1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د بلوچستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲۵ کسان وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ بهمن ۱۲, یکشنبه

د پاکستان په سویل لویدیځ نا امنه بلوچستان ایالت کې د بیلتون غوښتونکو له بریدونو وروسته د پاکستان پوځ د لږ تر لږه ۱۲۵ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. دغه بریدونه د ایالتي مرکز کوټې په ګډون په ۱۲ مختلفو ځایونو کې شوي دي.

د بیلتون غوښتونکو له برید وروسته امنیتي ځواکونه د پيښې په ځای کې
په دغو بریدونو کې ۱۸ ملکي وګړي او ۱۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي ديانځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د پاکستاني پوځ رسنیزې ادارې یا آي. اس. پي. آر د شنبې (د جنورۍ ۳۱ نیټه) په ورځ ویلي چې بیلتون غوښتونکو د بلوچستان ایالتي مرکز کوټې او ګوادر په ګډون مختلفو ځایونو کې بریدونه کړي دي. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې په خبره په دغو بریدونو کې ۱۸ ملکي وګړي او ۱۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د دې ترڅنګ د درو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۹۲ یاغیان وژل شوي دي.

مخکې تر دې سیمه ایزو امنیتي چارواکو په دغو بریدونو کې د ۱۵ ملکي ورګړو او امنیتي ځواکونو د وژل کیدو خبره کړې وه. د دغه رپوټ پر بنسټ په لومړیو کې د وژل شوو یاغیانو شمیر هم ۵۸ ښودل شوی و.

یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس AFP ته ویلي دي «له ګرمو وسلو او ځانمرګو سره همغږې بریدونه» د ټول بلوچستان په کچه شوي دي.

په مجموع کې تر ۱۲ ډیرو ځایونو کې په یوه وخت کې بریدونه شوي دي. همدارنګه ویل کیږي چې د نوشکی ولسوالۍ د ادارې مرستیال تښتول شوی دی.

یوه بل لوړ پوړي امنیتي چارواکي ویلي دي چې په یوې بلې ولسوالۍ کې یاغیانو لږ تر لږه ۳۰ بندیان آزاد کړي او یو تعداد وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي. سربیره پر دې یاغیانو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی او له هغه ځایه یې هم وسلې او پوځي مهمات له ځان سره وړي دي.

د بلوچستان په څلورو ولسوالیو کې پولیسو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې وضعیت تر اوسه پورې په بشپړ ډول تر کنترول لاندې نه دی. په سیمه کې د ګرځنده تلیفونونو شبکو فعالیت محدود شوی او د ټول بلوچستان ایالت په کچه د اورګاډي خدمات درول شوي دي.

شریف ګاونډی هیواد هندوستان د بیلتون غوښتونکو په ملاتړ، چې د دغو بریدونو مسئول دی، تورن کړی دی.انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د امنیتي ځواکونو د هڅو ستاېنه کړې ده چې توانیدلي دي په ۱۲ مختلفو ځایونو کې «همغږې شوي بریدونه» خنثی کړي. شریف ویلي: «زه له خپل ټول ولس سره په ګډه پر خپلو شهیدانو ویاړم.» 

په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر ګاونډی هیواد هندوستان د بیلتون غوښتونکو په ملاتړ، چې د دغو بریدونو مسئول دي، تورن کړی دی. شریف اعلان وکړ: «مونږ به د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړو، تر څو په بشپړ ډول له هیواد څخه لمنځه نه وی تللی.»

اړونده موضوعات: د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ۷ وسله والو د وژلو ادعا کړې

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي یو ځل بیا پر ګاونډي هیواد افغانستان تور لګولی دی چې د بریدکوونکو ملاتړ یې کړی دی. هغه ویلي: «د رپوټونو په حواله، د عملیاتو په جریان کې ترهګر په دوامداره توګه په افغانستان کې له خپلو ملاتړو سره په تماس کې ول.»

بلوچ بیلتون غوښتونکو «د بلوچ د آزادۍ پوځ» یا (BLA) د فرانسې خبري آژانس ته په استولي یوه اعلامیه کې د دغو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

بلوچ د آزادۍ پوځ یا بي ال اې ادعا کړې ده چې د ډزو او ځانمرګو بریدونو په نتیجه کې یې پوځي تاسیسات، پولیس او د ملکي ادارې چارواکي په نښه کړي دي.

پر اورګاډي تر برید وروسته ولس او پولیس د تیارسۍ په حالت کې

03:15

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب