مک کنزي: ایران د امریکا او متحدینو له پاره ورځنی ګواښ دی
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱, چهارشنبه
په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو قوماندان، ایران د امریکا او د هغې د متحدینو له پاره ورځنی ګواښ بولي. هغه همدارنګه د کشف او برید له پاره له بې پیلوټه الوتکو څخه د استفادې په برخه کي د ایران له امتیاز څخه خبرداری ورکړ.
انځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance
اعلان
په منځني ختیځ او شمالي افریقا کي د امریکایی ځواکونو قوماندان جنرال مک کنزي د سې شنبې په ورځ د امریکا د نظامي کمېټې په غونډه کي، ایران د امریکا او د هغه د متحدینو له پاره ورځنی تهدید وباله.
هغه ويلي دي چي د ایران په ملاتړ د یمن حوثيانو له جنورۍ راهیسي د څه د پاسه ۱۵۰ بالستیک، د لیري واټن ویشتونکي کروز توغندیو او همدارنګه بې پیلوټه الوتکو په مرسته د سعودي عربستان پر نظامي مرکزونو، غیرنظامي اهدافو او زیربناوو باندي بریدونه کړي دي.
مک کنزي همدارنګه خبرداری ورکړی چي د کشفي عملیاتو او همدارنګه برید له پاره له کوچنیو او متوسطو بې پیلوټه الوتکو څخه د ایران استفاده په دې معنی ده چي د کوریا له جګړې راهیسي د اول وار له پاره امریکا د عملیاتو د ترسره کولو پر وخت پرته له بشپړي هوايي برترۍ څخه ده.
د سنت کام قوماندان زياته کړه: « تر هغه وخته پوري چی موږ ونه سو کولای د بې پیلوټه الوتکو د کشف او له منځه وړلو له پاره د تونايي شبکې ته پراختیا ورکړو، برید کوونکي به برلاسي وي.»
په تیرو ورځو کي په ویانا کي له ایران سره د څلور جمع یو هیوادونو (بریتانيا، فرانسې، روسیې، چین او آلمان) خبرو اترو ادامه درلوده. د دغو خبرو اترو هدف، اتومي تړون ته بیرته راګرځیدل او هغه ډول چي امریکا يې غواړي، د ایران د راکټي برنامو په اړه پراخ اقدامات او همدارنګه په سیمه کي د ایران فعالیتونه دي. د خبرو اترو دغه پړاو د سې شنبې په ورځ پای ته ورسید.
په دغو خبرو اترو کي د امریکا استازو هم ګډون کړی وو، خو له ایران سره یې له مستقیمو خبرو څخه ډډه وکړه. د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سالیوان د یکشنبه په ورځ فوکس نیوز ته وویل چي دغه خبري اتري تر اوسه پوري رغنده وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرایس هم د دغو خبرو اترو له پای ته رسیدو وروسته د سې شنبې په ورځ هغه مثبتي وبللې خو په عین حال کی یې ټینګار وکړ چي لا اوږده لار په مخکي ده.
PG/NZ/DW.Online
په فارس خلیج کي د ایران د توغنديو د نوې اډې انځورونه
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب عمومي قومندان ددغه هیواد د سمندري ځواک د قومندان په ملګرتیا د فارس خلیج په سواحلو کي د ایران د توغنديو نوي اډې ته ورغلي. هغوی دغه تأسیسات او توغندي ستراتیژیکي وسلې وبللې.
انځور: YJC
د جنورۍ پر ۸مه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب عمومي قومندان، حسین سلامي ددغه هیواد د سمندري ځواکونو د قومندان، علیزضا تنګسیري په ملګرتیا د فارس خلیج په سواحلو کي د دغه هيواد د توغنديو د نوي اډې ليدنه وکړه.
انځور: YJC
حسین سلامي په خپلو خبرو کي وویل: «هغه څه چي په دغه کلکسیون کي وینی، د سپاه د سمندري ځواک د ستراتیژیکي توغنديو د څو ساتل سوو تاسیساتو له جملې څخه يو دی چي په هغه کي موږ د توغنديو او دافع هوا یوه مجموعه وینو.
انځور: YJC
د سپاه قومندان وویل: «ددغي مجموعې اوږدوالی کیلومترو ته رسیږي او ددغي مجموعې اکثره وسلې د سپا په سمندري ځواک کي هم موجودي دي.
انځور: YJC
د هغه په خبره «دغه توغندي په سونو کیلومتره واټن وهي، ډیر دقیق او تخریبونکي دي او کولای سي د دښمن له جنګي الکترونیکي تجهیزاتو څخه تیر سي».
انځور: YJC
حسین سلامي د سپاه د سمندري ځواک دغه توغندي «ډیر پيشرفته» وبلله او زياته یې کړه چي دغه توغندي له ساحل څخه سمندر، له مځکي څخه مځکي، له هوا څخه اوبو او د اوبو څخه هوا ته د جهان د بهترینو راکټانو د جملي څخه دي.
انځور: YJC
فارس خلیج په تیرو څلورو لسیزو کي د ایران او امریکا او دهغه د منطقه وي متحدینو ترمنځ د تشنج شاهد وو.
انځور: YJC
د دواړو خواوو ترمنځ د قدرت ښکاره کول په دې وروستيو کي زور اخيستی دی. په تیرو ورځو کي د قاسم سلماني د وژل کیدو له تلین سره سم د فارس پر خلیج باندي د امریکا متحده ایالاتو لخوا B52 ډوله جنګي الوتکو پروازونه وکړل او د جورجيا په نوم جنګي اوبتل یې فارس خليج ته ولېږه.
د تشنج د ډیریدو په منځ کي ایران اعلان وکړ چي ډیر ژر به د یورانیمو ۲۰ فیصده غني کیدل شروع کړي او په فارس خلیج کي یې د نوو توغنديو او بې پیلوټه الوتکو څخه پرده پورته کړه.
انځور: YJC
د ایران روحاني رهبر، علي خامنه اي هم د جمعې د ورځي په خبرو کي د توغنديو پر سیاست باندي ټینګار وکړ او ویې ویل: «نن ورځ د ایران دفاعي قدرت داسي دی چي زموږ دښمنان مجبوره دي زموږ پر توانايي باندي حساب وکړي.»