکسيکو په شمالي سيمو کې تر ټولو ډېر کسان مړي شوي. په شمال ختیځ نيوو ليون ایالت کې ۶۴ او په ګاونډي ایالت تاموليپاس کې یې د ۱۹ کسانو د مړه کیدو خبرونه ورکړل شوي دي. دا دواړه ایالتونه د امريکا متحده ایالاتو د تيکساس ایالت سره شريکه پوله لري چې دغه سيمه هم له سختې ګرمۍ سره لاس او ګريوان ده.

د روغتيا وزارت رپوټ ورکړی دی چې د سانورا په شمال ختیځ ایالت کې روانه اونۍ د تودوخې ریکارډ لوړه ۴۹ سانتې ګراد درجه ثبت شوې ده. زياته شوې چې په مکسيکو کې په دوبي کې د تودوخې اوسط درجه د ۳۰ او ۴۵ سانتې ګراد ترمنځ وي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

چارواکي د ګرمۍ د بلې څپې په اړه هم چې د جولای له لومړۍ نیټې څخه ښايي پېل شي، خبرداری ورکوي.

اړونده موضوع: په امریکا کې د ګرمۍ له څپې په میلیونو کسان اغیزمن شوي

ساينس پوهان ټینګار کوي چې نړيواله تودوخه د شديدو موسمي پېښو لامل کيږي او په يو شمیر هېوادونو کې د ريکارډ کچې ګرمۍ سبب شوې ده. 

په می میاشت کې ملګرو ملتونو هم ويلي ول چې له ۲۰۲۳م  څخه تر ۲۰۲۷م کلونو پورې موده به تر هغه راهېسې چې د تودوخې درجه ريکارډ کیږي، تر ټولو ګرم پنځه کلونه وي.

د ګلخانه يي ګازو افرازات او د النينو پدیده په ټوله نړۍ کې د تودوخې درجې په لوړيدو کې نقش لوبوي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب