1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
غذايي مصئونيتافغانستان

افغانستان؛ په میلیونونو خلک له شدید فقر سره مخ دي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ دی ۶, شنبه

د نړېوالو مرستو له کمښت او په لوی شمېر کې د مهاجرو له بېرته ستنېدا سره په میلیونونو خلک په افغانستان کې له لوږې، فقر او سوړ ژمي له سختیو سره مخ دي. بشري سازمانونه له ناوړه وضعیت څخه خبرداری ورکوي.

آرشیف د ۲۰۲۲م کال د جنوري ۳۱مه کابل - د یوې نانوايي مخې ته پر راټول شوو یو شمېر بې وزله افغانانو د وچې ډوډۍ ویش
د نړېوالو مرستو له کمښت او بېرته ستنېدا سره په میلیونونو خلک افغانستان کې له لوږې، فقر او سوړ ژمي له سختیو سره مخ ديانځور: Ali Khara/REUTERS

رحیم الله د کابل په ختیځ کې په خپله لاسي کراچۍ کې شاوخوا ۱۰ ساعته جرابې خرڅوي چې په ورځ کې معادل د ۴، ۵ تر ۶ ډالرو پورې عاید په لاس راوړي. دا ډېر لږ عاید دی، خو د هغه له پاره یوازینۍ سرچينه ده ترڅو خپله پنځه کسیزه کورنۍ پرې وچولي.

رحیم الله د هغو میلیونونو افغانانو له ډلې یو دی چې ژوند ېې پر بشري مرستو متکي دی، که هغه مرستې په کابل کې د اوسنیو حاکمانو له خوا کيږي او یا د نړېوالو خیریه بنسټزو له خوا.

د سره صلیب نړېوالې کمېټې د دوشنبې په ورځ پر خپلې ویب پاڼه ولیکل چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۲ اعشاریه ۹ میلیونه خلک، یعنې د افغانستان شاوخوا نیمايي نفوس، بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو په نړېوالو مرستو کې په پراخه کچه کموالی، له هغې جملې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو پر سازمان د مرستو بندول، دغه حیاتي سرچينه تر ډېره بریده قطع کړې ده.

نور ولولۍ: ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لوږې بحران زیاتیدو خبرداری ورکړی

د خوړو نړېوال سازمان تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې اوس مهال په افغانستان کې له ۱۷ میلیونو ډېر خلک د ژمي په موسم کې د لوږې له بحران سره مخ دي چې دا شمېر له یو کال مخکې په پرتله درې میلیونه زیات دی.

افغانستان سره د بشري مرستو کمیدل داسې وخت کیږي، چې دغه هېواد له ضعیف اقتصاد، پر له پسې وچکالیو او دوو وژونکو زلزلزو سره جوخت له پاکستان او ایران څخه د لوي شمېر اخراج شوو مهاجرو له بېرته ستنېدا سره لاس او ګریوان دی. دغو حالاتو د سرپناه او خوړو په ګډون پر نورو برخو هم فشارونه لاپسې زیات کړي دي.

د طالبانو حکومت ویلي په تېرو څلورو کلونو کې ۷ اعشاریه ۱ میلیونه افغان مهاجر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي ديانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

 د ملګرو ملتونو له خوا د مرستو غوښتنه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر، ټام فیلچر، د ډسمبر په منځ کې امنیت شورا ته وویل چې وروستیو زلزلو او د مرستندویانو پر فعالیت او لاسرسي د محدودیتونو د زیاتولو په ګډون «هم مهاله کړاونو» وضعیت لاپسې سخت کړی دی.

نور ولولۍ: د بشري حقونو نړيواله ورځ؛ یوناما د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر تأمین ټینگار کړی

فیلچر زیاته کړه، که څه هم په ۲۰۲۶ کې څه باندې ۲۲ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري، خو د ډونرو هیوادونو د مالي مرستو د کمېدو په دلیل، دوی اړ دي چې یوازې پر هغو ۳ اعشاریه ۶ میلیون کسانو تمرکز وکړي چې فوري او ژغورنکو مرستو ته اړتیا لري.

هغه د سږني ژمي په هکله وویل چې دا «په وروستیو کلونو کې یوازینی ژمی دی چې د نړېوالو خوراکي توکو ویش په کې تقریباْ هېڅ نه دی شوی.»

افغانان ولې له ایرانه وتلو ته زړه ښه کوي؟

02:17

This browser does not support the video element.

د فیلچر په خبره، «په پایله کې، په ۲۰۲۵م کال کې یوازې شاوخوا یو میلیون هغو افرادو چې تر ټولو ډېر زیانمنونکي دي، د خوړو د کمښت په موسم کې مرستې ترلاسه کړي» په داسې حال کې چې دغه رقم تېرکال ۵ اعشاریه ۶ میلیونه وو.

روان کال د ملګرو ملتونو د بشري سازمانونو له پاره یو ناوړه کال و چې هغوی ېې د مرستو د کمېدو په دلیل دې ته اړ اېستل چې لګښتونه راکم او په زرونو کارونه حذف کړي.

نور ولولۍ: ملگري ملتونه: ۹۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخامخ دي

فیلچر وویل: «موږ له ټولو هغو خلکو چې لاهم له افغانستانه ملاتړ کوي مننه کوو. خو که ۲۰۲۶ کال ته وګورو، د ژغورنکو مرستو د لاډېر کمښت خطر موجود دی، هغه هم په داسې یو وخت کې چې د غذايي ناخوندیتوب، روغتيايي اړتیاو، اساسي خدماتو او له خطراتو څخه د حفاظت په ګډون ټولو برخو کې فشارونه مخ په ډېرېدو دي.»

د خوړو نړېوال سازمان تېره اوونۍ وویل په افغانستان کې له ۱۷ میلیونو ډېر خلک د ژمي په موسم کې د لوږې له بحران سره مخ دي انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/imago images

د کډوالو بېرته راستنېدل

افغانستان ته د میلیونو کډوالو بېرته ستنېدل د افغانستان پر نظام چې وار دمخه هم په یو بې ثباته وضعیت کې وو، فشارونه لا ډېر کړي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو د چارو وزیر، عبدالکبیر، د یکشنبې په ورځ وویل چې په تېرو څلورو کلونو کې ۷ اعشاریه ۱ میلیونه افغان مهاجر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

۲۹ کلن رحیم الله هم د هغوی له ډلې یو دی. هغه چې مخکې د افغانستان په پوځ کې سرتېری و، په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته ولاړ.

نور ولولۍ: ډبلیو اف پي د میلیونونو وګړو د شدېدې لوږې خبرداری ورکړ

هغه دوه کاله وروسته بېرته له پاکستانه افغانستان ته اخراج شو چې په سر کې ېې مرستې په نغدي او د غذايي موادو په توګه ترلاسه کړي دي. هغه وايي: «دغو مرستو ما سره ډېره مرسته وکړه.» خو له هغو پرته «اوس د ژوند کولو له پاره په کافي اندازه پیسې نه لرم. که خدای مه کړه له ناروغۍ یا کومې بلې ستونزې سره مخ شم، هغو ته رسیدګي به راته ډېره سخته وي، ځکه هېڅ اضافي پیسې نه لرم.»

افغانستان ته په لوی شمېر کې د افغان مهاجرو له بېرته ستنېدا سره، د کورنو کرایې هم لوړې شوي دي. رحیم الله په داسې یو کرايي کور کې اوسېږي چې نیم دیوالونه ېې پاخه او نیم ېې د خټو دي او پخلی له خټو په جوړو نغریو کې کوي. خو بیا هم د کور مالک پرې کرایه تقریباً دوه چنده یعنې له ۴۵۰۰ څخه ېې ۸۰۰۰ افغانیو ته لوړه کړې ده. رحیم الله وايي چې د دغې کرایې د ورکړې توان نه لري. له همدې کبله هغه، مېرمن، لور او دوه کوچني زامن ېې راتلونکې میاشت له دغه کوره وځي، پرته له دې چې پوه شي چېرته به ځي.

رحیم الله واک ته د طالبانو د بیارسېدو څخه مخکې مناسب معاش درلود او مېرمن ېې ښوونکې وه. خو پر ښځو او نجونو د نوي حاکمیت سخت محدودیتونه سبب شوي چې افغان ښځې تقریباً له ټولو کارونو بې برخې شي. دې سره د هغې خاوند هم اوس بیکاره دی.

نور ولولۍ: ايران غواړي ۲ ميليونه نور افغانان اخراج کړي

رحیم الله وویل: «اوس وضعیت داسې دی که د اوړو پیسې پیدا کړم، د غوړيو دا نه لرم. که د غوړیو پیسې پیدا کړم بیا د کور کرایه نشم پرې کولی. د برق اضافي مصرف هم راځي.»  

انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance

سخت ژمی، کړاو نور هم زیاتوي

شیرین ګل د افغانستان په شمال ختيځ ولایت بدخشان کې په یوه ناهیلې کونکي وضعیت کې ژوند کوي. په ۲۰۲۳م کال کې د هغې ۱۲ کسیزې کورنۍ د اوړو، غوړيو، وريجېو، لوبیا، حبوباتو، مالګې او بېسکويټ په څېر مرستې ترلاسه کولې، چې د دوی ژوند پرې چلېده. خو دغو مرستو یوازې شپږ میاشتو دوام وکړ او اوس هېڅ هم نشته. د شیرین ګل مېړه زوړ او ناتوانه دی، نشي کولی کار وکړي. هغه لس اولادونه، ۷ لوڼې او ۳ زامن لري چې عمرونه ېې له ۷ تر ۲۷ کلونو پورې دي. د دوی د کور مسئولیت اوس د هغوی د ۲۳ کلن زوی په غاړه دی. هغه د دوی یوازینی اولاد دی چې کار کولی شي، خو هغه هم کله کله کار پیدا کولی شي.

شیرین ګل وویل: «موږ ۱۲ کسان یو... یو نفر کارګر نشي کولی مصرف پوره کړي. موږ په یو ډېر سخت وضعیت کې یو.»

دغه کورنۍ وايي چې ځینې وخت ېې ګاونډيان ورسره مرسته کوي او هغوی ته ډوډۍ راوړي، خو ډېری وخت ټول وږي پاته کيږي.

نور ولولۍ: د ميلیونو افغان کډوالو بېرته ستنېدا کیدای شي تروريزم تقویه کړي

شيرین ګل وویل: «ډېر کله داسې شوي چې موږ شپې د خوړلو له پاره څه نه دي لرلي او کوچني ماشومان مې له ډوډۍ خوړلو پرته ویده شوي دي. یوازې شين چاې مې ورکړی او هغوی په داسې حال کې چې ژړل خوب وړي دي.»

شيرین ګل د طالبانو تر بیاواکمنېدو مخکې د خدمتګارې په توګه کار کاوه خو عاید ېې د کورنۍ له پاره کفایت نه کاوه. اوس چې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی، هغه بیکاره ده چې پر وینا ېې عصبي ستونزه ورته پیدا شوې او ډېر وخت ناروغه وي.

د بدخشان سوړ ژمي هم د هغوی د ژوند سختیانې لاپسې زیاتوي. بدخشان په ژمي کې ډېره واوره لري چې له کبله ېې ساختماني کارونه چې د شیرین ګل زوي په کې وخت ناوخت کار کوي، په ټپه دریږي. له خوړو ورهاخوا، د پخلي او تودوښې له پاره د ډبرو سکرو او لرګيو اړتیاوې هم شته.

شیرین ګل وویل: «که وضعیت همداسې ادامه ولري، ښايي له شدیدې لوږې سره مخ شو چې په هغه صورت کې به په دې سړه هوا کې ژوندي پاتې کېدل سخت وي.»

د هريپور پنډغالی کابو خالي شوی

03:17

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب