1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د آلمان د مهاجرت سیاست د دوام غوښتنه کړې

۱۴۰۰ تیر ۲۶, شنبه

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمیسار فیلیپو ګراندي، له آلمان څخه وغوښتنل چې دغه هیواد دې تر ټاکنو وروسته هم د انګیلا میرکل د مهاجرت سیاست ته ادامه ورکړي.

Flüchtlinge auf dem Weg nach Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/Z. Szigetvary

د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ستر کمیسار فیلیپو ګراندي، د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې آلمان د مهاجرو د منلو او ادغام په برخه کې یو نمونه یي هیواد دی.

نوموړي په دې برخه کې د نورو اروپایي هیوادونو په ارتباط له سیاسي نظره د آلمان له پاره د یو مهم رهبري کوونکي نقش هیله څرګنده کړه.

هغه پر آلماني سیاستوالو غږ وکړ چې «په اروپا کې خپل د رهبرۍ قوت ښکاره کړئ.»

د ملګرو ملتونو سازمان د مهاجرت د چارو کمیسار زیاته کړه: «که آلمان دلته د رهبرۍ رول ونه لري، بیا به مونږ ډیره لږه کامیابي ولرو.»

د هغه په وینا دا خبره د افغانستان په برخه کې هم صدق کوي. ګراندي وویل چې هلته (په افغانستان کې) د آلماني پوځیانو قربانیانې باید ضایع او له پامه ونه غورځول شي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تشنج د زیاتیدو خطر ډیر شوی دی. هغه وویل چې اروپایان باید خپل ټول توان په کار واچوي، څو د افغان سولې بهیر پرمخ ولاړ شي. د نوموړي په خبره دا یوازې د امریکایانو کار یا مسئولیت نه دی.

آژانسونه: ش.ن/ م. ق.ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب