1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د مهاجرت له کنوانسیونه د سرغړونې په اړه خبرداری ورکړی

۱۴۰۰ مرداد ۶, چهارشنبه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسار فیلیپو ګرانډي، د ژنیف کنوانسیون د ۷۰ کلیزې په مناسبت پر لاسلیک کوونکي هیوادونو غږ وکړ چې د دغه کنوانسیون پرنسیبونو ته دې ژمن پاتې شي.

Türkei Van | Migranten | Grenzregion
انځور: Ozkan Bilgin/Anadolu Agency /Getty Images

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې مشر فیلیپو ګرانډي، ډیر شمیر هیوادونه د ژنیف د مهاجرت کنوانسیون له پرنسیبونو څخه دفاع او ورته ژمن پاتې کیدو ته ور بللي دي.

د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسار فیلیپو ګرانډي د ژنیف د مهاجرت کنوانسیون (دغه کنوانسیون د ۱۹۵۱م کال د جولای میاشتې پر ۲۸ نېټه په ژنیف کې لاسلیک شوی و) د لاسلیک کیدو د ۷۰ کلیزې په مناسبت خبرداری ورکړ چې اروپایي او نور هیوادونه اکثره وختونه هڅه کوي چې له خپل مکلفیت څخه اوږه خالي کړي.

د ژنیف د مهاجرت کنوانسیون یا دغه سند په نړیواله کچه د پناهندګۍ د سیستم اساس تشکیلوي.

د دې سند یا کنوانسیون لاسلیک کوونکي هیوادونه باید هغو پناه غوښتونکو ته پناه یا حفاظت ورکړي چې په خپلو هیوادونو کې تر تعقیب لاندې وي. د پناه غوښتنلیک وړاندې کوونکي باید بیرته هغه ځای ته وانستول شي په کوم ځای کې چې دوی تر تعقیب لاندې یا ربړول کیدو له ګواښ سره مخامخ وي.

ګرانډي وویل: «له کنوانسیون څخه مننه چې له امله یي د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورل شوی دی.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې مشر فیلیپو ګرانډيانځور: picture-alliance/dpa/S. Di Nolfi

دغه ایټالوي په مشخص ډول د کوم هیواد نوم وا نه خیست. خو هغه د یونان ساحلي ساتونکي، چې د مهاجرو کښتۍ بیرته د ترکیې پر لور ستنوي او د چلي هیواد چې وینزیویلایي پناه غوښتونکي بې له دې چې د پناه غوښتنې دوسیې یي و ارزوي، بیرته د دوی هیواد ته ستنوي، ګرم وبلل.

نوموړي په عین وخت کې د بریتانيا او ډنمارک هیوادونو پر هغه پلان هم نیوکه وکړه چې غواړي پناه غوښتونکي یو دریم هیواد ته واستوي او هلته یي بیا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه و ارزوي.

ګرانډي وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو چارو اداره، د ژنیف د کنوانسیون عملي کیدل څاري او په ټوله نړۍ کې د مهاجرو ستونزو ته رسیدګي کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب