1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حزب الله پر تل ابيب توغندی فېر کړی

۱۴۰۳ مهر ۴, چهارشنبه

حزب الله ويلي دي چې پر بيروت باندې د بريد په نتیجه کې د يوه قوماندان تر وژل کیدو وروسته یې د موساد يوه اډه په نخښه کړې ده. اسرائيل توغول شوی ميزايل خنثی کړی او ويلي یې دي چې حزب الله په لومړي ځل تل ابيب هدف ګرځولی دی.

پر تل ابيب د لبنان له لوري د میزايل فير کيدل
د اسرائيل پوځ تائيد کړې ده چې د حزب الله يو توغندی د تل ابيت ښار شا او خوا سيمې ته رسېدلی دی.انځور: Baz Ratner/AP/picture alliance

د اسرائيل پوځ تائيد کړې ده چې د حزب الله يو توغندی د تل ابيت ښار شا او خوا سيمې ته رسېدلی دی.

د پوځ يوه وياند د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا لومړی ځل دی چې د حزب الله يو توغندی د تل ابيب سيمې ته رسېدلی دی. دا د اسرائيل د دفاعي ځواک له خوا خنثی کړل شوی دی.»

د حزب الله وسله والې ډلې تر دې دمخه ويلي ول دوی يو میزايل یې فېر کړی چې تل ابيت ته څېرمه د اسرائيل د موساد په نوم استخباراتي ادارې مقر یې هدف دی. حزب الله پر موساد د خپلو مشرانو د وژلو او همدا شان پر خپلو غړيو باندې د مخابراتي وسايلو د چاودنو مسئول ګڼي.

د اسرائيل د پوځ وياند ناداو شوشاني، پر تل ابيب باندې له ځمکې څخه ځمکې ته د وار کوونکي میزايل د فېر کولو په اړه وويل: «حزب الله يقيناً د جګړې د لمن د پراخولو هڅه کوي....دا [برید] یې يوه برخه ده.»

نوموړي وويل: «دوی هڅه کوي چې لا ډېر خلک ترور کړي.»

د اسرائيل پوځ ويلي دي د لبنان په جنوبي نفاخيه سيمه کې یې هغه لانچر ويشتلی چې دغه میزايل یې فېر کړی وو. 

د اسرائيل برید د بيروت په عیسوي ميشته سيمه کې درې کسان وژلي

لبنان ويلي دي چې د اسرائيل پوځ د چهار شنبې په ورځ د بیروت د شمال غرنۍ سيمه کې چې زياتره اوسيدونکي یې عيسويان دي، يو کلی په نخښه کړی دی.

دا لومړی ځل دی چې د اسرائيل او حزب الله ترمنځ د سرحدي نښتو په ترڅ کې چې له کابو يوه کال راهېسې دوام لري، دا کلی ویشتل کيږي.

د لبنان د روغتيا وزارت ویلي دي چې د کسروان سيمې ماېشره کلي کې د اسرائيل بريد درې کسان وژلي او نهه یې ټپيان کړي دي.

اسرائيل په لبنان کې د خپلو بريدونو ساحه پراخه کړې ده او په لومړي ځل یې د بیروت په جنوب کې د الجيه تفريخي ساحلي ښارګوټي باندې هم بريد کړی دی.

مصر، عراق او اردن د «جګړې له پراخېدو» خبرداری ورکړی

د مصر، عراق او اردن د بهرنيو چارو وزيرانو په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۷۹مه غونډې په څنډه کې په لبنان کې د وضعيت په اړه بحث کړی دی.

دې دريو هېوادونو د چهار شنبې په ورځ په يوه شريکه اعلاميه کې د لبنان پر وړاندې د اسرائيل «تیری» وغندی او خبرداری ورکړ چې دا «سيمه د يوې بشپړې جګړې لوري ته وړي.»

دې وزيرانو وويل چې «په سيمه کې د دې خطرناکې جګړې د خپريدو مخه نيول په غزه کې د اسرائيل د تیري د مخنيوي سره پيليږي.»

دوی پر نړيواله ټولنه او پر امنيت شورا باندې د جګړې د ختمولو له پاره د مداخلې غږ کړی دی. دې وزيرانو همدا راز د اوسني وضعيت پړه پر اسرائيل ور اچولې ده او خبرداری یې ورکړی دی چې دا به د ټولې سيمې له پاره ناوړه عواقب ولري.

زموږ له آرشيف څخه:

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب