افغانستان او قزاقستان پر پوځي همکاریو هوکړه کړې
۱۴۰۰ خرداد ۲۸, جمعه![Sicherheitsvereinbarung Afghanistan und Kasachstan](https://static.dw.com/image/57949182_800.webp)
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د پنجشنبې په ورځ په یوه رسمي سفر د قراقستان پلازمېني نورسلطان ته تللی دی. هغه په دغه سفر کي د ياد هیواد له چارواکو سره، د گډو پوځي همکاریو او دفاعي تجهیزاتو د برابرولو په هکله خبري اتري کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا نن جمعه (۲۰۲۱م کال د جون ۱۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د افغانستان او قزاقستان تر منځ د پوځي همکاریو په اړه د یوه تړون د لاسلیک کولو خبر ور کړی دی.
د دغي اعلامیې پر اساس، د پوځي همکاریو په اړه دغه تړون د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور حمدالله محب او د قزاقستان د دفاع وزیر نورلان یرمک بایف لاسلیک کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په اعلامیه کي راغلي دي چي د دغه تړون لاسلیک کیدل، د دواړو هیوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخو کي د متقابل پوځي ملاتړ له پاره زمینه برابروي.
په دغه تړون کي گډ تمرینات، طبي همکارۍ، د تجهیزاتو نوي کول، لوژیستیکي او فني ملاتړ، جنگي زده کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اطلاعاتي نظامي همکارۍ شاملي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور، د قزاقستان د ملي امنیت کمیټې له رئیس کریم ماسیموف سره د لیدني کتني پر وخت ویلي دي چي دواړه هیوادونه د امنیتي گډ کار له پاره د ښې زمینې رامنځته کولو په هڅه کي دي.
GP/NZ/SHI