1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

بلېنکن: د اسرائيل او حماس ترمنځ پر اوربند ۹۰ سلنه توافق شوی

۱۴۰۳ شهریور ۱۶, جمعه

د امريکا د بهرنیو چارو وزير ويلي دي چې دا د اسرائيل او حماس مسئوليت دی چې د اوربند د هوکړې په تړاو خلا ډکه کړي او په غزه کې اوربند ته ورسيږي.

پر غزې ښار باندې د اسرائيل بريد
د اسرائیل او حماس جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه نيټه هغه وخت پېل شوه چې د حماس ډلې وسله والو پر اسرائيل بریدونه وکړل.انځور: Ayman Al Hassi/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن، پر اسرائيل او حماس دواړو غږ کړی دی چې په غزه کې د اوربند تړون بشپړ کړي. د يوې امريکايي ارزونې پر اساس د دې تړون پر ۹۰ فيصده برخه دواړو اړخونو توافق کړی دی.

بلېنکن وويل چې د اختلاف ټکي پر نورو سربیره په فيلادیلفي يا په صلاح الدين دهلیز کې د اسرائيل ممکنه پاتې کیدل دي. فيلاديلفي يا د صلاح الدين دهلیز د غزې تړانګې جنوبي څنډې ته ويل کيږي چې له مصر سره ګډه پوله لري. د بلينکن په حواله د اختلاف بل ټکی دا دی چې د اسرائيل يرغمل شوي او فلسطيني زندانيان څرنګه سره تبادله شي.

بلېنکن وويل: «زه انتظار لرم چې په راتلونکو ورځو کې به موږ له اسرائيل سره او هغوی [منځګړي مصر او قطر] له حماس سره زموږ فکر شريک کړي چې څرنګه په دقيقه توګه پاتې پوښتنې حل شي.»

نوموړي وويل: «زما په آند موږ د اوربند يوه تړون ته که څه هم چې نيږدي شوي يو خو هره هغه ورځ چې پر دغه تړون تر توافق پرته تيريږي او دواړو اړخونو «هو» نه وي کړي؛ يوه ورځ وي چې بل څه پېښ شي او په دې منځ کې د رامنځته شويو پېښو له کبله [اوربند ته رسېدل] نور هم غځيږي چې دا څه دا خطر له ځانه سره لري چې په دې حساسه مرحله کې هر څه ګډوډ شي.»

تر دې دمخه د اسرائيل لومړي وزیر بنيامن نتانياهو، د امريکا د فوکس خبري کانال سره د يوې مرکه په ترڅ کې په دې اړه چې يو تړون نږدې دی، ډېر خوشبين نه ښکاريده او ويلي یې ول: «[تړون] نږدې نه دی.»

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د اسرائیل او حماس جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه نيټه هغه وخت پېل شوه چې د حماس ډلې وسله والو پر اسرائيل بریدونه وکړل. په دې بريدونو کې تقريباً ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ يې نور له ځانه سره يرغمل غزې تراډي ته و تښتول. له دې يرغمل شويو څخه ۹۷ یې لا په غزه کې پاتې دي، د هغو ۳۳ په ګډون چې د اسرائيل د پوځ په وينا مړه دي.

د حماس ډله پر امريکا متحده ايالاتو او اسرائيل سربیره د آلمان او اروپايي ټولنې له خوا هم د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

د امريکا د بهرنیو چارو وزير ويلي دي چې دا د اسرائيل او حماس مسئوليت دی چې د اوربند د هوکړې په تړاو خلا ډکه کړيانځور: Kevin Mohatt/REUTERS

په غزه کې د حماس د روغتيا وزارت په حواله، د حماس پر وړاندي د اسرائيل د غچ اخيستنې په عملياتو کې تر اوسه تر ۴۰ زرو او ۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

تر ۲،۳ میليون ډېر کسان يعني د غزې کابو ټول نفوس په داسې حال کې بې ځايه شوی چې کليدي زيربناوې لکه ښوونځي، روغتونونه او د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.

د اردن سيند په لوېدیځه غاړه او د اسرائيل او لبنان د پولې په اوږدو کې نښتو د جګړې د پراخیدو په اړه اندېښنې راپارولي دي.

منځني ختیځ ته د بېربوک سفر

د آلمان د بهرنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک، به نن، جمعه اسرائيل ته سفر وکړي. نوموړې به چې دمګړۍ د منځني ختیځ په سفر بوخته ده، د اسرائيل د بهرنيو چارو له وزير اسرائيل کاتڅ، او د دفاع وزير ياو ګالنت، سره هم وګوري.

بېربوک، به تر دې وروسته بيا اشغال شوې لوېدیځې غاړې ته هم سفر وکړي.

نوموړې منځني ختیځ ته خپل دوه ورځنی سفر د سعودي عربستان له پلازمينې رياض څخه پېل کړی، چېرې هغې له اسرائيل سره د دغه هېواد د اړيکو د نورمالولو غږ وکړ.

ديپلوماتيکي سرچينو د دويچه ويله خبريالې نینا هسه، ته وويل چې بېربوک پر خپل سعودي سيال فيصل بن فرحان السعود، ټینګار وکړ چې په اسرائيل کې د دوو دولتونو د رامنځته کولو له پاره بايد هلې ځلې وشي او د فلسطينيانو سيمې بايد پر ځای پاتی شي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې بيا اردن ته سفر وکړ چېرې چې هغې اعلان وکړ چې آلمان پلان لري د غزې تړانګې له پاره خپله بشري مرسته تر ۵۰ میليون يورو ته لوړه کړې ده.

نوموړې له اردن سره هم د ۲۰۲۴م کال له پاره خپله مرسته د ۱۲،۷ میلیون يورو  په اضافه کولو سره ۶۳ ميليون يورو ته لوړه کړه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب