1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا روسیه د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله ده؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ خرداد ۱۱, چهارشنبه

د آسیا مایننګ د روسي ګروپ یوه پلاوي افغانستان ته سفر کړی او هلته یې له طالب چارواکو سره کتلي دي. خو آیا هلته د کاني زیرمو په برخه کې لازم مسلکي ظرفیت شته؟

Pakistan Smaragdmine im Swat Tal
انځور: DW/A. Bacha

د طالبانو حکومت د ریاست الوزار دفتر وايي، د آسیا مایننګ روسي ډلې د رئیس الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د پانګونې پر فرصتونو غږېدلې.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عصمت الله برهاني دویچه ویله ته وویل، د فدراتیفي روسيي یو پلاوي د هغوی له حکومت سره خبرې کړي: «په دې لړ کې چې د روسيې له فدراسیون څخه کوم هيئت تشریف راوړی دی موږ ورته هرکلی وایو او د دې ترڅنګ ټولو بهرنیو شرکتونو ته چې غواړي د افغانستان معدني سکټور غني کړي، دوی ته زمینه سازي کوي چې د دوی د کاریګرو د امنیت ساتنې ډاډ ورکول کیږي.»

د جمهوریت په تېر څه باندې شلونو کلونو کې امریکا او چین ترڅنګ د منځنۍ اسیا او د یوشمېر اروپايي هېوادونو شرکتونو د افغانستان پر کاني زېرمو پانګونه کوله، خو هغه مهال امنیتي خنډونه، د کانونو په ځینو سیمو کې د ځایي زورواکانو او وسله والو ولکه، ناقانونه استخراج، په قراردادونو کې فساد، د قوانینو پیچلتیا او ځینې نور هغه ستر خنډونه ول چې له امله یې له دغه سکټور څخه اغیزمنه ګټه پورته نه شوه.

نور کوم هيوادونه لېواله دي؟

اوس د طالبانو حکومت وايي چې له روسيي پرته ترکیې، ایران، پاکستان، چین، سویډن، کویټ او د سعودي عربستان شرکتونو لیوالتیا ښودلې چې د افغانستان په کاني زېرمو پانګونه وکړي.

د کانونو وزارت دغو هيوادونو ته لېوالتیا ته هرکلی وايي، خو تراوسه یې د هیڅ یو هيواد سره د کاني زیرمو په استخراج په اړه کوم تړون نه دی لاسلیک کړی. د طالبانو په واک کې اوسمهال کوم کانونه تر کار لاندې دي؟

انځور: DW/Elham

ښاغلی برهاني یې په اړ وايي: «یو د اوسپني کان دی، بل د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د جستو کان دی او د اوسپنې کان مو په څلورو بلاکونو باندې ویشلی دی.»

خو تر ټولو ستره نېوکه داده چې د طالبانو په ادارو کې لازم ظرفیت نشته چې په کاني زیرمو د پانګونې له پاره سترو نړېوالو شرکتونو سره مسلکي راکړه ورکړه ولري. د کانونو کارپوه عبدالقدیر مطفي دویچه ویله ته وویل، د کاني زیرمو د اغیزمن استخراج له پاره د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه تګلاره په کار ده.

ښاغلی مطفي چې د جمهوریت پرمهال د کانونو او پترولیم وزارت سلاکار و زیاته کړه چې اوس په افغانستان کې د اقتصاد د رغاونې له پاره کاني زیرمې او کرهڼه دوې مهمې سرچینې دي چې حساب پرې کیږي: «د خامو موادو په شکل نورو هيوادونو ته ددې منابعو ورکول په غټه کې زموږ اقتصاد ته تاوان رسوي په لنډ مهال کې زموږ بنسټونه او منابع ضایع کیږي، له دغو منابعو موثرې استفادې له پاره ضروري ده چې لومړی موږ قوانین ولرو او د هغو قوانیو په رڼا کې له نړۍ سره منظم تعامل ولرو.»

خو طالبان وايي، د کانونو په سېمو کې د زورواکۍ ختمولو سربیره یې د قوانینو پر ساده کولو هم کار پيل کړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل