1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليتونس

د تونس په سواحلو کې ۴۰ مهاجر ډوب شوي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ آبان ۱, پنجشنبه

یوه کښتۍ چې مهاجر پکښې سپاره ول د تونس د ساحل په اوبو کې ډوبه شوې ده. په دغه پيښه کې د ماشومانو په ګډون ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ارشیف انځور: مرستندویان د یوې ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو مړي انتقالوي
آرشیف انځور: د تونس په ساحل کې د مهاجرو د کښتۍ ډوبیدو پيښه کې لږ تر لږه ۴۰ مړه او ۳۰ نور ژغورل شويانځور: Mohannad Karima/IFRC/AP/picture alliance

دا په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې په دې سیمه کې د مهاجرو د کښتۍ ډوبیدو یوه تر ټولو خواشینونکې پيښه ګڼل کیږي.

په دغېکوچنۍ کښتۍ کې په مجموع کې ۷۰ کسان سپاره ول چې د تونس د لوی څارنوالۍ په حواله ټول یې د سویلي صحرایې هیوادونو اتباع ول چې غوښتل یې په تونس کې له «المهدیه» بندري ښار څخه د مدیترانې سمندر له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.

دا چې دغه کښتۍ څه وخت روانه شوې وه معلومه نه ده. د تونس لوی څارنوالۍ په دې اړه څېړنې پيل کړي دي. په دې اړه ویل شوي چې دغه ډوبه شوې کښتۍ نن یعنې د پنجشنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۳ نیټه) سهار په لومړیو ساعتونو کې کشف او مرستندویه ځواکونه توانیدلي دي چې شاوخوا ۳۰ کسان وژغوري.

تونس چې یو شمیر ساحلي نقطې یې د ایټالیا له سرحد سره له ۱۵۰ کیلومترو هم کمه فاصله لري، د شمالي افریقا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې پناه غوښتونکي هڅه کوي له دې لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. په داسې حال کې چې دغه مسیر د مهاجرت له پاره یو له تر ټولو خطرناکو لارو څخه ګڼل کیږي.

د ملګرو ملتونو سازمان پور اړوند د کډوالو او پناه غوښتونکو ادارې د اعلان مطابق د روان میلادي کال له پيل څخه تر اوسه پوري تر ۵۵ زرو ډیر پناه غوښتونکي ایتاليا ته رسیدلي دي.

د تراژيدۍ يادون؛ د مهاجرت پر لار د يوې کورنۍ د ژوند بايلل

01:35

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب