1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پاکستان: له افغانستانه په بریدونو کې مو درې سرتیري وژل شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۴, یکشنبه

د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستاني پوځیانو پر امنیتي پوستې د درنو وسلو په ډزو کې درې سرتیري وژل شوي دي. پاکستان وايي په ځوابي بریدونو کې ګڼ شمیر ترهګر هم وژل شوي دي.

Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د اپریل میاشتې پر ۲۳مه) د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه امنیتي پوسته باندې د افغانستان له خاورې څخه د درنو وسلو برید شوی چې په نتیجه کې یې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې چې په دغو بریدونو کې چې د شپې له خوا شوي، د پاکستان د امنيتي ځواکونو درې غړي وژل شوي. اعلامیه زیاتوي چې په ځوابي ډزو کې یو شمیر ترهګر هم وژل شوي دي. تر اوسه پورې په خپلواکه توګه د یاد برید د تائید امکانات په لاس کې نشته دي.

دا هم په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان او پاکستان کې خونړي بریدونه ډیر شوي. که څه هم په افغانستان او پاکستان دواړو هیوادونو کې داعش ډله فعالیت لري او ګڼ شمیر خونړي بریدونه یې ترسره کړي خو په پاکستان کې بیا پاکستاني طالبانو هم د دغه هیواد پوځ ته سرخوږی جوړ کړی دی.په خوست کې د پاکستاني الوتکو بمبارۍ درنه مرګ ژوبله اړولې

پاکستاني طالبان یا تحریک طالبان پاکستان چې د ملګرو ملتونو په حواله په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره غړي لري، په دې وروستیو کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونو ته شدت ورکړی دی. د همدې میلادي میاشتې په لومړیو کې د پاکستاني طالبانو د برید په پایله کې د اوو پاکستاني پوځیانو تر وژل کیدو وروسته پاکستان هم د اپریل میاشتې پر ۱۶مه نیټه په ځوابي اقدام لاس پورې کړ او د لومړي ځل له پاره یې په خوست ولایت کې هوايي بریدونه وکړل.

د افغان چارواکو په خبره دغه برید د وزیرستاني کډوالو کورونه په نخښه کړي وو چې له کبله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي وو. یونسف د خوست په هوايي برید کې د ۲۰ ماشومانو د وژل کیدو پخلی کړی وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل