د امریکا متحده ایالاتو د امنیت په شورا کې د ارتباطاتو مسئول جان کیربي د جمعې (د می میاشتې ۱۲ نیټه) په ورځ په فارس خلیج کې د حضور پراخولو په اړه د واشنګټن د نوي پروګرام خبر ورکړ: «امریکا متحده ایالات به اجازه ور نه کړي چې بهرني یا سیمه ایز قدرتونه د منځني ختیځ په اوبو کې د کښتیو د تګ راتګ آزادي په خطر کې واچوي»
د امریکا جنګي بیړۍ بی له کومې ستونزې د هرمز تنګي ته رسیدلې ده
د واشنګټن دغه چارواکي د دې پروګرام په اړه نور معلومات ور نه کړل او زیاته یې کړه چې جزویات به یې په راتلونکي کې وړاندې شي.
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
سويز کانال کې د لس مليارډه ډالرو په ارزښت تجارتي توکي بند دي
د څو ورځو راهيسې د «ايور ګيوون» په نوم بار وړونکې کښتۍ د سويز کانال بند کړی دی. دغه حالت پر اقتصاد هم تاثير لري. د دغې کښتۍ راويستل ډېر وخت نيسي چې اقتصادي عواقب يې ډېر زيات دي.
انځور: Suez Canal Authority/dpa/picture allianceپه کانټينرونو باره دغه کښتۍ لا بنده ده
د ايور ګيوون کښتۍ د ژغورلو هڅې دوام لري. دغه ۴۰۰ متره اوږده کښتۍ په مصر کې د سويز په کانال کې بنده ده. شاوخوا خټې او شګې لرې کړل شوې، خو د کښتۍ د راويستلو هڅې تر اوسه ناکامې دي. د ژغورنې په چارو کې موظف جاپاني شرکت ويلي چې دغه «ډېر ستونزمن» کار دی.
انځور: Suez Canal Authority/dpa/picture allianceد ژغورنې کار ښايي يو څو اوونۍ وخت ونيسي
د بلومبرګ په نوم خبري اژانس د جمعې په ورځ ويلي چې د ژغورنې چارې ښايي يوه اوونۍ يا لا زيات وخت دوام وکړي. د سويز کانال ادارې البته ونه يل چې دغه کانال به کله بېرته پرانيستل شي. د پاناما تر بيرغ لاندې چلېدونکې دغه کښتۍ د سمندر له تل سره لګېدلې او اوس د سويز په کانال کې بنده پاتې ده.
انځور: Suez Canal Authority via Egyptian Cabinet Facebook Page/dpa/picture allianceنورې کښتۍ د انتظار په حال کې دي
کله چې د ايور ګيوون کښتۍ بنده پاتې شوه، اقتصاد هم اغېزمن شو. د اوونۍ په ترڅ کې د اومو تېلو بيې پورته او ښکته شوې. اوس مهال ۱۶۵ بارلېږدونکې بېړۍ د کانال دواړو لورو ته انتظار وباسي. دغه خبره د لويدس ليست په نوم د باروړونکو کښتيو د ارقامو د ارزونې ادارې وکړه.
انځور: Yan Liang/Xinhua/Zuma/picture allianceد سويز کانال د وخت د سپما باعث ګرځي
د سويز کانال چې د اقريقا لويه وچه له نژدې ختيځ او آسيا څخه بېلوي، د نړۍ يوه تر ټولو مهمه تجارتي لاره ده. دلته د نړۍ د تجارت ۱۲ سلنه تېريږي. د سويز کانال په مرسته د افريقا د لويې وچې په اوږدو لاره سپمول کيږي چې تقريبا ۷۰۰۰ کيلومتره تشکيلوي.
انځور: Cnes2021/AP/picture alliance د لس مليارډه امريکايي ډالرو په ارزښت توکي بند پاتې دي
د نفتو او تېلو تر څنګ له دغه کانال څخه لباس، فرنيچر او د موټرو پرزې هم تېريږي. لويدس ليست په تويتر کې کاږي چې د محاسبو له مخې د لويديځ په لور تلونکي توکي تقريبا ۵،۱ مليارډه ډالره ارزښت لري، په داسې حال کې چې د ختيځ په لور تلونکي توکي تقريبا ۴،۵ مليارډه ډالره ارزښت لري. ټول ټال تقريبا لس مليارډه ډالره توکي دلته بند پاتې دي.
انځور: Mohamed Abd El Ghany/REUTERSروسيه او سعودي عربستان ډېر اغېزمن شوي دي
په تېره روسيه او سعودي عربستان هغه هېوادونه دي چې د کانال د لارې تر ټولو زيات تېل صادروي. هند او چين بيا تر ټولو ستر واردونکي دي. دغه خبره د ورتېکسا شنونکو کړې ده. د آلمان اقتصاد به هم د دغه بندښت له کبله زيان وويني.
انځور: Suez Canal Authority/REUTERSکه بله چاره نه وي، بايد کانټينرونه ډوب کړل شي
ايور ګيوون د نړۍ يوه تر ټولو ستره باروړونکې کښتۍ ده. که راويستل يې ناکامه شي، نو ښايي چې يو څه بار ورڅخه له منځه يوړل شي. بيا بايد د بلومبرګ په حواله يو څو کانټينرونه په اوبو کې ډوب کړل شي.
انځور: Mohamed Abd El Ghany/REUTERSد ورځې له ۵۰ څخه ډېرې کښتۍ
د سويز کانال ادارې په حواله تېر کال ۱۹ زره کښتۍ د سويز له کانال څخه تېرې شوې دي چې د ورځې څه باندې ۵۰ کښتۍ کيږي. کانټينري کښتۍ يې تقريبا ۲۶ سلنه تشکيلوي چې لويه برخه يې تېل لېږدونکې بېړۍ دي. په ۲۰۱۹ کال کې ټول ټال ۶۰۰ ميليونه ټنه توکي د مصر د دغې سمندرې لارې څخه لېږدول شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Shaker کربي زیاته کړه چې ایران په تیرو دوو کلونو کې ۱۵ کښتۍ چې بین المللي بیرغونه پرې رپيدل دورلي دي. هغه وویل چې «دغو اعمالو له پاره هیڅ ډول توجیه شتون نه لري».
جان کیربي سره له دې چې په دې وروستیو میاشتو او اونیو کې یې ایران د کښتیو په درولو تورن کړ، خو څرګنده یې کړه چې امریکا له ایران سره د ښکیل کیدو په لټه کې نه ده.
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
مخکې تر دې هم د سوداګریزو کښتیو درول کیدل، په سیمه کې د سیاسي کشمکشونو د پراخیدو سبب شوی و.
د عمان او ایران ترمنځ د هرمز تنګي د کښتیو په وسیله د نفتو د صادراتو مهم مسیر ګڼل کیږي چې سور یا پلنوالی یې ۵۵ کیلومترو ته رسیږي.
تر ټولو په وروستي مورد کې د ایران سپاه پاسداران د روان کال د می میاشتې په لومړیو کې د نفتو لیږدونکي یوه کښتۍ د هرمز په تنګي کې درولې وه.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص