ټرمپ: اسرائیل ته به اجازه ورنه کړم چې لوېدیځه غاړه ضميمه کړي
۱۴۰۴ مهر ۴, جمعه
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د سپينې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې خبريالانو ته وويل چې د اسرائيلو له خوا د لوېديځې غاړې ضميمه کول «هيڅکله نه کېږي.» ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ: «زه به اجازه ورنکړم چې اسرائيل [د اردن سیند] لوېديځه غاړه ضميمه کړي. بس دی، وخت دی چې دا کار ودرول شي.»
بلخوا په اسرائيل کې د کابینې د ښي اړخي وزيرانو په ګډون د اسرائیلو د ملي امنيت وزير ايتامار بن ګوير، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې ځينو لوېديځو هېوادونو د فلسطين دولت په رسميت پېژندلی، د لوېديځې غاړې د الحاق غوښتنه کړې.
اسرائيل له ۱۹۶۷م کال راهيسې تر یوې شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د اردن سیند لوېديځه غاړه اشغال کړې او هلته یې په استوګنځایونو پیل کړی دی داسې اقدام چې د نړيوالو قوانینو له مخې غيرقانوني ګڼل کېږي. اسرائیل په دې وروستیو کې د اردن سیند په لویدځه غاړه کې د استوګنې د یوې سترې پروژې پلان د یادې سیمې وېشلو ته لار هواروي او د فلسطيني دولت جوړېدو راتلونکي ته زيان رسوي.
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې له اسرائيلي صدراعظم بنيامين نتنياهو سره يې د غزې جګړې د حل په اړه ټيلیفوني خبرې وکړې. د اسرائیل لومړی وزیر نتنياهو د خپلو ښي اړخو متحدينو له خوا د فلسطيني سيمو د الحاق له پاره تر سخت فشار لاندې دی چې پراخې اندېښنې يې راپارولې دي.
ټرمپ په ملګرو ملتونو کې په حاشیوي غونډو کې د سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اردن، ترکيې، اندونيزيا او پاکستان له مشرانو او چارواکو سره د غزې د جګړې پر سر خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې چې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود، د پنجشبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته وويل: «عربي او اسلامي هیوادونو ولسمشر ته څرګنده کړه چې د اردن سیند لوېديځې غاړې هر ډول الحاق خطرناک دی، او نه يوازې د غزې د سولې له پاره، بلکې د هر ډول تلپاتې سولې له پاره دغه اقدام لوی خطر دی.»