1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تیر کال امریکا او چین تر ټولو لوړ پوځي مصارف درلودل»

۱۴۰۰ اردیبهشت ۶, دوشنبه

د وروستیو خپرو شویو شمیرو له مخې په ۲۰۲۰م کال کې په نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰ میلیارده ډالره پر پوځي بودیجې لګول شوي دي. په دومره لوړه کچه د پوځي تجهیزاتو له پاره د بودیجې ځانګړې کول یو بې ساری عمل بلل شوی دی.

US-amerikanischer Kampfjet F-22A
انځور: Ben Bloker/US Air Force/dpa/picture alliance

په ستکهلم کې د سولې نړیوال انستیتوت (سیپري) د نړۍ د مختلفو هیوادونو د پوځي او نظامي بودیجې په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړی دی.

د سیپري د رپوټ پر بنسټ د نړۍ هیوادونو په ۲۰۲۰م کال کې په مجموع کې د ۱۹۸۱ میلیارده ډالرو معادله بودیجه د وسلو پر پیرلو لګولې ده. په دې توګه نو د کرونا ویرس خپریدو او له دې امله رامنځته شوي اقتصادي کړکیچ د نړۍ د هیوادونو د وسلو پر مصارفو کومه اغیزه نه ده لرلې.

د پوځي توان د پياوړې کولو له پاره په دومره لوړه کچه مصارف له کله راهیسې نه چې د سیپري انیستیتوت ( ۱۹۸۸م کال) د رپوټونو جوړول پيل کړي دي تر اوسه پورې بې ساري بلل کیږي.

د همدې رپوټ له مخې تیر کال د نړۍ د هیوادونو نظامي بودیجه د نړۍ د ټولنیز ناخالص تولید د مجموعې شاوخوا ۲،۵ سلنه وو.

هند په دریم او عربستان په شپږم مقام کې

امریکا متحده ایالاتو د ۷۷۸ میلیارده ډالرو په ځانګړې کولو سره د پوځي بودیجې تر ټولو لوړه کچه درلوده. په دې ترتیب سره نو په ۲۰۲۰م کال کې د ټولې نړۍ د نظامي بودیجې ۳۹ سلنه د امریکا له خوا د وسلو د خریدارۍ پورې ارتباط نیسي.

چین هم له ۲۵۲ میلیارده ډالره پوځي بودیجې سره په دویم مقام کې ځای نیولی دی. وروسته له دې هند له ۷۳ میلیارده ډالره پوځي بودیجې سره په دریم مقام کې ځای نیولی دی.

روسیه له شاوخوا ۶۲ میلیارده ډالرو سره او بریتانیا له څه باندې ۵۹ میلیارده ډالره پوځي بودیجې سره په څلورم او پنځمو مقامونو کې ځای نیولی دی.

که څه هم سعودي عربستان خپله پوځي بودیجه راکمه کړې ده او له ۵۷ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالرو په مصرفولو سره یې په شپږم مقام کې ځای نیولی دی.

په دې ترتیب سره د دغو شپږو هیوادونو نظامي بودیجه په مجموع کې د ۲۰۲۰م کال د پوځي بودیجې ۶۵ سلنه برخه تشکیلوي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب