1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا پر اسرائيل په غزه کې بشري وضعيت ته د پاملرنې غږ کړی

۱۴۰۳ مهر ۲۵, چهارشنبه

امريکا غوښتنه کړې ده چې د اسرائيل حکومت دې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې په غزه کې بشري وضعيت ته د ودې ورکولو له پاره لاس په کار شي، که نه نو د پوځي مرستو کمېدو ته دې چمتو واوسي.

د غزې تړانګې په جباليه سيمه کې د خوراکي مرستو ويش
امريکا اسرائيل ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی څو غزې ته د مرستو د انتقال شرائط ښه کړي.انځور: Mahmoud Issa/Middle East Images/picture alliance

د امريکايي خبري انترنت پاڼې « Axios» او د يوې اسرائيلي رسنۍ په حواله د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن، او د دفاع وزير لوېد آستن، د يکشنبې په ورځ په يوه خط کې ليکلي: «موږ اوس په غزه کې د مخ پر خرابيدونکي وضعيت په اړه د امريکا د حکومت پر ژورې اندېښنې د ټینګار په موخه لا ليکنه کوو.»

د اسرائيل د دفاع وزير ياو ګالنت، او د ستراتیژيکو چارو وزير رون ديرمر، ته په دې ليک کې د امريکا وزیرانو څو ځانګړي ګامونه په ګوته کړي چې اسرائيل بايد په ۳۰ ورځو کې ورته پام وکړي.

په دې اقداماتو کې په يوه ورځ کې غزې ته د لږ تر لږه ۳۵۰ لاريو داخليدو ته لاره هوارول، په جګړه کې د وقفو رامنځته کول څو د مرستو وېش ته لاره هواره شي او دا چې کله عملياتي اړتيا نه وي، نو د فلسطين ملکي وګړو ته د وتلو امرونه بايد لغوه شي.

په ليک کې ويل شوي دي: «د دې اقداماتو د پلي کولو او بيا په دوامداره توګه د عملي کولو له پاره د کافي هلو ځلو نه شتون يا پاتې راتلل به کيدای شي د امريکا [د اسرائيل] پر سياست اغېزه ولري او همدا راز په دې اړه د امريکا قانون ته.»

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د امريکا د قانون او د ولسمشر جو بایدن، له خوا د لاسليک شوي يوه سند پر اساس هغه هيوادونه چې له امريکا څخه پوځي مرسته ترلاسه کوي او په فعالو جګړو کې ښکیل دي بايد د امريکا بشري مرستو ته له اخلال پرته د انتقال اجازه ورکړي.

د امريکا او اسرائيل حکومتونو په سملاسي توګه د اکسيوس دې رپوټ ته غبرګون نه دی ښوولی.

نتانياهو مکرون ته: «له يو اړخیز اوربند» سره مخالفت لرم

په دې منځ کې د اسرائيل د لومړي وزير بنيامن نتانياهو، دفتر ويلي دي چې نوموړې د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، ته ويلي دې چې هغه به د اوربند له يوه داسې تړون سره موافقه ونه کړي چې حزب الله بيا منسجم کیدو او په وسلو د سمباليدو مخه ونه نيسي.

مکرون، د اسرائيل او د ایران له ملاتړ د برخمنې ډلې حزب الله ترمنځ د يوه اوربند او همدا راز په غزې تړانګې او لبنان کې د کارېدونکو وسلو د صادراتو د مخنيوي غوښتنه کړې وه. 

د لومړي وزير بنیامين نتانياهو، دفتر د يوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي: «لومړي وزير ولسمشر مکرون، ته ويلي دي چې دی د اوربند له يوه داسې يو اړخیز تړون سره مخالفت کوي چې په لبنان کې به امنيتي وضعيت ته تغير ور نه کړي او ښايي هېواد خپل پخواني حالت ته ور ورګرځوي.»

په دې اعلاميه کې زياته شوې: «هغه ټينګار وکړ چې اسرائيل د حزب الله ترهګرې ډلې پر وړاندې فعاليت کوي څو د اسرائيل په شمالي سرحد کې د خلکو د ګواښل کيدو مخه ونيوله شي او دا چې هغوی وکولی شي بيرته په خوندي توګه خپلو کورونو ته ور وګرځي.»

فرانسې هم د دوشنبې په ورځ د نتانياهو هغه غوښتنې رد کړې وې چې ويلي یې ول چې د ملګرو ملتونو سوله ساتی ځواک UNIFIL دې په لبنان کې له خپلو پوستو څخه ووځي.

په دې منځ کې فرانسې په پاريس کې د اسرائيل سفير د لبنان په جنوب کېد ملګرو ملتونو د سوله ساتو عسکرو پر دريو پوستو د فيرونو د پېښو له کبله احضار کړی دی.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب