1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې اوربند ته د امريکا «محتاطانه» تمه

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۳ آذر ۲۸, چهارشنبه

سپينې ماڼۍ ويلي دي چې د اسرائيل او حماس ترمنځ د منځګړيتوب روانې هڅې بالاخره د يوه اوربند باعث ګرځېدلی شي. بل لوري ته اسرائيل د اوربند په مذاکراتو کې د ګډون له پاره مصر ته د نتانياهو، د تلو خبرونه رد کړي دي.

Gazastreifen Khan Yunis | Tote bei Israelischem Angriff auf eine Schule
انځور: Hani Alshaer/Anadolu/picture alliance

د امریکا متحده ايالاتو، قطر او مصر لوړپوړو چارواکو ويلي دي چې په دې وروستيو ورځو کې په غزه کې د اوربند او يرغمل شويو د آزادولو د تړون په برخه کې پرمختګ شوی دی.

د رويترز خبري آژانس په حواله د سي آی اې مشر ويليم برنز، چې د امريکا له لوري يو مهم مذاکره کوونکی دی، د چهار شنبې په ورځ په دوحه کې د قطر د لومړي وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان الثاني، سره د اسرائيل او حماس ډلې ترمنځ د تړون په اړه د پاتې اختلافاتو د له منځه وړولو په موخه خبرې اترې کوي. 

په دې ترڅ کې د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتانياهو، وياند د سې شنبې په ورځ دا خبر رد کړه چې ګني نوموړی د خبرو اترو په موخه قاهرې ته سفر کوي.

په داسې حال کې چې يوه لوري ته مخکښو مشرانو محتاط امید ښوولی دی، د اسرائيل له لوري بيا د اوربند په اړه ډېر لږ څه راڅرګند شوي دي چې په غزه کې د يرغمل نيول شويو د آزادۍ باعث به وګرځي.

امريکا: «د اوربند تړون ته نږدې شوي يو»

د سپيني ماڼۍ وياند، د سې شنبې په ورځ وويل چې د امريکا حکومتي چارواکي په دې آند دي چې دواړه لوري په غزه کې د اوربند تړون ته نږدې کيدلی شي. کيربي، دا خبره د فوکس نیوز تلويزيون سره د مرکې په ترڅ کې کړې ده.

کيبربي، په دغه مرکه کې ويلي دي: «موږ په دې باور لرو او اسرائيليانو هم دا ويلي دي چې موږ [تړون ته] د نږدې کيدو په حال کې يو او په دې کې هیڅ شک نشته، موږ په دې باور لرو خو موږ د خپل امید په اړه محتاط هم يو. تر دې دمخه هم له ورته وضعيت سره مخامخ شوي يو او وروستۍ پریکړې ته ونه رسېدو.»

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

کله چې وپوښتل شول چې نتانياهو، د اوربند د خبرو په موخه قاهرې ته سفر کولی شي، نو نوموړي هم هيڅ تبصره ونه کړه.

حماس: «که اسرائيل د نويو شرطونو لړۍ ودروي نو اوربند امکان لرلی شي»

د حماس وسله والې ډلې هم د سې شنبې په ورځ ويلي ول چې په غزه کې اوربند او د يرغمل شويو تړون په دې شرط امکان لرلی شي چې اسرائيل له نویو شرطونو څخه ډډه وکړي. 

دغي ډلي ويلي دي: «حماس دا تائيدوي چې زموږ د قطري او مصري ورونو تر نظارت لاندې په دوحه کې د نن ورځې د جدي او مثبتو خبرو اترو په رڼا کې د اوربند او زندانيانو د تبادلې تړون ته رسېدل امکان لري که چېرې قابض د نویو شرطونو له ايښوولو ډډه وکړي.»

اړونده موضوع:

د اسرائيل او حماس تر منځ د اوربند له پاره د هڅو دوام

يوې لوړپوړې فلسطينۍ سرچينې د بريتانيا يوې خبري شبکې ته وويل چې مذاکرات «پخپل وروستي او پريکړنده پړاو» کې دي. تر دې دمخه واشنګټن پوست پخپل يوه رپوټ کې ویلي ول چې حماس له غزې تراډې څخه د اسرائيل د پوځ د بشپړې انخلا خپله غوښتنه بیرته اخيستې ده چې د تړون د لارې مهم خنډ ګڼل کیدله.

دغه ورځپاڼې د مصري سرچينو په حواله پخپل رپوټ کې دا هم ليکلي ول چې حماس اسرائيل ته د ژوندو پاتو يرغمل شويو نوملړ هم ورکړی دی.

د امريکا منتخب شوي ولسمشر دونالد ترمپ، د دوشنبې په ورځ په فلوريدا کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې پر خپل هغه ګواښ يو ځل بيا ټینګار وکړ چې که د جنورۍ تر شلمې نیټې پورې، هغه ورځ چې نوموړی به خپله نوې دنده پېل کړي، یرغمل شوي آزاد نه کړل شي نو هغه به حماس ته دوزخ جوړ کړی.» خو بيا وروسته نوموړي وويل چې که چېرې د اوربند تړون رامنځته نه شي نو «دا به ښه نه وي.» خو نوموړي نور توضيحات ور نه کړل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل