1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: پر امنيتي پوسته برید کې لس پاکستاني عسکر وژل شوي

۱۴۰۳ آبان ۴, جمعه

د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې د امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته د وسله والو برید کې لس پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي. د پولیسو یو افسر جمعې په ورځ وويل چې په دغه حمله کې یو شمېر ځواکونه ټپيان شوي هم دي.

د آرشیف انځور- پاکستاني ځواکونه
د پاکستان پولیسو د جمعې په ورځ د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۲۵مه وويل چې په دیره اسماعیل خان کې د وسله والو په یوه حمله کې ۱۰ ځواکونه وژل شويانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/IMAGO

د ځايي پولیسو افسر، عبدالرؤوف، وويل چې دغه حمله د شپې پرمهال د خیبر پښتونخوا په درابن ښارګوټي کې شوې چې په کې له ټوپکو او لاسي بمونه استفاده شوې ده.

عبدالرؤوف زیاته کړه چې حمله کونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او هغوی د پېښې ځای ته د کمکي ځواکونو په رارسېدو له خپلو مړو او ټپيانو سره وتښتېدل.

د پاکستان پښتونخوا ایالت اعلی وزیر، علي امين ګنداپور، په یوه اعلاميه کې د وژل شویو عسکرو قربانۍ ته درناوی کړی او د ټپي شویو عسکرو له کورنيو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.

د فرانسې خبري آژانس وايي د دغې حملې مسئولیت چا نه دی منلی، خو شک پر پاکستاني طالبانو کیږي، کوم چې ډېری وخت په پاکستان، په ځانګړې توګه قبایلي علاقو کې د پاکستان امنيتي ځواکونه په نخښه کوي.

زیاته شوې چې په درابن ښارګوټي کې دغه وسله واله حمله د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ سیمه کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له دوو جلا عملیاتو سره تقریباً هممهاله شوې ده. رپوټ وايي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس په ترسره شویو عملیاتو کې چې په باجوړ کې کې شوي دي، ۱۹ وسله وال وژلي دي.

(AP)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل