د آلمان د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر آلمان ته په ډېر لوړ شمیر کې د مهاجرو د راتګ په پام کې نیولو سره د مهاجرت پر موضوع یوه بله سرمشریزه رابولي.
فایزر د یکشنبې په ورځ د ZDF تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې نوموړې به په همدې اونۍ کې یو وار بیا ټول ښکیل اړخونه یوې غونډې ته را وبولي، څو پر ښاروالیو فشار راکم او ستونزو ته یي رسیدګي وشي.
له جبري عسکرۍ څخه تښتیدلي په زرګونو روسان المان کې دي
په دې غونډه کې به د مالي مرستې او همدارنګه د کورونو جوړولو پر موضوع بحث وشي، څو په بیړه اضافي کورونه جوړ کړای شي.
سربیره پر دې فایزر غواړي د اروپايي اتحادیي پر غړو هیوادونو د مهاجرو د بهتره ویشلو په خاطر فشار واچوي. مخکې تر دې ایالتونو او ښاروالیو او همدارنګه اتحادي ګوندونو او زرغون ګوند غوښتنه کړې وه چې دې موضوع ته دې لومړيتوب ورکړل شي او د مهاجرت سرمشریزه دې را وبلل شي.
دا خبره د هیسن ایالتي لومړي وزیر بورس راین د یکشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې واضح کړې ده. هغه ویلي دي چې نوموړې داسې تصور لري چې مرکزي حکومت تر اوسه پورې هغه ستونزمن وضعیت چې ایالتونه او ښاروالۍ ورسره مخامخ دي، هیڅ درک کړی نه دی.
په ۲۰۲۲م کال کې المان ته په ډیر لوړ شمیر کې مهاجر را رسیدلي ديانځور: Jens Schicke/IMAGO د آلمان صدارعظم اولاف شولڅ د رد شویو مهاجرو د زر اخراجولو غوښتنه کړې.
نوموړي د «بیلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته وویل: «کله چې المان هغو کسانو ته چې تر تعقیب لاندې وي محافظت تضمینوي، نو هغه کسان چې د دې محافظت مستحق نه دي باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.»
خو د دې له پاره یو شرط دا دی چې اصلي هیوادونه باید خپل اتباع بیرته ومني یا تسلیم شي.
د برلين په کلتوري کارنوال کې د مهاجرو د پام وړ نقش
له ۱۹۹۶م کال راهیسې هر کال د آلمان په پلازمېنه برلين کې د مختلفو کلتورونو ګډ کارنوال ترسره کیږي. سږ کال هم تر ۷۰ ډیرو مختلفو فرهنګي ډلو دغه جشن په خپلو دودیزو نڅاګانو او سندرو سره ولمانځه. انځور: Reuters/H. Hanschke دغه کارنوال په برلين کې د "پنطیکاست" په نوم د عیسوي اختر په ورځو کې ترسره کیږي. په سږګني کارنوال کې هم په سلګونو زرو کسانو ګډون کړی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen د کلتوري کارنوال د ترسره کولو هدف یوازې د فرهنګونو رنګارنګي ښوول نه دي، بلکه د دغو کلتورونو ستایل او جشن نیول هم دي. په سږني کارنوال کې چې د ګډون کوونکو ډولو شمیر یي ۷۴ ته رسیده، پر آلمانانو سربیره د سویلي امریکا، افریقا، بالکان هیوادونو، هند او منځني ختیځ مختلفو ډلو د خپلو کلتورونو نمایش وړاندې کړ.
انځور: Reuters/H. Hanschke پر لویو ډلو سربیره کوچنیو ګروپونو هم له ځانګړو لباسونو او نڅاګانو سره دې جشن ته خاصه ښکلا وربخښلې وه.
انځور: Reuters/H. Hanschke په آلمان کې داسې لږ ښارونه شته چې د برلين په څیر د کلتورونو تنوع یا رنګارنګي ولري. په برلين کې د ۱۸۰ مختلفو هیوادونو اتباع ژوند کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen د هر کال په څیر موسیقي هم په سږني کلتوري کارنوال کې مهم رول درلود. په کارنوال کې د ډي جی موسیقې ترڅنګ نورو سندرغاړو هم ګډون درلود. دا جشن د اقتصادي پلوه هم د برلين له پاره ډیر مهم ګڼل کیږي او د برلين د سیاحت سکتور ته رونق وربخښي.
انځور: Reuters/H. Hanschke په تیرو دوو لسیزو کې له دې کلتوري کارنوال څخه د لیدونکو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالي راغلی او اوس یې شمیر شاوخوا یو میلیون تنو ته رسیدلی دی. په برلين د کلتورونو لومړنی کارنوال په ۱۹۹۶ م کال کې د بهرنیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د اعتراض په توګه ترسره شوی وو چې اوس یي هم خپل دغه سوله ایز ماهیت ساتلی دی.
انځور: Reuters/H. Hanschke په آلمان کې د ښي اړخي نظریي په پراخیدو او د بهرنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په پام کې نیولو سره د دغه کلتوري کارنوال ترسره کونکي دې جشن ته د مختلفو پرګنیو ترمنځ د ګډ سوله ایز ژوند د ترسره کولو په برخه کې د یوه مهم ګام په سترګه ګوري.
انځور: Reuters/H. Hanschke
شولڅ زیاته کړه: «لویه ستونزه همدا ده. اوس باید دغه لویه ستونزه په پریکړنده ډول حل کړو.» د دې په بدل کې آلمان له دغو هیوادونو څخه مهارت لرونکي او مسلکي کارګرو ته په قانوني ډول د راتګ لاره پرانیزې.
د مهاجرت د تړونونو له پاره د آلمان نوي ځانګړي استازي یواخیم شټمپ د آلمان د مهاجرت سیاست په مسیر کې د بدلون خبر ورکړ. هغه وویل آلمان غواړي چې په افریقا کې د پناه غوښتنې د اروزل کیدو پر بهیر غور وکړي.
په دې توګه به په مدیترانې سمندر کې ژغورل شوي کسان د دوی د پناغوښتنې دوسیو د ارزول کیدو په خاطر شمالي افریقا ته استول کیږي، خو دغه پروسه ډیر دیپلوماتیکو هڅو ته اړتیا لري او دا یوه اوږده پروسه ده.
د مهاجرو له پاره انلاین پوهنتون کې د داخلې تقاضا ډیره شوې
شټمپ وویل نړیوال معیارونه باید په افریقا کې هم وساتل شي، د «اف ډي پي» ګوند دغه سیاستوال د دې ترڅنګ اعلان وکړ چې هغه غواړي له دریمو هیوادونو سره هم د مهاجرت د توافقنامو په لاسلیک کولو سره د غیر قانوني مهاجرتونه تر کنترول لاندې راولي. هغه ټینګار وکړ: «یوازې په کټارو او اغزن سیمونو سره د غیر قانوني مهاجرتونو مخه نه شي نیول کیدلی» اغیزمن موافقتنامې کولی شي تضمین کړي چې «خلک په لومړي پړاو کې صحراو ته لاړ نه شي، او په مدیترانه کې داسې کښتیو کې سپاره نه شي چې د سفر کولو جوګه نه دي او په اغزنو کټارو وانه وړي، څو یوازې دلته د پناه غوښتنې سیستم ته داخل شي، د کوم پورې چې دوی تعلق نه لري، ځکه دوی په خپل هیواد کې تر تعقیب لاندې نه دي.»
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
کومو مهاجر په آلمان کې د مسلکي زده کړو جانس ترلاسه کړی؟
تیر کال د آلمان په مختلفو کمپونو کې ۹۳۰۰ مهاجرو په بیلابیلو څانګو کې د مسلکي زده کړو فرصتونه ترلاسه کړي دي. دا چې د کومو هیوادونو ډیرو مهاجرو دغه چانسونه ترلاسه کړي دي په دې انځوریز رپوټ کې یې لوستلای شئ. انځور: D. Kaufmann په ۲۰۱۷ م کال کې ۳۴۷۰ افغان پناغوښتونکو او مهاجرو د آلمان په مختلفو برخو کې د مسلکي زده کړو چانسونه ترلاسه کړي دي.
انځور: DW/A. Grunau سوریایې مهاجر د شمیر له پلوه په آلمان کې تر ټولو ډیر دي، خو په دوی کې یوازې ۲۷۰۰ یې مسلکي زده کړې ترلاسه کوي چې په دې برخه کې تر افغانانو شاته پاتې دي.
انځور: DW/Aasim Saleem د ټول آلمان په کچه د مهاجرو په کمپونو کې ۸۰۰ عراقي مهاجر د مسلکي زده کړو پر ترلاسه کولو بوخت دي.
انځور: picture alliance/dpa/W. Kastl آلماني ادارو او شرکتونو د افریقایې هیواد ایرتیریا ۷۱۰ تنه مهاجر د مسلکي زده کړو په برخه کې منلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst که څه هم په آلمان کې د ایران n پناغوښتونکو شمیر دومره لوړ نه دی، خو ایراني مهاجر د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو له پلوه په پنځم ځای کي دي. د دغه هیواد ۵۷۰ تنه مهاجر په آلمان کې پر مسلکي زده کړو بوخت دي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi پاکستاني مهاجر په دې برخه کې په شپږم مقام کې دي. تیر کال ۴۵۰ پاکستاني مهاجرو په آلمان کې د مسلکي زده کړو چانس ترلاسه کړی دی.
انځور: DW/R. Fuchs د سومالیا مهاجر په دې برخه کې اووم مقام ترلاسه کړی دی. ۳۲۰ سومالیایې مهاجرو ته د مسلکي زده کړو زمينه برابره شوې ده.
انځور: DW/A. Peltner د افریقایې هیواد نایجیریا ۲۸۰ تنو مهاجرو تیر کال په آلمان کې د مسلکي زده کړو چانس ترلاسه کړی دی.
انځور: A.T. Schaefer