په اوکراین کې یوه پوځي الوتکه رالوېدلې ده
۱۳۹۹ مهر ۵, شنبهد رسمي رپوټونو په حواله د یوې نظامي الوتکې د رانسکوریدو په پيښه کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۲ تنه نور شدید ټپیان شوي دي. دا پيښه د «خارکُف» سمې په «چوهوئیف» ښار کې رامنځته شوې ده. د الوتکې د ۷ تنه پرسونل سربیره ۲۰ تنه د اوکراین د هوایي ځواکونو محصلین په الوتکه کې سپاره ول.
په ټولنیزو شبکو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې الوتکه د اورلګېدنې په حالت کې لیدل کیږي. تر اوسه پورې د دې نظامي الوتکې د را نسکوریدو دقیق علت نه دی معلوم، خو ویل شوي دي چې د « ÂäÊæäæÝ AN-26 » الوتکې د کښیناستلو پر مهال دغه پيښه رامنځته شوې ده.
د سیمې ښاروال الکسی کوتشرا ویلي دي چې د الوتکې یو ماشین له کاره ولیدلی وو. ویل شوي چې دغې الوتکې د یوه روزنیز پرواز پر مهال سقوط کړی دی.
د اروپا د خارجي سیاست مسئول جوزف بورئل، په اوکراین کې د الوتکې د را لوېدو پيښې په اړه خپل خفګان ښودلی دی او د تویتر له لارې یې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ويلی دی. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي دي چې نن د شبنې په ورځ به د پيښې له ځای څخه لیدنه وکړي.
دغه سیمه د روسیې له سرحد څخه په ۴۰ کیلومترۍ کې د اوکراین په بحران ځپلي هیواد کې واقع ده، خو په جنګي سیمه کې قرار نه لري.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص