1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

حماس غواړي د قطر په مذاکراتو کې له ګډونه صرف نظر وکړي

۱۴۰۳ مرداد ۲۵, پنجشنبه

د پلان له مخې اسرائيل نن په قطر کې د اوربند په مذاکراتو کې ګډون کوي، خو حماس وسله والې ډلي ويلي چې دوی ورته خپل پلاوی نه استوي. امریکا او قطر له ښکيلو خواوو غوښتي چې په غزه کې د اوربند له پاره دغه مذاکرات نباید تضعیف شي.

د اسرائيلي پوځ ټانک چې د غزې سره پر سرحد مانوور تر سره کوي
د اسرائيل او غزې پر پوله اسرائيلي ټانکانځور: Amir Cohen/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن او د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی دی، چې په غزه کې د اروبند په موخه په دوحه کې د پنجشنبې ورځې مذاکرات نه باید «تضعیف» کړي.

 د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د چهارشنبې په ورځ دواړو لورو په ټيلفوني خبرو کې پر دې ټینګار وکړ چې «هېڅ مذهبي لور نه باید داسې يو عمل و کړي چې ېوې هوکړې ته د رسېدو هڅې تضعیف کړي.»

وزارت زیاته کړې ده چې په دغه ټيلفوني اړيکه کې «په سیمه کې د شخړو د راکمولو په موخه هڅو او په غزه کې د اوربند موضوعد نهايي کولو پر اهمیت» خبرې شوي دي.

 حماس ويلي دي د قطر په مذاکراتو کې ګډون نه کوي

نن په قطر کې په غزه کې د اوربند له پاره تازه مذاکرات پيلیږي، خو حماس ويلي دي چې دوی پلان نه لري چې پکې ګډون وکړي.

د فلسطينۍ وسلوالې ډلې حماس یوه لوړپوړي چارواکي سمیع ابو ظاهر، رويټرز خبري آژانس ته وويل چې «نوو مذاکراتو ته ورتلل، اشغال ته د نوو شرایطو د وضع کولو اجازه ورکوي او د مذاکراتو له لوړو ژورو د لا ډېرې عام وژنو له پاره ورڅخه استفاده کيږي»

امریکا او قطر له ښکيلو خواوو غوښتي چې غزه کې د اوربند له پاره دغه مذاکرات نباید تضعیف شيانځور: GIL COHEN-MAGEN/AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس د حماس ډلې د یوه چارواکي له قوله چې نوم ېې نه دی ښودلی، ويلي دي، یو دليل چې حماس په دغو مذاکراتو کې له ګډونه صرف نظر کوي، دا دی چې منځګړو خواوو د اوربند پلان د عملي کولو له پاره هغه طرحه چې په می میاشت کې ولسمشر جو بایدن ترسیم کړې وه، وړاندې کړی نه وو.»

خو له دې باوجود، تمه ده چې د قطر په کوربه توب منځګړې خواوې چې په ترکيب کې ېې امریکا، اسرائيل او مصر شامل دي، له حماس سره سلا مشورې پيل کړي.

له دغې موضوع یوې باخبره سرچېنې رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې کېدای شي حماس له منځګړو سره وګوري خو په دې شرط چې هغوی د اسرائیل له لوري یو«جدي ځواب» ترلاسه کړي.

حماس د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، آلمان او ځینو نورو هيوادونو له خوا د یوې تروریستی ډلې په ټوګه درجه بندي شوې ده.

د اسرائيل یوه دفاعي چارواکي ويلي دي چي د دغو مذاکراتو له پاره د اسرائيل د پلاوي په ترکيب کې به د اسرائيل د استخباراتو ادارې موساد مشر ډيويډ بارنیا، د کورني امنیت مشر رونین بار، او د پوځ د یرغمل شوو مشرانو نيتزان الان شامل وي. سپيني ماڼۍ ويلي دي چې د سي آی اې مشر بیل برنس او د منځني ختیځ له پاره د واشنګټن ځانګړی استازی بریت مک ګروک به په دغو مذاکراتو کې د امریکا متحده ایالاتو استازیتوب کوي.

دويچه ویله به هڅه کوي چې په دې تړاو له نوو پېښو معلومات خپاره کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب