1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په لبنان کې د اوربند ملاتړ کوي

۱۴۰۳ مهر ۶, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وويل چې په منځني ختیځ کې «د جګړې پراخيدل» به د «پایداره امنيت» د لارې خنډ وي. بل لوري ته اسرائيل ويلي دي چې په بشپړ ځواک سره يې پر لبنان حملې ته ادامه ورکړي.

د آلمان د بهرنيو چارو  وزيره انالېنا بېربوک د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د وينا پر مهال
د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې وویل:«په سيمه کې د جګړې د لمنې پراخېدل به پايدار امنيت ته لاره هواره نه کړي.»انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته پخپله وينا کې پر اسرائيل او حزب الله وسله والې ډلې باندې غږ وکړ چې پر يوه ۲۱ ورځني اوربند باندې موافقه وکړي.

نوموړې د جګړې له پراخيدو سره سولې او امنيت ته د زيان اوښتو څخه خبرداری ورکړ.

بېربوک وويل: «په سيمه کې د جګړې د لمنې پراخېدل به پايدار امنيت ته لاره هواره نه کړي.»

د آلمان دې لوړپوړې ديپلوماتي دا هم وويل چې د پرمختګ نه شتون ځیني وخت مایوسه کوونکی او دردونکی وي: «موږ به د يوه سياسي حل د موندلو د لټې هلې ځلې ونه دروو څو اسرائيليان او فلسطينيان د دې جوګه شي له يو بل سره په سوله کې ژوند وکړای شي.»

بېربوک وويل: «زما له پاره پر شا کیدل کوم انتخاب نه دی ځکه دا به په دې معنا وي چې د تروریزم او افراطيت د لوبې يا ډرامې کتاب دې برلاسه شي.»

د چهار شنبې په ورځ يو شمير لویدیځو هېوادونو لکه امريکا متحده ايالاتو، فرانسې او آلمان له سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو او قطر سره يوځای د دريو اونيو اوربند غږ کړی وو.

له دې څخه موخه د نښتو درېدل دي څو د ديپلوماتيک حل د موندلو له پاره فضا رامنځته کړل شي. خو د اسرائيل لومړي وزير بنيامن نتانياهو، د پنجشنبې په ورځ ظاهراً دغه وړاندیز رد کړ او ویې ويل چې «د اسرائيل تګلاره واضح ده.»

نوموړي وويل: «موږ په به پوره ځواک سره پر حزب الله بريد ته ادامه ورکړو او تر هغه به یې ونه دروو څو خپلو اهدافو ته ونه رسيږو چې له دې څخه یې تر ټولو ستر هدف دا دی چې د شمال [اسرائيل د شمال] اوسيدونکي بیرته په خوندي توګه خپلو کورونه ته راستنه کړل شي.»

اسرائيلی او امريکايي ډلو د اوربند پر وړاندیز بحث کړی

د اسرائيل د لومړی وزير بنيامن نتانياهو، د دفتر له لوري ويل شوي دي چې اسرائيلي او امريکايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د اوربند پر وړاندې د خبرو اترو په موخه سره وليدل.

د نتنياهو، دفتر ويلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به هم دا خبرې اترې روانې وي که څه چې اسرائيل ظاهراً د امريکا د اوربند وړاندیز رد کړی دی.

د لبنان د بهرنيو چارو وزير: دا شخړه «ټول منځنی ختیځ ګواښي»

د لبنان د بهرنيو چارو وزير عبدالله بوحبيب، د يوه سملاسي اوربند غږ وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د لبنان بحران ټولې سيمه ته يو ګواښ دی.

هغه وويل: «د لبنان شخړه ټول منځنی ختیځ ګواښي. موږ نن غواړو چې په ټولو جبهو کې د اوربند غږ تکرار کړو.»

بوحبيب، تر دې دمخه چې وضعيت له کنتروله ووځي، د اوربند د رامنځته کولو په موخه په سملاسي توګه د غږ پورته کولو د امريکا او فرانسې هلې ځلې وستايلې.

ب. ص/ن. ز (dpa, AP, Reutes, AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب