1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيمصر

د اسرائیل او حماس مرکچي پلاوي مصر ته رسېدلي دي

محمد کریم صالح | فرانس پریس، رويترر، اسوشتید پریس، ډي پي اې
۱۴۰۴ مهر ۱۴, دوشنبه

د اسرائيل او حماس مرکچي پلاوي قاهرې ته رسېدلي تر څو په غزه کې د روانې شخړې د پای له پاره مذاکرات وکړي. په خبرو اترو کې د امریکايي پلاوی هم حضور لري او په پام کې ده د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هم مصر ته سفر وکړي.

یو فلسطینی هلک د اوبو یو ترموز په اوږه کړی په داسې حال کې چې په شمال غربي مسیر کې د مهاجرو نصیرات کمپ پر لور د تلونکو خلکو ننداره کوي
د اسرائيل او حماس مرکچي پلاوي قاهرې ته رسېدلي تر څو په غزه کې د روانې شخړې د پای له پاره مذاکرات وکړيانځور: Eyad Baba/AFP/Getty Images

د اسرائيل، امریکا متحده ایالاتو او همدارنګه د حماس مرکچي پلاوي د مصر د سرې بحیرې ساحلي ښار شرم الشیخ کې راټول شوي دي تر څو په غزه کې د اسرائيل د پوځي عملیاتو د پای په موخه پر ېو ۲۰ مادیز پلان بحثونه وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، خوښي ښوولې چې د خبرو اترو د مخته وړلو له پاره «له حماس سره ډېر ګټور بحثونه» ترسره شوي او له ټولو خواوو ېې غوښتي چې د اوربند د عملي کولو له پاره «چټک اقدام» وکړي.

د جګړې پای ته لیوالتیا

حماس هم په غزه کې د جګړې پای ته لیوالتیا ښوولې ده. د حماس یو جګپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دغه ډله «ډېره لیواله ده تر څو د جګړې د سملاسي پای له پاره یو توافق ته ورسیږي او د ساحې له شرایطو سره سم د بندیانو تبادله پيل شي.»

د وړاندیز شوې کاري طرحې مطابق، حماس به ۴۸ یرغملان چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۷مې راهیسې یې په بند کې ساتلي، آزاد کړي. باور کيږي چې ۲۰ تنه یرغملان لا هم ژوندي دي. تمه ده چې اسرائیل به ېې په مقابل کې په سلونو فلسطینان آزاد کړي. د اسرائيل په توقیف کې اکثریت فلسطینیان له حماس جنګیالۍ ډلې سره تړاو نه لري. دوی هغه ځوانان او ملکيان دي چې پر وړاندې یې هیڅ د اقامې دعوې نشته.

فوري اوربند او په غزه کې حکومت

د حماس وسله واله ډله د امريکا او اسرائيل په ګډون د يو شمیر هېوادونو له لوري د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو ويلي هیله مند دی چې په راتلونکو ورځو کې د اسرائیلي یرغملانو له تبادلې هرکلی وکړي.

په وړاندیزونو کې په غزه کې د فوري اوربند او پکې د بریتانیا د پخواني صدراعظم توني بلئیر په مشرۍ او د امریکا تر نظارت لاندې د یو موقت حکومت غوښتنې شوي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول د اکتوبر په ۶مه د کويت د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله الیحیی سره د کتنې پر مهالانځور: Soeren Stache/dpa/picture alliance

په غزه کې د اسرائیل د دوه کلن پوځي کمپاین په جریان کې په لسونو زره ملکیان وژل شوي چې په پراخه کچه خوارځواکۍ، لوږه او ناروغۍ ېې له ځانه سره لرلي دي. له دې علاوه د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې کميسیون په غزه کې اسرائیلي کړنې د نسل وژنې په توګه درجه بندي کړي دي.

سيمې ته د آلمان د بهرنيو چارو د وزير سفر

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول د امریکا متحده ایالاتو له خوا په غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ کړی او دا ېې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د جاري جګړې د پای له پاره یو تر ټولو هېله بښونکی پلان بللی دی. په پام کې ده چې واده فول به پر اسرائیل د حماس حملې د دوهمې کلیزې په مناسبت له خپل اسرائيلي سیال ګيدون سعار او د یرغملانو له کورنيو سره وګوري.

په پام کې ده چې واده فول مصر ته هم سفر وکړي. هغه ويلي چې له خپل مصري سیال بدر احمد محمد عبدالعالي سره به وګوري او ورسره به په قاهره کې د سه شنبې ورځې ته د پلان شوو مذاکراتو په هکله خبرې وکړي.

د اسرائیل بريدونه ادامه

په غزې ښار کې چارواکو ويلي چې اسرائیل د دونالد ترمپ د پروپوزل سربېره چې د مذاکراتو پر مهال دې په جګړه کې وقفه راوستل شي، خپلې حملې جاري ساتلي دي. 

عيني شاهدانو ویلي دي چې د غزې ښار په مختلفو سیمو کې شپې تر سهار د هستوګنې پر مختلفو سیمو هوايي حملو ادامه درلوده، چې لږ تر لږه ۲۴ کسان پکې وژل شوي دي.

له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب